.
spacer
مطالبی که در این صفحه نشر میشود عقاید نویسنده گان محترم آن است و نظر ۲۴ ساعت نمیباشد.
 
spacer
spacer
صفحه اول
افغانستان
سیاسی
تبصره بر خبر
معرفی چهره های فرهنگی
کتاب و کتابدوستان
مقالات جالب و پژوهشی
گفتگو ها
بیان حقایق
مسایل جهان و منطقه
طنز،نورانی ،ترجمان، بشیر
نمایشنامه ها
طنز
کارتونهای هژبر شینواری
آثار هنری بشیر بختیاری
باچه آزره تقدیم میکند
داستان
دنیای شعر و شاعران
اشعار حاجی محمد کاظمی
اشعار مرحوم استاد صابر هروی
اشعاراستاد غلام حیدر یگانه
اشعار قیوم بشیر
اشعار حشمت امید
اشعار انجنیر حفیظ اله حازم
اشعار نورالله وثوق
اشعار سجیه الهه احرار
اشعار فریده اکبری
اشعار صالحه وهاب واصل
اشعار محمد اسحاق " ثنا "
اشعار خواجه عبدالله احرار
اشعار نعمت الله پژمان
اشعار ودود فضلی
اشعار زهره صابر «هروی»
اشعار ظفر خان " اهتمام "
اشعار همایون شاه عالمی
اشعار و نوشته های سید محمد اشرف فروغ
جوانان
کودکان و نوجوانان
از دفتر خاطرات
معرفی کتابهای جدید
فرهنگ مردم
لهجه ها و اصطلاحات محلی
با کشور تان آشنا شوید
به مشکلات مردم توجه کنید
نقد بر کتاب ،مقالات، فلم و..
زن و زندگی - زن و مشکلات
جالب و خواندنی
مشاهیر جهان
هنری و فرهنگی
گزارشهای ولایتی
مطالب انتخابی و ارسالی شما

دوستان و نویسنده گان گرامی!

درصورتیکه خواسته باشید نوشته های تان در این سایت نشر شود میتوانید بعد از تیپ کردن آنرا از طریق

Word

به این ایمیل آدرس

mehdibashir@gmail.com

بفرستید

سایت ۲۴ ساعت از شما و در خدمت شماست.

استفاده از مطالب سایت ۲۴ ساعت با ذکر مأخذ آن آزاد است و ممانعتی ندارد

سایت ۲۴ ساعت را به دوستان تان ایمیل کنید تا آنها هم در مورد آن اظهار نظر کنند

قابل توجه نویسنده گان محترم !

مطالبی که برای نشر میفرستید و میخواهید که بنام مستعار نشر شود بهتر است خود را برای سایت ۲۴ ساعت معرفی کنید تا نوشته تان طبق میل تان نشرشود.

 

 
سولې او تفاهــم د لیارې مبلغ

علامه دوکتور محمد سعید « سعید افغانی»
علامه دوکتور محمد سعید « سعید افغانی»
امروز جمعه  ۲۵ فبروری ۲۰۱۱ مصادف است با بیست و ششمین  سال وفات دانشمند گرانمایه و  فرهنگی شناخته شده کشور شاد روان علامه استاد محمد سعید « سعید افغانی » عالم ، نویسنده ، ادیب ،شاعر و سیاستمدار کشور ، سایت انترنتی ۲۴ ساعت افتخار دارد  مقالاتی را که به همین مناسبت مواصلت نموده نشر وتقدیم شما عزیزان خواننده نماید . روح استاد شاد ، یاد و خاطره هایش گرامی باد .

       مهدی بشیر مسؤول سایت ۲۴ ساعت
--------------------------------------------------------------------  

سولې او تفاهــم د لیارې مبلغ 

دوکتور محمد سعید « سعید افغاني »

لیکونکې :  پروفیسور عبدالله  بختانې « خدمتگار » 

د نشر نیټه   : ۲۵ ـ ۲ ـ ۲۰۱۱ میلادی 

 پروفیسور عبدالله  بختانې « خدمتگار »
پروفیسور عبدالله بختانې « خدمتگار »
دوکتور سعید افغاني زمونږ دهیواد  مشهور عالم، لیکوال ، مولف، استاد او اجتماعي  شخصیت وو ، چه تل یی  د سولې ، ترقې ، ورورې ، برابرې او تفاهم  لپاره مبارزه کوله . د دی نومیالي  پوه دروند  نوم هم  په وطن  کښې او هم  د نړی په نورو هیوادنو کښې  خپور او مشهور دې .

زیږیدنه ، کورني  او لومړنې زده کړې :

د لغمان د عمر زیو د خیر آباد په کلې کښې ، یو دیني عالم او مشهور مدرس  مولوی عبدالمجید « ساپی » ژوند کاوه  چه د خپل  وخت له مشهورو مدرسانو څخه و ،  او د ډیرو دیني  عالمانو استاد وو.

د دوی  په کاله کښی  په « ۱۳۰۰ هجري شمسي » کال یو ماشوم  وزیږید او « محمد سعید » و نومل شو .

دی ماشوم د خپل وړوکتوب په دوره کښې  د خپل کلې  له ماشومانو سره د خیر آباد  په  خاوره خاپورې  کولې . پلاریې لوی مدرس او د تیګړو د ښار د جامع جومات خطیب او امام و .  دهغه وخت له رسم او رواج سره سم مدرسانو به ددیني علومو طالبانو ته درسونه  ویل .

د درسونو نصاب  معلوم و . د  تفسیر ، حدیث ، فقهي ، دحدیث اسول ، دفقهي  اصول ، صرف، نحو ،  بدیع ، بیان ، معانې ، تجوید ، منطق او فلسفې باندی شامل و . ځینو متبحرو عالمانو به د دغو ټولو موضوع  ګانو  کاوه ، ځینې به په یوه څانګه کښې مشغول وو چه د هغه  وخت  په اصطلاح  د هماغه  څانګې عالم  یا  ملا  بلل  کیده ، لکه  د  فقهي  ملا ، د  حدیث ، یا تفسیر یا  صرف ، یا نحو ، یا منطق ...  ملا  او داسې  نور .

د خط ، حساب او نظم « ادبیات » لپاره بیل درسونه وو  او استادان یی « ناظمان »  بلل  کیدل .

دوی  سره ، د دیني علمونو طالبانو ،  چه د هیواد  له ګوټ  ګوټ  نه راتلل  او د هغه کلي  او شا و خوا کلیو د خلکو په مرسته ، خیراتونو او صدقو ژوند کاوه . 

محمد سعید ، د خپل  پلار د  درس په  حلقه  کښي  خپلي  لومـړني  زده  کړي  وکړی .  د  دیني موضوع ګانو ، او د صرف ، نحو ، منطق او معانی مبادې یی  هلته  ولوستل او هملته  ښایسته  ښه  ملا  شو .

د عربی دارالعلوم  شاګرد :

وروسته بیا محمد سعید د کابل  د عربي دارالعلوم په پنځم ټولګې کښې « د شرح ملاجامي » او نورو کتابونو تر از موینې  وروسته  شامل او په « ۱۳۲۵ هـ  ش »   کال د دغي  مدرسي  له دولسم  ټولګي  نه فارغ  شو.

د کـار پیل :

کله چه د مولوی  محمد سعید  په سر ، د مولوي  توب  پکړی و تړل شوه ،  سمدستې  د  کابل د عربي  دارالعلوم د استاد په حیث وټاکل  شو . بیا د  ننګرهار  د نجم المدارس د  مدیر  « سر مدرس »  په حیث  مقرر  شو .

 یوڅه موده د پوهني  د وزارت د مسلکی تدریساتو غړی  شو  چه  ددیني  مدرسو او نورو ښو ونځیو او لیسو ددیني درسي  مضمونونو په چارو بوخت و .  بیا بیرته  د  نجـم المدارس  مدیر  او وروسته  د حبیبیې  د  لیسې  ښوونکی شو .

لیکوال سعید افغاني :

دی لا د عربي دارالعلوم  شاګرد  و چه  قلم یی  په لاس واخست  او ورځپا ڼو او  جریدو ته یې  مقالې لیکې ، په دغه وخت کښی یی  ځانته « افغاني » تخلص ټا کلی و . په دی صورت نوم یی « سعید افغاني »  او د مدرسی تر فراغت وروسته « مولوی سعید افغاني »  شو . 

د دی وخت لیکنی د ده لو مړني  او د شاګردی  د وخت لیکني  دی چه  د اجتماعي ، اخلاقي او دیني  موضوع ګانو په باره کښې دي .

په نجم المدارس کښې ادب پالنه :

مولوی محمد سعید افغاني ، لس کاله د نجم المدارس  د مدرسی مدیریت کړی او د ننګرهار د اد بي  شاعرانه ويښ چاپیر یال د هډی په تاریخي  کلي  کښی او سیدلی دی ،  چیرته  چه د هیواد  د مشهور عـالم  مولانا نجم الدین اخونزاده ( هډی صاحب ) مزار دی .

مولوی سعید افغاني  د مدرسی  شاګردان  لیکوالي ،  شعراو ادب  ته هم  تشویقول  او هغـوی  روزل .  د  د ه  په  توجه او پالنه به د ننګرهار د ورځپاڼي  او مجلــي  پاڼي د نجم المدارس  د شاګـــردانو او استادانو  په مقالو او شعـرونو  ډکیدلی . 

په دغه وخت  کښی مولوی سعید افغاني  د ( النجم ) په نامه ، د مدرسی لپاره ،  په  پښتو ژبه ، یوه  اوه  نیزه قلمي جریده  هم  چلوله  چه مسوؤلیت یی  د ده  په غاړه و . 

 د دی جریدی  لو مــړی  ګڼه  د(  ۱۳۳۷ هجري شمسي ) کال  د میزان په ۳۰ مه  خپره  شوی  ده  . دا  ګڼه  او ځیني  نوری ګڼی یی هم  دا اوس  زمونږ  په لاس کښی  دی او د قلمي  جریدو ډیر ه ښه  بیلګه ده .

په نجم المدارس کښی د مولوی سعید افغاني د مدیریت وخت هغو کلونو پوری ارتباط لری چه د ویښ زلمیانو ډله  خوره شوی وه ،مګر ؛ د هغو مرام لا د لیکوالی په ډګر کښی او د لیکوالو په ذهن او ضمیر  باندی نفوذ او تسلط درلود .

د پښتنو  او بلو څو  ورونو  دملي آزادی د سرنوشت د ټاکلو  موضوع  د ورځې  موضوع  وه .  د ننګرهار  په ادبي  چاپیریال ، د ننګرهار په  ورځپاڼه او مجله  کښی  او د  نجم المدارس  په  مدرسه  کښی  د غو خبرو څرګند  ځای  درلود .

د مولوی سعید افغاني  په  برکت  په  نوموړی  مدرسه کښی  د لیکوالی کار ښه رونق  ومون ، به دغو وختونو کښی  زه هــم  د ننګرهار د مجلي  مدیر او د  ورخپاڼي  مرستیال وم  او په نجم المدارس کښی می  د ادب ، شاعری او لیکوالې  له انکشاف سره مرسته   کوله .

زما ښه په یاد دی چه  په ملایانو کښی چه  به چه خط زده  کاوه ، نو د ځینو طالبانو  او ملایانو له خوا به  د « مهمل » په نامه یا دیده او « دعلم طالب »  به نه بلل کیده .

د دغسی کسانو په  باب به تل  دو ویل : « ورک یی کــړه ، مهمل سړی دی ، خط  یادوی ... »  دا د پردو ، په نیر بیا د انګریزی  استعمار او امپر یالیزم دپټو  سازمانوو شفاهی زهر ښندلو ، بد تبلیغ او غلط پروپاګند تاثیر وچه زمونز مذهبي  دیني  عالمان به یی له خط او کتابت  او په دی وسیله ملی ادب او اولسی سیاست نه لیری ساتل . همدارنګه د خط او لیکوالی نه زده کول ، د دی سبب کیدل چه ددینی عالمانو فعالیت ،  کار او مشغولیت  یوازی  په تدریس ،  موعظو او امامت  او کله لا په  دم او دعاء  چف او کف  منحصر شی .

د لیکنی او تالیف مهم  او اساسی علـمي  کار تری  پاته شي  او دیني  يو هنې  زیات  او منظم  پر مخ تګ  او انکشاف ونه کړی .

په دغسی  ټولنو او وختونو کښی د مولوی سعید افغاني  په شان خدمتونه سرته  رسولی  دی .  نو موړی  به  هڅه  کوله  چه  د مدرسی  د طالبانو تر مینځ  د  شعر او ادب  کار او سرګرمی  زیاته  شې .  لیکني  وشی ، او  د مدرسی  په جریره او  دننګرهار  په مجله او ورڅپاڼه  کښی  خپري شی .  کنفرانسونه  جوړ شی ...

پخپله ده به هم د ننګرهار ورځپاني او مجلی ته ډیري ښی  مقالې لیکلي . په  دغو مقالو  کښی « ننګرهارته یوه کتنه »  دیادولو وړ ده . بله مقاله یی د « لغمان » د تاریخي  پیښو او اوسني وضعی په باره کښی ده چې ماهم ور باندی تبصره  لیکلي  وه ،  همدا رنګه  د ننګرهار  ددیني عالمانو  د پيژندنې  په لړ کښی  د ده  یوه په  زړه پورې تحقیقي مقاله خپره شوی  ده . په دی مقاله کښې  دهغه وخت  د ننګرهار  د ولایت « اوسنی  ننګرهار ،  کونړ  او لغمان  ولایتونه »  دیني عالمان معرفی  شوی  دی .

  اخــلاق :

کله چه مولوی سعید افغاني د حبیبی د لیسی ښوونکی و . دلته یی هم د « اخلاق » په  نامه  د نوموړی  لیسی لپاره اوه  نیزه قلمی جریده لیکله . هغه به د « النجم » او « اخلاق » د جریدو زیاتره  مضمونونه پخپله  لیکل او نوری لیکني به یی هم له نظره  تیریدلی .

که مونږ  د دغو  دواړو جریدو نومونو ته ځیر شوو ، نو له هغو نه هم دهغو د مسوؤل مدیر او موسس د نظر دقت څرګند یږی.  په « النجم » کښې  دهـدی اخوندزاده  صاحب مولانا نجم الدین  د نامه او شخصیت یاد  تازه  کیده  او په  « اخلاق »  کښې د کابل  ښار په چاپیریال  د لیسې د زده کوونکو ځوانانو اخلاقي  روزنې  او پالنې ته  د مولوی  صاحب  توجه او عنایت  ثابتیږې.

شعر او ادب :

دوکتور سعید افغاني  له شعر او ادب سره ډیره مینه او علاقه لرله . په نجم المدارس کښی یی  د شعر او ادب پاللو لپاره کار کړی دی .

 په ساده ، روانو ، عام فهمو او خوږو الفاظو یی لیکني کړی دی . دا د لیکني یو ښه معیار دی . لو ستونکی پری ښه پو هیږی او ډیره استفاده تری کوی .

نوموړی د ادبي نثر یو شمیر پارچی هم  لیکلي دی . په هغو کښی یی  اجتماعي  موضوع  ګاني د ادبي نثر په شکل په انتقادی لهجه ځای کړی دی . د نو موړی دغه ډول پآرچی ما د« هیواد » په ورځپاڼه  کښی خپری کړی دی .

د شعر په باره کښی به زه له ده سره خپل یو پخوانی صحبت رانقل کړم :

« .. مونز دغه خاطری یاد ولی  . د « شعر » خبره منځ  ته راغله ، مولوی  صاحب  موسکی  شو .  راته یی وویل : ستا دهغه وخت دیو غزل  کسر می تر اوسه یاد دی  چه تا ویلي  دی :

دمینی په جواری کښی بختانی نه یی زړه ویوړ

هستی چه یی  له ويش زلمي  ګټله دا ویده  وه

دا غزل زما ډیر خوښ  شوی او د هغه په  پیروی  ماهم یو شعر  ویلی دی ...  شعر زما  ډیر خوښیږی زه هم  له شعر ویلو سره علاقه لرم . په  خپله  می هم کله کله  اشعار ویلي دی ...»

دا د ډیرو کالو دمخه خبری او خاطری دی .

زه  نه پوهیزم  چه اوس  د ده هغه  شعر یا نور شعرونه  به  چیرته وی ؟ خو دومره پو هیږم  چه د ده په اجتماعي ، دیني او سیاسي لیکنو کښی ادبي  خوږ والی او فصاحت شته او دا د ده علاقه له ادب او معیاری ژبي  سره  ښیې .

د ژوند بله  مـرحله :

کله چه دوکتو سعید افغاني  په کال  « ۱۳۴۷هـ  ش»  د مصر نه  هیواد  ته راغی ،  نو  دلته د اصلي ، مصنوعي او تصنفي سیاسي  ډلو یو درب و . اخبارونه  چالیدل،  مظاهري او میتنګونه کیدل  زنده باد  او مرده باد ناری وهل کیدلي .. سلطنت  د ټولو څارنه  کوله .  هغه به یی  کوله چه او به  خړی او ماهیان و نیسي  یا اختلافات واچوی او حکومت وکړی . په پټه او ښکاره به یی د ارتجاع  ګروپونو ملاتړ کاوه .

دوکتور سعید افغاني دیو رسیدلي پاخه تعلیمیافته په حیث ، د روښان په نامه عالي دارالمعلمین کښی د تاریخ د استاد په توګه  مقرر شو . په دی وظیفه کښی یی و کولی شو و چه  د هیواد  په تاریخ  کښی خپله  مطالعه نور هم  پراخه او ژوره کړی .

د شپږ سوو مخونو په شاو خوا کښی یی خپل  یادښتونه را ټول  کړی او « د افغانستان تاریخ »  په نامه چاپ ته تیار کړی دی .

د هیواد  په سیاسی  فعالیتونو  کښی له  غـور او مطالعی   وروسته ،   دوکتور سعید افغاني  د  کابل  پوهنتون  د استادانو او شاګردانو د دموکراتیک  هلو ځلو پر خوا  ودرید .  د همدی لامله  نومړی  یو ځل د کابل  پولی تخنیک د استادانو د استازی په ټوګه ، د کابل  پوهنتون د استاذانو  د اتحادیی  غړی  شو او  بل  ځل  د  دغی اتحادیی د عالی شورا په مرستیالی انتخاب شو او په میړانه به یی  د استاذانو او شاګردانو  او بالوسیله  د هیواد  د خلکو  د  دموکراتیک  حقونو او غوښتنو  دفاع  کوله . 

 په  دی ډول  دوکتور سعید افغاني  په دی مرحله کښی هم  دیو عالم ، استاد او مولف  په  ټوګه  د  تدریس ، تالیف او لیکنو کار کاوه او هم د یوه با  درده  با احساسه  وطنپال  په ډول  د ملی دموکراتیک  نهضت په ګټه د پوهنتون په سیاسی او صنفی فعالیتونو کښی مثبت  رول لوباوه .

د سلطنت د سقوط نه وروسته د سردار محمد داود په جمهوریت په وقت  کښی ،  د دکتور سعید افغاني ،  په  ستره محکمه کښی په قضایی او علمی  چارو او مطالعاتو بوخت و .

 په همدی کلونو کښی ، دوهم ځل لپاره  د خدای کورته ولاړ . هغه د لومړی  ځل د حج  فریضه ، په هډی کښی د اوسیدو په وخت ،  په ځای کړی وه .

لیکنـي :

 دوکتور مولوی سعید افغاني ، د خپلی لیکوالی په څلو یښت کلنه  دوره کښی ، په پښتو ، دری او عربي  ژبو ګڼ  شمیر مقالی لیکي دی ،  پخپله ده ،  دخپلو کتابو  شمیر  « وه دیرش»  او  مقالو شمیر له  « یونیم  زورونه »  زیات تخمین  کړی دی .  

دغه مقالي د هیواد په  خپرونو : ننګرهـار ، اصلاح ، انیس ، هـیواد او پامیر  په  ورځپاڼو ، ننګرهـار ، کابل ، عرفان ، پيام حق او قضا مجلو ،  د افغانستان او مصر په راډیو ګانو ، په مذهبي ، فلسفي ، اجتماعي ، سیاسي او تاریخي موضوع  ګانو باندی خپری  شوی دی .

وفـات :

 د « ۱۳۶۳ »  د حوت  په اوومه ، د « ۱۹۸۵ » د فبروری  ۲۵ مه ،  د افغانستان  د  طبی عـلو مو اکــادمی   په  روغتون   کښی  ،  د  دوکتور  مـولوی  محمد سعید « سعید افغاني »  مهربان ، خواخوږي  او تپاند  زړه  ودرید . 

 په سبايی په  کابل کښی ،  د جابر انصار علیه الرحمهّ  مزار  تر څنګ   دشهدای صالحین  په  هدیره کښی په در ناوی  خاورو ته و سپارل شو .

د جنازی په مراسمو کښی  دولتی شخصیتونو ، د کابل  د ښار علماء و ، روحانیونو،  لیکوالو،  استادانو ، شاګردانو،  د اسلامی  شئونو،  د علمأو او روحانیونو  دشورا، د علومود اکادمی او دلیکوالو داتحادیی غړو، او په سلګونو دوستانو او علاقه مندانو برخه اخستی  وه .

او د دی ستر ضایعه په مناسبت زمونږ دهیواد او دوستو هیوادونو  مذهبی او روحانی  ټولنو ،  د پښتو ، دری  او عربی ژبو  د لیکوال ، مولف او خطیب ، دینی عالم  او اجتماعی شخصیت په مړینه د خواشینی  او تسلیت  پیغامونه  استولی  دی  .

 دوفات د تاریخ  قطعه :

 دغه قطعه ما لیکی ده  او د دوکتور سعید افغاني  د شناختی د مرمرو په ډبره کنیدل شوی ده :

په لــوستلو  ، لــــو لــو لــو  او لیکـــلـو ــ   د پـو هنــی  د  ډ یــو ی  لانــدی  کـــارونــه     فضــیلت  او شــرافــته  سره تـــیر شــول ــ   په( دوکتورسعید افغاني ) دری شپیته کلونه

« دوکتور سعید افغانی »  د ابجد په حساب « ۱۹۲۲»  کیږی ، چه دا د نوموړی د تولد  میلادي  کال  دی . هغه « دری  شپیته کلونه  »  ژوند تیر کړي  دي  چه د اسلام د پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و سلم  د ژوندانه له  کلونو  سره برابر دی .

 چه پر « ۱۹۲۲ »  باندی « ۶۳ »  واچوو بیا نو  « ۱۹۸۵ » تري  جوړیږي  او دایې  د وفات  میلادي کال  دی .

لنډیـز :

 په دوکتور سعید افغاني  باندی ، د هغه  د ژوندانه کلونه ، په  لوستلو ، تدریس کولو ، لیکلو ، تالیف ،  موعظو او خطابو  تیر شو ،  هغه به  دسولي ، امنیت ،  تفاهم ، دوستي ،  وروري ، برابري ، اجتماعي  عدالت او انساني کرامت لپاره په  دم ، قدم او قلم مبارزه کوله .

دی پسی و چه د هیواد ملایان ، د علم طالبان او نورو خلک د نوی  ژوندانه  په  مترقي  لارو چــارو پوه او منور ځوانان  او روښانفکره زلمیان د دیـن له  مبادیو  سره آشنا شي  او د ملی فرهنګ او دیني اخلاقو رعایت وکړی .

هغه یو ملي  ، مترقي ، مذهبي شخصیت و چه تل د خلکو او اولس د ضرورت غوښتنو د ملاتړ  په لیکو کښی دریدلي دی . په زلمیتوب کښی یی د ویښ زلمیانو له هدفونو څخه روحیه اخستی او دهغو ننګه یی کړی ده .  په سفر کښی یی  د خپل  هیواد  تاریخي  او فرهنګي  ویاړنی  نورو اولسونو ته معرفي  کړی دی .

د ژوندانه  د پو خوالې  په عمر یی  د هیواد د خلکو د ملی  دموکراتیک  غور زنګ  ملاتړ کړی دی او د دین  د حقیقتونو د ځرګندولو په  ذریعه یی  هغه  ارتجاعي   دسیسي افشا ء  او  شنډی کړی چه زمونږ د خلکو ، وطن او نهضت په ضد وی .

د ژوند  د پای په کلونو کښی یی  د سراسری  سولي او امنیت او ملي  روغي  جوړي  د تامین  لپاره یی  هڅه کوله ،  په هیــواد او نړی  کښی یی  سوله  او تفاهــم  غوښت او  کاریی   ورته  کاوه ...

خدای  دی یی  وبخښي

عبدالله بختاني « خدمتګار »

 

 
 

مؤسس و مسؤول
سایت
محمد مهدی بشیر

سال تأسیس

۴ میزان ۱۳۸۶

  خورشیدی

26  سپتامبر 2007

  میلادی

Tel:0031644388706

spacer

spacer