۲۴ ساعت

۲۲ اسد
۲دیدگاه

سولې ، پیمان سره یم

تاریخ نشر چهارشنبه  ۲۲  اسد  ۱۳۹۹ –  ۱۲ آگست  ۲۰۲۰ هالند

سولې ، پیمان سره یم

شاعر : سمیع الدین افغانی

نه کوم تنظیم نه کومې ډلې نه سازمان سره یم

ساده پښتون یم زه خپل ګران افغانستان سره یم 

دلته تاجک اوزبیک ، ایماق که هزاره اوسیږی

زه د ترکمن ، نورستانی زه هر افغان سره یم 

د بیلو لارو  نظریـــو له تـــربګنی خلاف یم

چې دملی کټو پاسبان وی هغه ځوان سره یم 

تنها یو والی ، پیوستون دا فاصلې لنډوی

زه د هوښیاره با تدبیر، عاقل انسان سره 

ملی احساس وطنپالـــنه د بـــری لاره ده

د ګران وطن د سوکالۍ د ارمغان سره یم 

نن که اغیار د بل په لمسه کربلا جوړوی

زه په وطن باندی مین د لوړارمان سره یم 

افغانی څو به دا ناخوالې وی ناتار دلته کې

د جنګ لمنې ټولوم ،سولې ،پیمان سره یم

———

۱۱۸۲۰۲۰

م ۰ کال

 

۲ پاسخ به “سولې ، پیمان سره یم”

  1. admin گفت:

    به آرزوی یک صلح واقعی و بدون خونریزی در افغانستان. تشکر از آقای سمیع الدین افغانی . مهدی بشیر

  2. مننه ګرانه مهدی بشیر کور مو ودان په عزت اوسئ

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما