.
spacer
مطالبی که در این صفحه نشر میشود عقاید نویسنده گان محترم آن است و نظر ۲۴ ساعت نمیباشد.
 
spacer
spacer
صفحه اول
افغانستان
سیاسی
تبصره بر خبر
معرفی چهره های فرهنگی
کتاب و کتابدوستان
مقالات جالب و پژوهشی
گفتگو ها
بیان حقایق
مسایل جهان و منطقه
طنز،نورانی ،ترجمان، بشیر
نمایشنامه ها
طنز
کارتونهای هژبر شینواری
آثار هنری بشیر بختیاری
باچه آزره تقدیم میکند
داستان
دنیای شعر و شاعران
اشعار حاجی محمد کاظمی
اشعار مرحوم استاد صابر هروی
اشعاراستاد غلام حیدر یگانه
اشعار قیوم بشیر
اشعار حشمت امید
اشعار انجنیر حفیظ اله حازم
اشعار نورالله وثوق
اشعار سجیه الهه احرار
اشعار فریده اکبری
اشعار صالحه وهاب واصل
اشعار محمد اسحاق " ثنا "
اشعار خواجه عبدالله احرار
اشعار نعمت الله پژمان
اشعار ودود فضلی
اشعار زهره صابر «هروی»
اشعار ظفر خان " اهتمام "
اشعار همایون شاه عالمی
اشعار و نوشته های سید محمد اشرف فروغ
جوانان
کودکان و نوجوانان
از دفتر خاطرات
معرفی کتابهای جدید
فرهنگ مردم
لهجه ها و اصطلاحات محلی
با کشور تان آشنا شوید
به مشکلات مردم توجه کنید
نقد بر کتاب ،مقالات، فلم و..
زن و زندگی - زن و مشکلات
جالب و خواندنی
مشاهیر جهان
هنری و فرهنگی
گزارشهای ولایتی
مطالب انتخابی و ارسالی شما

دوستان و نویسنده گان گرامی!

درصورتیکه خواسته باشید نوشته های تان در این سایت نشر شود میتوانید بعد از تیپ کردن آنرا از طریق

Word

به این ایمیل آدرس

mehdibashir@gmail.com

بفرستید

سایت ۲۴ ساعت از شما و در خدمت شماست.

استفاده از مطالب سایت ۲۴ ساعت با ذکر مأخذ آن آزاد است و ممانعتی ندارد

سایت ۲۴ ساعت را به دوستان تان ایمیل کنید تا آنها هم در مورد آن اظهار نظر کنند

قابل توجه نویسنده گان محترم !

مطالبی که برای نشر میفرستید و میخواهید که بنام مستعار نشر شود بهتر است خود را برای سایت ۲۴ ساعت معرفی کنید تا نوشته تان طبق میل تان نشرشود.

 

 
سوله او تفاهم د سعید افغاني له نظره !

لیکونکي :  محمد رحیم « یو سفي »

سوله او تفاهم د سعید افغاني له نظره !

د نشر نیټه : ۲۵ فبروری ۲۰۱۱ میلادی ـ کال

 که څوک د مرحوم مولانا ډاکتر سعید افغاني  د ۶۳ کلن ژوندانه د کتاب پاني و لټوې او هغه یو په بل پسی و لولی ، نو ورته ثابته به شی چی دغه پیژندل شوی او متبحر عالم  تل د سولي،  تفاهم ، آرامی او ورور ګلوی اساساتو او بنسټونو  د تشریح او توضیح په خاطر  هلی ځلی کړی .                      ده نه یوازی دا چی سوله او تفاهم یی په دیني او مذهبي لحاظ څیړلی ،بلکه په خپله سیاسي ،اجتماعي او فرهنګي  هنداره کی یی  د هغي سکیچ هم ترسیم کړی دی .

مولانا سعید افغاني  یوازی  ملا امام ، خطیب او دیني مدرس نه وه ،   بلکی دی هغه  شخصیت  و چی په سیاسي ډګر کی هم د چا څخه  وروسته ندی پاتې شوی . د فقیرانو ، غریبانو او نورو مصیبت څپلو اولسونو د اخلاصون په  خاطر یی  د کورنې ارتجاع  او نړیوال  کړکیچ   پر ضد د  مبارزی بیرغ  د تل لپاره رپاندی ساتلی  دی .

ده جنګ نه  خوښاوه !  او پردی یی  ټینګه عقیده  در لوده : « چی  کیدای شی  ټولی لانجی او کشالی د سولي ،  تفاهم ، استدلال ، منطق او خبرو له لیاره حل شی  .

 ده به همیشه ویل چی :   « دسیمی او د نړی موجوده  وضع ،  سولي  او آرامي ته ډیر  قطعی او ستر ضرورت لری ،  تر څو ونه شی چی  ذروی قاره پیما راکټونه د اټو می ، نیوترونی او هستوی  بمونه استعمال او د انسان حیوان او نبات ژوند په ځمکه  کی پای ته  ورسوی .

ژوند په سماوی او وضعی ادیانو کی تقدس لری ،  او دهغی مراعاتول او دوام د عاقل او مکلف انسان دنده  شمیرل کیږی  .  له همدی امله ده  چی  د اسلام سپیڅلی  دین ؛   سولي  او آرامي  ته  ډیر زیاته پاملرنه او په هغی  باندی یی  اسرار کړیدی ، هغه یی  تاییده او ټینګار یی  پری  کړیدی.

دښمنی او عداوت ته یی  بد ویلی دی ..  سوله د جنګ څخه بهتره ګڼي او دهغوی پلویان په ګډ ه سره سوله ایز ژوند او ترقي ، سولي او آرامي   پوری مربوط   ګڼی . »

د  مرحوم  مولانا  فکر یوازی  پدی کی  منحصر نه و پاتی ،   چی  ګوندی په هیواد کی  دی  د  سولي انساني  او اسلامي اصل ته د منطق پر بنیاد جدی  پاملرنه  وشی .  بلکه ده  به دا د تل لپاره د خبرو د تکیه کلام په څیر  زمزمه  کوله چی :

«  د نړی موجوده  وضع  د دا رز پیدا شو لانجو او کشالو له  پلوه  د ترحم او  پاملرنی  وړ ده  .  باید نړیوال  ستر قدرتونه خپلو کړو وړو ته په جدی  توګه  متوجه  اوسی  تر څو د  وسله والو  سیالیو په نتیجه کی  ژوند او ژوندیو  موجوداتو ته  خاتمه  ور نکړای  شی . »

ډاکتر سعید افغاني لیکی :  « د  سولي  او آرامي  د آواز پورته  کول  زمونږ  د زماني   ستر ضرورت بلل کیږی .  دی وایی :   باید  وویل  شی  چی  زمونږ  ټول  خلک  سوله  غواړی .

مګر ؛ څنګه به  وکولای شی  چی سوله  او آرامي   منځ  ته راوړی .

دا  کار غور او  پلټنه  غواړی  ، زما  په  نظر د  موضوع  په باخبرو شخصیتونو ، د ڼړی  د پوهانو  او زمونږ د قبایلو په مشرانو  پوری اړه لری  چی  د خپل  رسم او رواج  او عنعناتو له  مخی  زمینه مساعده کړی .
چی خاص او خاص د جهان ، افغانستان او د حضرت انسان د سعادت او نیکمرغی په  خاطر  پرته له شخصی اغراضو څخه  د  حسن تفاهم ،  تعـقل ،  نیک تدبیر او منطــ‎قي  استدلال  پواسطه حقیـقي  او واقعي  سوله او آرامي  منځ ته  راوړی . 

د زمانی  اړ تیاوی ایجابوی چی  ټول قشرونه او خبیر اشخاص د غوڅ  شوو پیوند ونو په لټه کی شی تر څو  د سوله ایزی او آرامي   فضا د راتګ په برخه کی  یو مساعد  فرصت  تر لاسه او  خپلی هڅی پیل  کړی . »

مرحوم سعید افغاني   د سولي  د لاری واقعي  مبلغ  و . ده خپل نظر په هر ه غونده ، محفل او مجلس کی په خورا صراحت سره څرګنده کړی  دی . دی لا په هماغه وخت کی پدی عقیده وو چی ملی روغه جوړه کولای شی د افغانانو تر منځ  پل  شی او بالاخره د تفاهم  پواسطه هر نوع  لانجی  د  کلی  څخه نیولی بیا تر علاقه داری ، ولسوالی ، ولایت ، ښار ونو او آن  تر مملکته پوری  حل  و فصل کړی .

ده به ویل چی :  «  ولی افغان  د افغان ، انسان د انسان او مسلمان د مسلمان پواسطه  ووژل شی او ولی  پر انسانانو جنګ تحمیل  شی .  وروروژنه ، وینه تویونه ، قتل و قتال ولی  زمونږ  په  تاریخي او سرلوړی افغانستان کی را پیدا شوی ، او ولی ؛   پای ته نه رسیږی!!!

 ده په هیواد کی د جنګ د پای ته رسیدلو په خاطر لاری چاری لټولی او خپلو افکارو ته یی پدی برخه کی پخپلو  لیکنوکی  انعکاس ورکړیدی .

 ښه می  په یاد دی  چی  د ۱۳۶۳کال   د کب   د میاشتی  اومه  نیټه چی  د ده  د مړینی د ورځی سره  مصادفه ده  او مولانا صاحب د افغانستان د طبی علومو په اکادمی  کی  بستروو ،  او ناروغی  دومره کم زوری کړی و چی حتی  په بستر کی به هم  په ډ ډه  نشو او وښتلای ،  اما :‎؛  قلم یی  پلاس کی  و او د خپل کتاب ډیر و روستی  پروف یی  پخپله تصحیح  کاوه .

باور وکړی چی  دوه ساعته یی  مرګ ته پایی  و ،  چی ما ورسره یو ځای  پروف لو ستل او هغه یی تصحیح  کول . د ده دغه لیکنه هم  د سولي   او آرامي   د تینګښت او د جنګ پر ضد وه . 

و یاړ او افتخار په  هغه انسان چی د خپل خوږ ژوند  ډیری وروستی  شیبی هم  بشر او بشریت ته  په خدمت کی  تیری  کړی .

ډاکتر سعید افغاني نن زمونږ په منځ کی نشته  مړ دی ، مګر؛   د ده کار نامی  د ده روح  د تل  د پاره ژوندی ساتی  .   د ی د  سولی د لاری  ښه مبلغ  و خپل  ټول اثرونه یی  په هیواد او نړی کی  دسولی د ټینګښت په  خاطر لیکلی  دی .  د «  صلح  و آرامش از دیدګاه اسلام ،  خطر جنګ هستوی  او پلار وطنه  ملی جبهه یاد  دلته  د ټو لنیز و ستونزو د حل لیار ، او نور... »  کتابونه یی  چاپ او نوری  په سلګونو مقالي  او مضامین یی د هیواد په مطبوعاتو کی چاپ  شوی او نشر ته  سپارل  شوی  دی .

ده  نه یووازی په هیواد کی سوله غوښتنه بلکی د نړیوالی سولی د تامین په خاطر یی هم خپل شفاهی  او تحریری تبلیغ  ژوندی ساتلی وو  او په خپله یوه رساله کی داسی  لیکی :

« زه باور لرم چی دا موجوده نا آرامي   په جهان کی وخامت پیدا کوی او د ذروی جګړی  د رامنځ ته کیدو احتمال حتمی  کوی . پس ؛  سوله د  درستو شخصیتونو ډنده  ده  چی  یوه ثانیه او یوه دقیقه هم فرصت له لاسه ورنکړی ، بلکه په ډیر زیات سرعت سره د ښه تفاهم وسایل او زمینه مساعده کړی ، هغه په کار واچوی او د سولي  او آرامي   په لیار کی خپل کار او خدمت سخت کړی . »

داځکه چی نوموړی د سولی دموکراسی او ټولنیز عدالت په ټینګښت کی د قدر وړ خدمتونه کړی وه ، او هرڅوک چی  د خدای « ج » د مخلوق په وړاندی خپله دینی او دینوی وجیبه په خورا صداقت سره تر سره کړی  د تل له پاره  د ستایلو وړ دی .

محترم عبدالله خدمتګار « بختاني » په خپله یوه رساله کی چی د مرحوم ډاکتر سعید افغاني د تلین په مناسبت چاپ  او نشر ته سپارلی ده ،  د دی اثر په ډیرو  لو مړنیو لیکوکی لیکی :

«  دوکتور  سعید افغاني  زمونږ د هیواد مشهور عالم ، لیکوال ،  مولف ، استاد او اجتماعي شخصیت و چی تل یی  د سولي ، ترقي ،  وروري ، برابري او تفاهم  لپاره مبارزه  کوله ، د  دی  نو میالي  پوه  دروند  نوم هم  په وطن کی  او هم نړی  په نورو هیوادونو کی  خپور او مشهور  دی . »

د مولوی محمد سعید افغاني د ژوندانه زیات کلونه په تدریس ، لیکلو ، تالیفاتو ،  موعظو د خطابو په لیکلو او تبلیغاتو کی تیر شول ، دی یو ملي ، مترقي ، مذهبي  شخصیت و چی تل د خلکو  د ضروری غوښتنو  د ملاتړ  په لیکوکی دریدلی  دی .

مرحوم ډاکتر و چی د افغانستان د دیني علماو او روحانیونو په تنظیم  کی یی  ستر رول  ولو  باوه . د د هیواد هر عالم او روحاني   شخصیت چی به ده ته مراجعه کوله نو د ده  نصیحت دا و چی :

« سولاه  تبلیغ کړی ، حق  ووایی ، په قرآني آیاتونو او نبوي احادیثو باندی  په اتکا ء سره دوستي ، ورورګلوي ، عدالت ، برابري او د انساني کرامت  دخوندې  ساتلو اساس  تشریح کړی . ځکه د هیواد ټول قشرونه و طبقې  تاسو ته  مخ  د راوړی ، تا سو د پیغمبرانو  د برحقو وارثانو په څیر خپل ملي ، وطني او تاریخي  رسالت  تر سره کړی ، »

هرکال د حوت اومه چی د مرحوم سعید افغاني د مړیني په مناسبت تجلیلیږی او د ده په باب عالمان او پوهان نظریات څرګند وی  ،  نو ماته د ده همدا نصیحت په مخکی مجسم کیږی چی  ویل  به یی :

« په سولی او تفاهم  سره کیدای شی  زمونږ  هیواد پر مختګ  وکړی ، جنګ پر ته  له  فقر او غربت څخه زمونږ  هیواد والو ته  نور څه شی  نشي   بخښلای . »

محمد رحیم « یو سفي »
 
 

مؤسس و مسؤول
سایت
محمد مهدی بشیر

سال تأسیس

۴ میزان ۱۳۸۶

  خورشیدی

26  سپتامبر 2007

  میلادی

Tel:0031644388706

spacer

spacer