۲۴ ساعت

۲۰ سرطان
۲دیدگاه

د افغان ماشوم !!!

تاریخ نشر  جمعه  ۲۰ سرطان  ۱۳۹۹ –  دهم  جولای  ۲۰۲۰ هالند

د افغان ماشوم !!!

دا  افغان ماشوم  ساکن د قبرستان دی

تور لحد کې  یئ خواخوږی بندیوان دی 

ددې خاورو سره خاورې یې هستی  ده

چې ماشوم  په دې حال او په دا شان دی 

په تعظیم  او په ژړا د رب حضور ته

په ثنا ، صفت اخته  په دې مکان دی 

ربه ته یې د زړګی هیلې  پوره کړې

له روزګاره ، ساتندوی د ګورستان دی 

 ته مو رب ته مو خالق، کریم ، رحیم یې

زمونږ ستا په وحدانیت  باندی ایمان دی 

نور دا  جنګ او «اوبا» ختمه د جهان کړې

چې بدرنګ  د هر انسان د ژوند داستان دی  

افغانی  په هره خوا مرګی ، مرګی دی

نن په قهر راته دا لوړ او ارت اسمان دی

———–

شاعر : سمیع الدین افغانی

۹۷۲۰۲۰ م ۰ کال

 

۲ پاسخ به “د افغان ماشوم !!!”

  1. admin گفت:

    سروده زیبا و مملو از احساس است . تشکر از محترم سمیع الدین افغانی.
    مهدی بشیر

  2. ممنون شما اقای مهدی بشیر خانه اباد زنده باشید

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما