«داغلي
زړونه»
شعرې ټولګه دچاپه راووته !
۲۰ - ۴ - ۱۳۹۰
«داغلي زړونه» د هيواد دتکړه شاعر او ليکوال ښاغلي
سميع الدين «افغاني »نوې شعري ټولګه چې
زموږ د هيوادوالو د داغلي زړونو، هيلو او ارمانونو يوه وړه شانې بيلګه ده د چاپه راووته ٠
پدغې شعري ټولګې دهيواد
نامتو علمي شخصیت ښاغلي څېړندوی
حبيب الله« رفيع »صیب یوه ښکلې سریزه لیکلې ده او همدارنګه دوطن پيژندل شوې ليکوالې اوشاعرې ،اغلې «زرلښت
حفيظ »چې زموږ د هيواد د ښځودنهضت يـــــوه با تور ه او په هيواد مينه شاعر ه اوليکواله
ده د «داغلي زړونه» تر سرليک ليکنه
کړې د ه٠
پدغې شعري ټـولګې د هیوادشاعر او ليکوال ښاغلي افضل« ټکور» صیب هـــم
د ( زه دوهم يم ) تر سرليک
ليکنه کړې اوپه اوسني عصر کـــې په کتابو
نو د د سریزو د ليکلو اود افغاني صیب د
شاعر ی په اړه یې خپل نظر څرګند کړی دی٠
دغه شعرې ټولګه په ښکلي د
يزاين او ثقافت د اسد دانش دکتاب چاپولو دموسسې له خوا په ښکلي بڼه دچاپه راووته ٠
موږ« افغاني » صيب ته د هغه
دنوي اثر دچاپ مبارکي وايو اوهغه ته د لوی خدای له درباره د ليا برياوو او اوږد
عمر هيله کوو٠
په درنښت
د حق دلارې کلتوري ټولنه
اود افغان سـتراتیژیکوڅیړنو
مشرتابه
دښاغلي سميع الدين« افغاني» په نوی
شعري ټولګې دهيواد د نامتو علمي شخصیت ښاغلي څېړندوی «حبيب
الله «رفيع » صیب
سریزه:
دا عادت دی چې له درده زګيروي
خېژي
ګڼه څه وو د رحمان له شاعرۍ
"رحمان بابا"
ښاغلی سميع الدين« افغاني» همداسې
دردېدلی او ځورېدلی افغان دی چې د ده د نوې ځوانۍ په تاند پسرلي کې د ده هيواد د پـــــرديو
د ګوليو د ږليو ښکار شو او د د ه آرام او د بشپړ امنيت په غېږه کې اوسېدلی ملت د نا
آرامۍ او جګړو غېږې ته ولوېد او راز - راز
بدبختيو او بدمرغيو دې هيواد او دې ملت ته خولې خلاصې کړې.
د همدې تـــــودوجګړو
پر وخت دی د لوړو زده کـــــړو لپاره لـــــه هېواده بهر لاړ،
په دې هيله چې مسلکي زده کړې وکړي او بيا د هيواد د آرامۍ او د خپل اولس د هوسايۍ په
لاره کې خدمت وکړي خو چې بېرته راستون شو جګړې نورې هم خونړۍ شوې او د هيواد نا آرامۍ
نورې هم زياتې شوې وې.
«افغاني» دراک،
حساس او دردمند افغان ؤ دې ټولو پېښو يې په زړه او ضمير، په وجدان او احساس ژور اغېز
کاوه او د ده دردونه يې زياتول تر دې چـــــې د دې پېښو توپاني
سيلاب دی هم ورسره واخيست او د مهاجرت په بې سره او بې لوري کاروان کې يې المان ته
ورساوه.
د هيواد او د ده د ملي ژوند دا ټول
دردونه ډېر درانه شول، د ده په حساس احساس يې فشار راوړ، له زغمه يې ووتل، زګيروي شول
او دا زګيروي يې د شعر په بڼه له خولې راووتل او په دې ترتيب يې د دردمن او ويرمن شعر
لړۍ راپيل شوه.
ښاغلي سميع الدين« افغاني» د خپل
ژوند هـــــرې خوا ته متوجه شو او د هيواد د دردونو او غمونو په هره
برخه يې رڼا واچوله او په شعر کې يې انځور کړې. ده د خپلې طبعې څپانده شعري چينه همداسې
طبيعي وساتله او له دې چينې نه لاس ته راغلې شعري څاڅکي يې په همهغه بڼه د کاغذ مخ
ته ورسول او خپل شعرونه يې بې ساخته باخته په بېلابېلو ټولګو کې تنظيم کړل او موږ ته
يې راورسول.
د ده شعرونه د ده دردمنو هېوادوالو
په مينه واوريدل او افغاني هنرمندانو د ساز له څپو سره مله کړل.
د« افغاني» صاحب
په شعرونو کې له اجتماعي دردونو سره - سره
د مينې سويې نغمې هم شته او د سوي هيواد رنګين يادونه هم او له دې سره د ده په شاعرۍ
کې د ادبي رنګينيو پر ځای د هدف بيانولو ته زياته توجه شوې او د خپل زړه رازونه يې
د رمزونو له پوښ نه بهر په صراحت او څرګندو لفظونوبيان کړي دي. ښاغلی« افغاني» له هيواده
ليرې خو دهيواد يادونو له هيوادسره نژدې ساتلی او د هغه ظالمانو په لټه دی چې زموږ
پر وطن يې ماتم راوستی دی:
په وطن موجوړ ماتم دی
تورتمونو کې مو شپې دي
دا د کوم ظالم له لاسه
چې ظلمونو کې مو شپې دي
***
ګران وطن راته سور اور
شو
د دوزخ لمبې ترې خېژي
بل محشر ته حاجت نشته
قيامتونو کې مو شپې دي
دا د کوم ظالم له لاسه
چې ظلمونو کې مو شپې دي
***
له دې سره زه خپلې خبرې رانغاړم، افغاني صاحب ته د ژوند کاميابۍ
او کامرانۍ غواړم !
په درنښت
څېړندوی حبيب الله« رفيع»
کابل، درېم پروان
۲۰/ ۲ / ۱۳۹۰
|