.
spacer
مطالبی که در این صفحه نشر میشود عقاید نویسنده گان محترم آن است و نظر ۲۴ ساعت نمیباشد.
 
spacer
spacer
صفحه اول
افغانستان
سیاسی
تبصره بر خبر
معرفی چهره های فرهنگی
کتاب و کتابدوستان
مقالات جالب و پژوهشی
گفتگو ها
بیان حقایق
مسایل جهان و منطقه
طنز،نورانی ،ترجمان، بشیر
نمایشنامه ها
طنز
کارتونهای هژبر شینواری
آثار هنری بشیر بختیاری
باچه آزره تقدیم میکند
داستان
دنیای شعر و شاعران
اشعار حاجی محمد کاظمی
اشعار مرحوم استاد صابر هروی
اشعاراستاد غلام حیدر یگانه
اشعار قیوم بشیر
اشعار حشمت امید
اشعار انجنیر حفیظ اله حازم
اشعار نورالله وثوق
اشعار سجیه الهه احرار
اشعار فریده اکبری
اشعار صالحه وهاب واصل
اشعار محمد اسحاق " ثنا "
اشعار خواجه عبدالله احرار
اشعار نعمت الله پژمان
اشعار ودود فضلی
اشعار زهره صابر «هروی»
اشعار ظفر خان " اهتمام "
اشعار همایون شاه عالمی
اشعار و نوشته های سید محمد اشرف فروغ
جوانان
کودکان و نوجوانان
از دفتر خاطرات
معرفی کتابهای جدید
فرهنگ مردم
لهجه ها و اصطلاحات محلی
با کشور تان آشنا شوید
به مشکلات مردم توجه کنید
نقد بر کتاب ،مقالات، فلم و..
زن و زندگی - زن و مشکلات
جالب و خواندنی
مشاهیر جهان
هنری و فرهنگی
گزارشهای ولایتی
مطالب انتخابی و ارسالی شما

دوستان و نویسنده گان گرامی!

درصورتیکه خواسته باشید نوشته های تان در این سایت نشر شود میتوانید بعد از تیپ کردن آنرا از طریق

Word

به این ایمیل آدرس

mehdibashir@gmail.com

بفرستید

سایت ۲۴ ساعت از شما و در خدمت شماست.

استفاده از مطالب سایت ۲۴ ساعت با ذکر مأخذ آن آزاد است و ممانعتی ندارد

سایت ۲۴ ساعت را به دوستان تان ایمیل کنید تا آنها هم در مورد آن اظهار نظر کنند

قابل توجه نویسنده گان محترم !

مطالبی که برای نشر میفرستید و میخواهید که بنام مستعار نشر شود بهتر است خود را برای سایت ۲۴ ساعت معرفی کنید تا نوشته تان طبق میل تان نشرشود.

 

 
د کنړ سیند د کړکیچ اصلي لامل او د راتلونکی پوله

د نشرنیټه : دو شنبه ۱۳وږی  ۱۳۹۱  ـ  ۳ سپتامبر ۲۰۱۲ هالند

 محمد شفیق صادق

۳۰ - ۸ - ۲۰۱۲

د کنړ سیند د کړکیچ اصلي لامل او د راتلونکی پوله

*************

د څومیاشتو راپدي خوا د کنړ ولایت په سرحدې ولسوالیو د سرحد له پورې غاړې توپچي حملو د سیمې اوسیدونکو ته ګڼ مالي او ځاني تاوانونه اړولی ، چې ورسره سیمه نا آرامه او دواړه ګاونډي اولسونه یې د جنګ تر پولې رسولي ،چې د مخنیوي لپاره یې د ټولو اولسي او ملي غوښتنو سره سره چې په ترڅ کې یې د اوسنې دولت دوه وزیران هم قرباني شول ، د کمیسونونو له جوړولو او تحقیقاتو له ترسره کولو پرته تر اوسه کوم عملي اقدام ندی شوی .

سره ددې چې زموږ د هیواد اوسني روان حالت د بهرنیو سیاسی او نظامي تاړاکونو اوفشارونو په منځ کې د کورنیو بې باوریو ،ځان غوښتنو ،اختلاص او بډو ،سیاسي ، مذهبي ، توکمیزو ،او ژبنیو اختلافاتو په داسې توفاني سمندر کې لاهو دی ،چې نه کوم پیاوړی فوځ لري چې خلک او هیواد ترې وژغوري ، نه خواخوږي سیاسي مشران چې د هیواد راتلونکې ته اندیښمن وې او له دې توفانه د ایستلو لارې چارې ولټوي ،او نه هم قوی ، متین ،او جرئت من واکمن چې د هر ډول بهرنې او کورنې یرغل او ګواښ په وړاندې د خپل سر په بیه سودا ته حاضر شي .

په کنړ د بریدونو موضوع زموږ د هیواد د روان لوی ناورین چې په ټولو پولو تیري یې یوه برخه ده ،یوه ځانګړې پیښه ده ، چې د هیواد سیاست وال،او د پیښو څیړونکې یې داسې هک پک کړې چې د خپلو ټولو څیړنو او تحلیلونو سره سره بیا هم د پیښې اصلي لاملونه ترې ورک دې ، او په دې حیران دې چې پاکستان له دې لوبې څه غواړي ؟ بهرنیان ولی چپ دي ؟ او څنګه ممکنه ده د یوه هیواد فوځ ، واکمن ، چارواکې او مشران دې په رڼو سترګو د یوه بهرنې تیري د توپونو له لمبو او لوخړو د خپلو هیوادوالو د ماشومانو ،ښځو او بوډاګانو فریادونه اوري او دوی دې له هرډول غبرګون څخه عاجز وي ؟دا په داسي حال کې چې په نورو هیوادونو کې داسی عمل د تیري په شان عکس العمل لري.

همدې موضوع د بهرنیو میشتو عسکرو د اډو او له هغوی سره د استراتیژیکو د تړنونو خبره او ددې کار لوبغاړي هم تر پوښتنې او شک لاندې راوستلي او د هغو کسانو په اندیښنو باور زیات شوی چې ددې تړونونو سره مخالف ؤ او په عملي کیدو یې شک درلود ، سره ددې چې ددې تړونونو په لاسلیک سره رسنیو په ډیر جوش او خوښئ غبرګون وشو خو زموږ د هیواد ځوان سیاستوال او سیاسی کارپوهان ېي په ستایلو ستایلو داسي پولې ته ورسیدل چې نور د عزرائیل (ع) د راتلو ویره یې هم له مغزو ووته.او دا یي کلکه ومنله چې نور به د امریکایی ځواکونو په موجودیت کې د ګاونډي هیواد یوه چوغکه هم پرته له اجازي زموږ هیواد ته رادننه نشي .خو دوی په دې نه پوهیدل چې زموږ د هیواد په نیژدې تاریخ کې څو ځله زموږ د ملک چارواکو د همداسې تړونونو په تمه خپلې پاچاهي له لاسه ورکړې ،د ملک لویی برخې ترې قیچې شوې ،او هیواد د اشغال تر پولې رسیدلی ، زه نه پوهیژم چې دا سیاستوال زموږ له تاریخ څخه خبر دې او که نه ؟ زموږ د هیواد جنوبې سیمې ،د پنجده او مروه ولایت ، د تاجکستان اوسنی بدخشان ، د امیر شیرعلی خان پاچاهي... د همداسي تړونونو په منځ کې له لاسه تللی نو اوس دوی په څه اساس بیا هم په دې تړونونو باور لري ؟

د کنړ د ولایت دا روانه لوبه چې څه ډول پیل شوې او تر شا یې کوم لوبغاړې لوبیږي ؟د اوس لپاره د سیاسي مصلحتونو په اساس د عام اولس او خلکو له سترګو پټه روانه ده ، خود سیاسی څیړونکو او کتونکو په آند په دې کې شک نشته چې ددې لوبې اصلي لوبغاړي په هیواد کې میشت بهرنې ځواکونه ( د امریکې متحده ایالات او بریطانیا ) او د پولې آخوا د بریطانیا د امپراتوري وارثان پنجابی سیاستوال دي چې زموږ د سیاستوالو په خلاف ورته د خپل هیواد ګټې له خپل سر څخه هم مهمې دې ، ددې تر څنګ کتونکې او ددې لوبې څیړونکې د افغانستان د اوسنې رژیم ځینې چارواکې هم د سیاسي مصالحو په اساس ګډ ګڼې ، ځکه ځینې کسان د همداسې لوبو د ترسره کولو په موخه د سیاسي تړونونو په اساس ، او د سیاسي مصالحو په بنیاد راوستل شوي ،د ملک په لوړو پوستونو کې کار کوي ،ځکه څنګه کیدای شي چې د بهرنیو ځواکونو په واسطه د هیواد د پولو او فضا د کلک څار او ساتنې د جال د ننه دې هره ورځ سلګونه راکټونه هیواد ته راتوغول کیږي او بهرنیان دې پرې خبر نه وي ، او یا داچې د هیواد مشران او چارواکې دې دومره ویده شې چې نه دې د ملت غږ اوري ،نه د پارلمان او نه هم د نظامي مسؤلینو ؟

داچې ددې لوبې پاینل ته به څوک راوزي دا تر وخت مخکې خبره ده ،خو د پیښو څیړونکې په دې آند دې چې زموږ د هیواد په ( ۳۰۰) کلن تاریخ کې تل استعمار د قدرت غوښتونکو ،ځان غوښتونکو او لاسپوڅو واکمنوسره په معاملو کې د دوستئ ، مرستې او له بهرنیو تیریو د ساتنې په پلمه د هیواد کڼې سیمې چې د اوسنې افغانستان په اندازه خاوره ترې جوړیږي همسایه ملګونو ته بښلې ، دا په داسې حال کې چې د هغه مهال واکمن داوسنیو په پرتله په هیواد ډیر مین او د هیواد خواخوږي ؤ ،

د کنړ ولایت د خپل څپانده سیند په لرلو په دې وروستیو لسیزو کې له دې امله د کورنیو او بهرنیو اقتصاد پوهانو د توجه وړ وګرځېد چې اوبو په نړئ کې د انرژي د موادو تر څنګ خپل لوړ مقام تر لاسه کړ، او د نړئ اقتصادي کارپوهان په دې آند دې چې په نیژدې راتلونکو لسیزو کې به د اوبو په سر د نړئ د ډیرو هیوادونو تر منځ لویې شخړې او جګړې رامنځ ته شي ،او هر هیواد به هڅه کوي چې (د تیلو او کازو په شان ) د اوبو سرچینې او زیرمې تر خپل واک لاندې راولي .

د کنړ د سیند څپانده اوبه چې تل ترې پاکستان د بی څښتنه مال غوندې ګټه اوچته کړې ،او په خپله خاوره کې یي لویې اقتصادي پروژي پرې آبادې کړې ،په دې ویره کې دی چې یوه ورځ به دا اوبه له دوی څخه ګرځول کیږي او ددوی اقتصادي پروژې به چې پرته له دې اوبو یې روان ساتل ممکن ندي په ټپه دریږي ځکه دوی په قانوني ډول په دې اوبو کې کوم شراکت نه لري، او ددې اوبو د روانو ساتلو په موخه یې تر اوسه د افغانستان د ننه د سیاسي معاملو ، فشارونو او تردې چې د خلکود ترور په واسطه مخه نیولي ،چې د کنړ د سیند څخه د ګمبري دښتې ته او له هغه ځایه د درونټې بند ته د یوه لوی کانال په واسطه د کنړ د سیند د اوبو د مخنوي موضوع یې ښه بیلګه ده ، د کنړ او ننګرهار د هغو سیمو له خلکو چې ددې کانال د کیندلو کار پکښې یوې جاپانئ موسسې پيل کړی ؤ او داچې بیا څه ډول د موسسې رئیس په اسلام آباد کې د نامعلومو کسانو له لوري ترور او د کانال بڼې ته تغیر ورکړل شو، وپوښتل شي نو له ورایه به د موضوع اصلي جرړه راښکاره شي .

د پاکستان دولت په دې راضي ندی چې د کنړ د سیند څخه د یو کانال په اندازه اوبه هم راکمي شي .نو په دې به څه ډول راضي شي چې یوه ورځ ددې سیند په سر لوی لوی بندونه جوړ او اوبه یې د ننګرهار په پراخه دښتو کې مصرف شي ؟

پاکستان پوهیژي چې یوه ورځ به افغانستان همدا کار کوی .خو هلته به بیا دوی پرته له جګړي بله لار نه لري ، او دا کار به هم پاکستان ته په ګرانه تمامیږي . نو مخکې تر دې چې افغانستان د خپلې ارادې ، قوت ، واک او توان خاوند شي.د موجوده ناوړه حالاتو ، کمزوره او بی واکه حکومت ،او د میشتو بهرنیو ځواکونو څخه په استفادي وکولای شي ،ددې سیند د اوبو لپاره یو برخلیک وټاکې .

په هیواد کې میشت بهرنیان هم مجبور دې د راتلونکو لویو پلانونو د عملي کولو په موخه د پاکستان هیواد خوښ وساتي ،او یا هم د خپلې لارې د دایمې ساتلو لپاره پاکستان ته داسې بدله ورکړي چې تاوان یې دوی ته نه، افغانستان ته رسیږي ،او برطانویان خو په داسې معاملو کې ښه تجربه لري ، کیدای شي دا تړون همداسږ ددوي ترمنځ لاسلیک شوی وي .

همدې موخې ته د رسیدو لپاره دوی په ګډه هڅه کوي د کنړ حالات داسي مرحلي ته ورسوي چې په پیایله کې دافغانستان کمزوری حکومت مجبور شي د پاکستان سره د کنړ د سیند په سر یوه تفاهم او موافقې ته ورسیږي تر څو پاکستان د افغانستان راتلونکو حکومتونو ته د شراکت او یا حق یو سند په لاس ولري او دا هله کیدای شي چې همدا سیند ددواړو هیوادونو تر منځ د راتلونکې پوله جوړه کړي تر څو پاکستان په آسانی ترې د استفادي حق ولري

 
 

مؤسس و مسؤول
سایت
محمد مهدی بشیر

سال تأسیس

۴ میزان ۱۳۸۶

  خورشیدی

26  سپتامبر 2007

  میلادی

Tel:0031644388706

spacer

spacer