 ظفر خان اهتمام
اخـتـر
ظفرخان« اهتمام»
۱۵ - ۱۱ - ۲۰۱۰
ول ول زلفې زنګېږي د لیلې منګولې سرې دي
اختر د ه خوشالي د ه هره خوا جـوړې مېلې دي
زلموکړې شملې پورته،انـجـونو ایښي دي نکریزی
ټالونو کې کوچنیا ن څه ښایسته ښکلې بشرې دي
هر خوا خواږه بویونـه شرمېږي تـرې ګلونــه
سپرلي کې بل سـپرلی دی دګلـونـو نـــنـدارې دي
که ځوان د ه اوکـه زوړ که پېغلـه د ه کـه ووړ
جلبل کړي رنګـن بـرېښي دښا یست بلې ډیوې دي
کړاو او تو پیر نشته داختر لویه خوښي د ه
په خوار او شتمن دواړو د خوښۍ څپې خوّرې دي
بلبل او توتکۍ راوړی ښه زېری په نغمــو کـې
د مېنې يه حرّم کې « اهتمـامـه » زمـزمې د ي
ظفرخان« اهتمام»
|