.
spacer
مطالبی که در این صفحه نشر میشود عقاید نویسنده گان محترم آن است و نظر ۲۴ ساعت نمیباشد.
 
spacer
spacer
صفحه اول
افغانستان
سیاسی
تبصره بر خبر
معرفی چهره های فرهنگی
کتاب و کتابدوستان
مقالات جالب و پژوهشی
گفتگو ها
بیان حقایق
مسایل جهان و منطقه
طنز،نورانی ،ترجمان، بشیر
نمایشنامه ها
طنز
کارتونهای هژبر شینواری
آثار هنری بشیر بختیاری
باچه آزره تقدیم میکند
داستان
دنیای شعر و شاعران
اشعار حاجی محمد کاظمی
اشعار مرحوم استاد صابر هروی
اشعاراستاد غلام حیدر یگانه
اشعار قیوم بشیر
اشعار حشمت امید
اشعار انجنیر حفیظ اله حازم
اشعار نورالله وثوق
اشعار سجیه الهه احرار
اشعار فریده اکبری
اشعار صالحه وهاب واصل
اشعار محمد اسحاق " ثنا "
اشعار خواجه عبدالله احرار
اشعار نعمت الله پژمان
اشعار ودود فضلی
اشعار زهره صابر «هروی»
اشعار ظفر خان " اهتمام "
اشعار همایون شاه عالمی
اشعار و نوشته های سید محمد اشرف فروغ
جوانان
کودکان و نوجوانان
از دفتر خاطرات
معرفی کتابهای جدید
فرهنگ مردم
لهجه ها و اصطلاحات محلی
با کشور تان آشنا شوید
به مشکلات مردم توجه کنید
نقد بر کتاب ،مقالات، فلم و..
زن و زندگی - زن و مشکلات
جالب و خواندنی
مشاهیر جهان
هنری و فرهنگی
گزارشهای ولایتی
مطالب انتخابی و ارسالی شما

دوستان و نویسنده گان گرامی!

درصورتیکه خواسته باشید نوشته های تان در این سایت نشر شود میتوانید بعد از تیپ کردن آنرا از طریق

Word

به این ایمیل آدرس

mehdibashir@gmail.com

بفرستید

سایت ۲۴ ساعت از شما و در خدمت شماست.

استفاده از مطالب سایت ۲۴ ساعت با ذکر مأخذ آن آزاد است و ممانعتی ندارد

سایت ۲۴ ساعت را به دوستان تان ایمیل کنید تا آنها هم در مورد آن اظهار نظر کنند

قابل توجه نویسنده گان محترم !

مطالبی که برای نشر میفرستید و میخواهید که بنام مستعار نشر شود بهتر است خود را برای سایت ۲۴ ساعت معرفی کنید تا نوشته تان طبق میل تان نشرشود.

 

 
د کرکټ ملي لوبډله هیواد ته بریالۍ راستـنه شوه

ظفر خان اهتمام
ظفر خان اهتمام
ظفرخان «اهتمام»

    د کرکټ ملي لوبډله

                           هیواد ته

    بریالۍ راستـنه شوه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په هغو لوبو کې چې د تانزانیا ، ایټالیا، هانګ کانګ، جرسي، او پی جی د ټیمونو په ګډون د تلې په دیارلسمه نیټه پيل شوې وې ګډون کړی ؤ، په دې سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ایټالیا د کرکټ ټیم ته ماته ورکړه دغه سیالۍ چې د تلې په شلمې نېټې د افغانستان په وخت د شپې په شپږو بجو د تانزانیا په هیواد کې پای ته ورسیدې، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د دري نوي رنزو په اخیستلو د ایټالیا هیواد ته ماته ورکړه او په دې بریالیتوب ددغو لوبو دریم پړاو ته چې درې میاشتې وروسته به په ارجنټاین کې د شپږو هیوادونو په ګډون ترسره شی لاره ومونده. او له دی سره یې د ۲۰۱۱م کال نړیوالې اتلولۍ سیالیو د تیاریو دریم پړاو او په تانزانیا کې د څلورم پړاو د روانو سیالیو پایلوبو ته لاره پیدا کړه د یو بل خبر له مخې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دهانګ کانګ ټوله لوبډله په ۱۲۲ منډو وسوځوله او د ۲۰۱۱م کال د نړیوالو کرکټ اتلولیو د غوراوي څلورم پړاو یې وګاټه .

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې

دا دویم پرله پسې ځل دی چې افغانستان د کرکټ اتلولیو د غوراوي پړاو ګټي . څو میاشتې وړاندې یې په جرسي کې هم  د غوراوي پنځم پړاو ګټلی و . په دې لوبه کې افغانستان د پچی له ګټلو وروسته لومړی خپلو منډو ته ملا وتړله او ټوله لوبډله یی په وروستي اوور کې په ۱۷۹ منډو وسوځیدله . د افغانستان له لوري رئیس احمدزي ۴۹ او کپټان نوروز منګل ۴۰ منډې وکړې او سمع شینواري په کې ۲۳ منډې وکړې  په ځواب کې دهانګ کانګ پیاوړې لوبډله یوازې په ۱۲۲ منډو وسوځېدله .

محمد نبی عیسی خیل د۷۰ منډو په جوړولواودهانګ کانګ دپنځو لوبغاړو په سوځولوډیرزیات ښه ؤځلېد، په نهو اوورونو کې یې یوازې ۹ منډې وکړې او د هانګ کانګ څلور لوبغاړي یې وسوځول . حمید حسن او هستی ګل هم دوه  دوه کسان وسوځول هانګ کانګ په تیرو څو کلونو کې درې ځله له افغانستان څخه لوبه ګټلی وه او دوه ځله یې افغانستان د آسیا د کرکټ اتلولیو له لوبو راګرځولی ؤ پر افغان لوبغاړو د هانکانګ سیوری خپور ؤ، او پرله پسې ماتو دوی مایوسه کړي وپه اول کې اوس هم دهانګ کانګ ۲۰۶ منډې ډېرې ښکارېدې ځکه چې هم افغان منډه جوړونکي تر اوسه ښه نه ؤ ځلېدلي او هم د هانګ کانګ بالران ډیر پیاوړي ؤ  خو په دی سیالیو کې   هانګ کانګ ته دوه ځلی  په نیمه فاینل او فاینل کې ، په  بشپړې ماتی ورکولو سره د افغانستان لوبډلی پرې خپل زړه يخ کړ او،ؤیې ښودله چې تر دې ګړۍ دوی نه ماتېدونکی دي د ۲۰۱۱م کال د کرکټ نړیوال جام ته د نږدی کیدو ۍ په څلورم پړاو کې افغانستان د سیالیو ټولې لوبې وګټلې او په دې توګه یې له څلورو لویو وچو څخه دنړۍ شپږو هیوادونو ته ماته ورکړه .دکرکټ د ټیم روزونکي کبیر خان په تانزانیا اوملي لوبغالي کې وویل: دا لوبډله ډیره قوی اودپیاوړي عزم اوتمرین لرونکې ده هیڅکله به ماته نه شي اوپه راتلونکي کې به هم  مغلو به نه شي او غالبه به وي .

د یو بل خبر له مخی د تلې په دوه ویشتمه نېټه په هغه غونډه کې چې د ولسی جرګې جوړه شوه د ولسي جرګې رئیس  د تانزانیا په لوبو کې د هیواد د کرکټ ټیم داتلولي له کبله د افغانستان خلکو ته مبارکي وویله د افغانستان دکرکټ د لوبډلی بریالیتوب یې  د کرکټ نړیوالو لوبو ته د لارې مندلو له پاره ارزښتناک ګام وباله .

د کرکټ دغه ملي لوبډله د تلې په ۲۳تمه نېټه له غرمې مخکې د کابل هوایی ډګر ته راورسیده د افغانستان د جمهور رئیس د هدایت سره سم یی ښه اوتود  هرکلی وشو،هوایی ډګر ته د دولت ځینې لوړ پوړي چارواکي د ملي شورا یو شمیر غړي د المپیک د ملي کمیټې غړي او ګڼ شمیر کابل ښاریان ورغلي و. په زرګونو تنو کابل ښاریانوپه هوایي ډګر او د هوايي ډګرد لارې په اوږدوکې د بریالیو لوبغاړودهرکلي له پاره لیکې جوړې کړې وې  لوبغاړوته یې د لاسونوپه خوځولو او دګلونو په شیندلوښه راغلاست او هرکلی وکړ. د هرکلی  په وخت کې د ترانسپورت او هوایې چلند وزیر دکابل په نړیوال هوایې ډګر کې ژمنه وکړه  : چی د کرکټ ملی ټیم غړی به د دغه وزارت په لګښت د بیت الله شریف زیارت ته استوی . د کام ایر هوایې شرکت یو تن چارواکې وویل : د کرکټ ملی ټیم ته د پنځو زرو ډالرو په ورکولو سر بیره د کرکټ ټیم به دتفریح له پاره قزاقستان ته استوی . همدا رنګه هوایی ډګر څخه تر غازي لوبغالی سړک  د مبارکۍ په شعارونواو د افغانستان په  ملي بیرغونوښکلی شوی ؤلوبغاړي په سرلوڅو موټرونوکې غازی سټډیوم ته  چې دهرکلي غونډه په کې  جوړه شوې ؤ ورسېدل  په غونډه کې ځینوچارواکواو د پارلمان وکیلانو د دوی د اتلولۍ له امله دوی او د افغانستان ملت ته مبارکی وویله او ددوی د لا بریالیتوب هیله یې  وکړه .

 
 

مؤسس و مسؤول
سایت
محمد مهدی بشیر

سال تأسیس

۴ میزان ۱۳۸۶

  خورشیدی

26  سپتامبر 2007

  میلادی

Tel:0031644388706

spacer

spacer