.
spacer
مطالبی که در این صفحه نشر میشود عقاید نویسنده گان محترم آن است و نظر ۲۴ ساعت نمیباشد.
 
spacer
spacer
صفحه اول
افغانستان
سیاسی
تبصره بر خبر
معرفی چهره های فرهنگی
کتاب و کتابدوستان
مقالات جالب و پژوهشی
گفتگو ها
بیان حقایق
مسایل جهان و منطقه
طنز،نورانی ،ترجمان، بشیر
نمایشنامه ها
طنز
کارتونهای هژبر شینواری
آثار هنری بشیر بختیاری
باچه آزره تقدیم میکند
داستان
دنیای شعر و شاعران
اشعار حاجی محمد کاظمی
اشعار مرحوم استاد صابر هروی
اشعاراستاد غلام حیدر یگانه
اشعار قیوم بشیر
اشعار حشمت امید
اشعار انجنیر حفیظ اله حازم
اشعار نورالله وثوق
اشعار سجیه الهه احرار
اشعار فریده اکبری
اشعار صالحه وهاب واصل
اشعار محمد اسحاق " ثنا "
اشعار خواجه عبدالله احرار
اشعار نعمت الله پژمان
اشعار ودود فضلی
اشعار زهره صابر «هروی»
اشعار ظفر خان " اهتمام "
اشعار همایون شاه عالمی
اشعار و نوشته های سید محمد اشرف فروغ
جوانان
کودکان و نوجوانان
از دفتر خاطرات
معرفی کتابهای جدید
فرهنگ مردم
لهجه ها و اصطلاحات محلی
با کشور تان آشنا شوید
به مشکلات مردم توجه کنید
نقد بر کتاب ،مقالات، فلم و..
زن و زندگی - زن و مشکلات
جالب و خواندنی
مشاهیر جهان
هنری و فرهنگی
گزارشهای ولایتی
مطالب انتخابی و ارسالی شما

دوستان و نویسنده گان گرامی!

درصورتیکه خواسته باشید نوشته های تان در این سایت نشر شود میتوانید بعد از تیپ کردن آنرا از طریق

Word

به این ایمیل آدرس

mehdibashir@gmail.com

بفرستید

سایت ۲۴ ساعت از شما و در خدمت شماست.

استفاده از مطالب سایت ۲۴ ساعت با ذکر مأخذ آن آزاد است و ممانعتی ندارد

سایت ۲۴ ساعت را به دوستان تان ایمیل کنید تا آنها هم در مورد آن اظهار نظر کنند

قابل توجه نویسنده گان محترم !

مطالبی که برای نشر میفرستید و میخواهید که بنام مستعار نشر شود بهتر است خود را برای سایت ۲۴ ساعت معرفی کنید تا نوشته تان طبق میل تان نشرشود.

 

 
کاشکې !

د دوکتور محمد سعید  «  سعید افغاني  »  لیکنه

کاشکې !

علامه دوکتور محمد سعید « سعید افغانی»
علامه دوکتور محمد سعید « سعید افغانی»
رښتیا بشر د احتیاج ،  مشکلاتو او تنګسو د خلاصون  په هڅه  دغارونو  او سمڅو څخه را ووت او بر ، بحر او هوایی تسخیره کړه ،  نوی  نوی  اختراعات  او اکتشافات یی  مینځ  ته  راوستل  او  ډیر  داسې  کارونه یی  وکړی  چي  پرون  نه کیدونکي  ښکاره  کیدل .

دنیایې  رڼا کړه او د خوند ، رنګ او شرنګ جهان  یې  جوړ کړ !

علمي ، صحي ، اقتصادي ، اجتماعي ، سیاسي ، تخنیکي ، زراعتي ، دفاعي  ، مواصلاتي ، مخابراتي  اونورو  ډیرو حیرانونکو پر مخ  تګونو سره  مخامخ  شول  او لیا  نورهم  د  فعالیت  او مسابقي  په  ډګر کښې  د راتلونکو نوو ابتکاراتو  هیله لری ،  هڅه  کوی او  د  جدیت او فعالیت  په میدان  کښې پاخه قدمونه  پورته  کول  غواړي  او .... . خو کاشکې !!!

کاشکې :  چی   دا  شریف  انسان  ،  دی  زړه لړزونکو  ټکرونو ، تصادمونو  او تضادونو  سره  نه مواجه  نه  کیدلې .

کاشکې : اخلاقي  معیار ښه ، په زړه  پورې  په خیال او نظر کښې  نیول  شوی  وای ،  او  په  دغه اساس  ژوند  عیار ، او یو تربله  د لورنې  ژوند  پوره  مطمین  وی .

کاشکې : په ختیځ او لویدیځ  کښې  یو جهاني  عادلانه  حکومت  او نظام  جوړ شې  او بی له  هیڅ  ډول ناروا فشار  او غولولو څخه  بشري  طاقت په کار واچول  شي .

کاشکې : د  مساوات او  برابری  اصلي  او اساسي  اصول  د  خلکو  د استعدادونو  او امکانیاتو  په اساس  عادلانه  تطبیقیدلې .

کاشکې : استعمماري  او استثماري  مفکوري او دسیسي  په  ټولو رنګونو له مینځه تلی وی ، زور زیاتې  ، باداري  او اقایي  نه وې .

کاشکې :  سیاسي   مانورو او تکتیکو نو او حربي  وسلو او سامانو نو د  خلکو  ژوند  دویرې   او تشویش  سره نه وی مواجه  کړي   او په دغه لیاره کښې  ګذاف مصارف  د فساد په ځای د  بشر د ارتقاء او ارامې  په لیاره کښې  صرفیدلې .

کاشکې :  احتکاري او انحصاري  جدیت  او فعالیت  نه وی  روان  او د پیداوارو  او تولیداتو  څخه عادلانه استفاده  کیدلې .

کاشکې : د جنګ ، جدال ، شقاق  او منفی اختلاف په ځای  دمیني  ، محبت او مرستي دنیا  جوړه شي  او د غدر ، خیانت ، ظلم ، استبداد ، حسد او کیني  ځای  ورورولي  او عاطفه ونیسي .

کاشکې :  د  دنیا  ټولې  شاړې  او میرې ابادې او ثروتی  منابع  او مدارک  د عادلانه  استفادې  وړ ، علم ، فن ،  تحنیک  او د بشر د صحت ، سلامت ، ارامي او اطمینان لپاره استخدام  شې .

کاشکې :  نژادي  تو پیر له مینځه لاړ شي   او خانداني  تفوق او امتیازات  نه  وي .

کاشکې :  ناوړو  رسمونه ،  رواجونه  او عادات  نه  وي   او نه  د حق  او حقانیت  اثبات په  دغه  مقیاس  کیدلې  . هو :  ارمان  چی که  د حق او حقیقت  د معرفت  لپاره  اساسی  او بنیادی حرکت د واقعیت  بینی  په مدار څرخیدلې .

کاشکې : دخلکو له قوا او څخه استفاده  د استعمار ، استثمار ، غلامې او بردګې  په چم  نه وی .

کاشکې : د علم ، فضل ، تعلیم ، تربي او ښوونې  په پروګرامونو کښې  د اغفال آلوده آمال او اغراض د خل  نه در لو دلې .

کاشکې : حدود او سرحدونه  د انسان  او انسانیت  پر مخ  خلاص  وې  او د  جاسوسي  او تخریباتو  ویره او ډار نه وې.

کاشکې : د خیر ، فضیلت او تقوی لپاره کار د ریایي  تلو ثاتو څخه خلاص وی ،  د تزویر  دامونه او جالونه  نه وی او نه ظواهر و باندی  د غولوونکو صحنو چلیدل ؛ د مایوسی ، نا امیدی او بد ذهنیت د پیدا کیدو موجب ګرځیدلې .

کاشکې : د غیرت ، میړانې او مبارزې عناصر په خبلو کښې  پخلا  او اشتی  وی ، ترڅو خلک  د وحشت پستو عناصرو له  ناروا «  ګیر ، بند ، بی ابی  اوعار ژوند »  له تحمیله خلاص  وی .

کاشکې : یوه  ښکلې  ، ښایسته  او متحد  نه  دنیا  د بشر د جایزو ارمانونو  او هڅ  د پوره کیدو  په اساس  او مستوی جوړه شي  او په  کښی د انساني   شرافت  او کرامت  د ټولو رمزونو  او نزاکتونو  خیال قوي  او سالم  و ساتلې  شي  .

افسوس : زما  او د نورو ډیرو خلکو سره د څه داسې  زیاتو جایزو  او روا  هو سونو ، ارمانونو  او هڅو  خیال ، تصور او فکر شته دی ، کوم  چی  ورته د رسیدلو چاره ګرانه ښکاری .

د دی سره سره  قسم  چي ؛ زه به تل  په  خپل ژوند کښی  د خپل  ټکل  څخه  وانوړم ،  او ضرور به حق او عدالت ته  د رسیدو لپاره  هـاند و باسم  او په  دی  لیاره کښی  به  خپل رسالت  تر سره  کړم .

زه به  دهغو  ملې  بازانو  مطالب  هیر نه  کړم ،  کوم  چی  په کتابونو او لیکنو کښی  می  د ریالست لیک  و الانو انقلابی  افکار ، هڅی او هیلی  لوستی  دی  او یا  په غوند  و کښی د دوی  د دغه شانی تحلیل  سره مخامخ  شوی  یم ،  او یا  راته حکایت  شوی  دی .

حقیقت  دا دې !  چی  د  اجتماعی  ملی انقلابی  رهبر د ژوند  هڅی او هیلی   پوره  د  پام  لرنی  وړ دی .

دکتور محمد سعید  « سعید افغانی »

د  ۱۳۵۶ هجري شمسي ـ کال ـ کابل

 
 

مؤسس و مسؤول
سایت
محمد مهدی بشیر

سال تأسیس

۴ میزان ۱۳۸۶

  خورشیدی

26  سپتامبر 2007

  میلادی

Tel:0031644388706

spacer

spacer