۲۴ ساعت

15 مارس
۲دیدگاه

د غرض لاسونه

تاریخ نشر یکشنبه ۲۵ حوت ۱۳۹۸ – ۱۵ مارچ ۲۰۲۰ هالند

د غرض لاسونه

د سمیع الدین افغانی لیکنه

دا یو څرګند حقیقت دی په کومه ټولنه کې چې نفاق او تــربګنۍ وی طبعی ده چې د خلکو د بد بختیو اصلی عامل همدا تربګنۍ او چرته چې یوالی او ورورګلوی وی هلته بریا او نیکمرغۍ  خدای پاک د خلکو نصیب ګرزوی چې دا اصل د کورنۍ نه راوخله بیا تر کلی کور،ولسونو،هیواد او د بشریت په کچه د منلو وړ خبره ده.

 کله کله دځینو بشری ټولنو یوالی داسې کیدای شې چې د نوروپه ګته یا زیان وی هغه داسې چې ډیری تیری کوونکی هیوادونو دخپلو خلکو په یووالی سره دنورو حقوق تر پښولاندې کړی او دنور انسانانو حقوق  غصب اودهغوی هستی او شتمنۍ تباه او د هغه خلکوحیثت ته یې په سپکه کتلی چې د نړی استعمار ګره سیاستونه ددې مثال ژوندۍ بیلګې دی ٠

اوس که راشو او دخپلې ټولنې او خلکوتاریخ ته ځیر شو نــو دا به ټولو ته معلومه و ی چې د تاریخ په اوږدو کې ددغسې اشغالګریـــو او په وطن کې د ځان ځانی او تر بګنیو پــه نتیجه کې دا وطن د تاریخ په اوږدو کې  د اشغال د مستقیم اوغیر مستقیم ډول د منافع دخوندی ساتلو میدان ګرځید لی او زمونږ د خلکوسره داسې جفاوې تر سره شوی چې د نورو  ټولنو په تاریخ کې به داسې نارواوې کمې تر سترګو شوې وی٠

دا یوه څرګند حقیقت دی چې زمونږ هیواد په اوسنی حساسه تاریخی مرحله کې زمونږ د خلکو یووالی او پیوستون ته اړتیا لری اومونږ داسې حرکت او پوه لیډر ته اړتیا لرو کوم چې زمونږ هیوادوال او پرګنې پدې څو لسیزو کې پـه مختلفو ډلو تظیمونـــو اوپـارټیو تقسیم کړل شوی د ملی مصلحت تر شعار لاندې سره یو او متحد  کړی تــر څو وکولای شو ددې ناخوالود له مینځه وړلــو لپار عملی ګامونه اوچت کړای شی٠

اوس اوس ددې ترڅنګ چې اوږدې جګړې زمونږ د خلکو هـرڅه تباه کړی خو دخلکو سیاسی پوهاوی واقعا داحسا س وړ دی ، او س د افغانستان خلک پـــدې پوهیږ ی چې یواځې د ولسونو یووالی دی چې کولای شی ستونزې حل اوپه هیواد  کې دورورګلوی او ترقی اساس کیښودل شی۰

په ډیرخواشنی سره باید وویل شی چې یو شمیر اجنبی افغان نما مصنوعی لیډران  په ډیر هوښیاری زمونږ په وطن کې د پردو ګټو  پلانو نه طرحه او په ډیره سپین سترګی د پردو استخباراتی ادارو په اشاره ، مادی او معنوی ملاتړ نورهم غواړی زمونږ په هیواد کې  تراژیدیو تـه دوام ورکــړی اودوی هغه خلک دی چې تر پرونه پوری یی د افغان ولس د یو واحد وطن د د ورور وژنې او نورو ته دپنځمې  ثوبې  خوبونه لیدل اواوس ظاهرا  د افغانیت چیغې وهی او په عمل کې غواړی  پدې  بهانه او پلمه  د افغانانو په حاکمیت او سرنوشت لوبې وکړی او زمونږ هیواد د پردو  ولکې  لاندې بوځی  چې دا ارمان به خپل ګور ته له ځانه سره یوسی۰

 کله چې زمونږ په هیواد کې د ډیموکراسی نـاری سورې پورته شوې ، دې مغرضو سیاستوالو د موقع څخه ګټه پورتــه کړه او د خپل قـــدرت او منافعو د خـــوندی ساتلو په مقصد د هر چا سره د معا ملو تړونونه لاسلیک کړل او داسې ښکاری چې حتی داسې معاملې هم روانې دی چې د ډیورن ګرغیړنې کـــرښې د رسمیت پیژندلو تــه هم لاس اچوی۰

همدغه کړیو بیا د روسې سره دپخوانی شوروی د جنګی جنایتونودغراماتو د بښولو تیاری ښودلې اوکله بیا د خپلو ځانی ګټو د ساتلــو په مقصد دایران او پاکستان له ګریبانـه سرونه  را پورته کړی اودهغوی د شوموپلانو د تطبیق لپاره په میلینونو دالر او نورو امتیازات تر لاسه او  په ډیر سخاوت مندانه او آزاد لاس یې مصرفوی ٠

زمونږ هیواد وال شاید دې ټکې ته پام کړې وی چې یــو شمیر مغرضه سیاست وا ل غـــواړی زمونږ هیواد نه د مختلفو پوچوسیاستونـو دتطبیق لابـراتـوار وګرځوی او غـواړی چې پدې وطن کې پداسې شرایطو کې چې باید ددې وطن د بچیانو او دټــولو قومونو او پرګنو دیووالی لارې چارې ولټول شی بلکه داسی شعارونو لپاره کار کوی چـې په وطن کی د بې ثباته کیدو ، بېباوریو او اختلافاتو ته نور هم لمن ووهی تر څو پدې ملک کې دسولې او وروری فضا همداسی کمرنګه وساتی ٠

داسې کړه وړه څه تصادفی خبرې نـدی بلکه دا هغه منظم پلانو نه دی کوم چې دپردو څخه یې تر لاسه کوی او غواړی چې د خپلو تشکیل شوو کړیو له لارې زمونږ په هیواد کـې عملی کړی ٠

زما په اند په اوسنی خاصو شرایطو کې  د وطن د هر اصیل بچی دا ملی او وطنی دنده ده چې دوطن ملی مصالحو ته په پام کې نیولو سره د داسې غیر مسؤلانه اهدافو په مقابل کې خپله وطنی او ایمانی مسو لیتونه تر سره کړی او اجازه ور نه کړی چې د وطن دښمنان زموږ دپرګنو اوولسونو ملی یو والی او استقلالیت زیانمن کړی او او اجازه ورنکړی چې د غرض لا سونه نور هم زمونږ دبې ګناه ولسونو او خلکو پـــه وینوسره او هره ورځ په وطن کې د افغان وژنې سلسله او تراژیدیوته دوام ورکړی ٠

بادرده هیوادوالو هر چرته چې یاست مه پریدی چې زمونږ د هیواد او د سولې دښمنان د سولې تر نامه خپل شوم اهداف ته ورسیږی مونږ باید خپلې سیاسی هوښیاری او دهرڅه نه دمخه خپل منځنی اختلافونو ته د پای ټکی کیږدو او په یو واحد قوت د دښمن دسایسو ته یو موټی شو تر څو د غرض دا شوم لاسونه ونشی کړای زمونږ په هیواد کې خپل شوم اهداف عملی کړی۰

په وطن کې د یوې سراسری او متمئنې  سولې او ورورګلوۍ په هیله ٠

ومن الله التوفیق

ای قهرمان ملته 

دګران وطن د لوی افغان ټبره

په لر او بر پروت قهرمان ټبره 

پاڅئ یو موټی یوقوت شئ سره

پښتون ، تاجک د نــورستان ټبره 

د هــزاره ازبک تــرکمن پــرګنو

ای د امــو نــه تر بــولان ټبره 

نن ستاسو پوهه متانت دی پکار

د قندهار، غــور ،سمنګان ټبره 

راځۍ په ګډه خپل وطن جوړ کړو

ای په بادغیس پروت په لغمان ټبره 

په ننګرهارکه په زابل کې میشت دی

د پکتیا ، خوست، بدخشان ټبره 

ټول ای زمونږ درانه، خواره قومونو

میشت په زابل اوپه جوزجان ټبره

*********

څو به ګیله ددې حالت  کوومونږ

سره یو موټی شو همت کـوو مونږ 

دلته کې څه تیرشوی څه تیریږی

لدې حالاتو شکایت کــوو مـونږ 

دا د لسیزو مــاتمــونــو لــړۍ

ټولې نړۍ ته حکایت کوو مونږ 

د یو پاڅون او د خلاصون په خاطر

په لر او بردا مصلحت کو مونږ 

داسې حالت نور د زغملو نــدی

لا به تر څو ژوند د غفلت کوو مونږ

*********

لــږ شئ دخوبــه را بیدار ولسه

ای مدبــر، اتل ،هوښیار ولسه 

سره یو موټی یو قوت که نشوئ

شئ به محتاج د هر اغیارولسه 

ته وې فاتح ته وې باتور د زمان

د تــاریخــونــو افتخــار ولسه 

*********

پاڅئ را ویښ شئ ولسو ته ګورئ

تاسو دپلار، نیکو شملو ته ګورئ 

ټول نن په ویر او په ماتم ژړیږی

ته لــر او بــر دا پښتنو ته ګورئ 

دی کــور او کلی مالتونه په غم

دا نــور قومونه پرګنو ته ګورئ 

اوس دې په ژبو او قومو بیلوی

تاسو غلیم مکراو پلمو ته ګورئ 

ستا د نیکونو حماسې معلومې

هغو پاکو زړونو کارنامو ته ګورئ 

دپاکو هیلو، ارمانونو منصور

دا په وطن شهید بچو ته ګورئ

*********

ددې بــدیــو انتقــام پــکار دی

دغو ناخوالو ته انجام پکار دی 

څوبه د غم نارې سورې وی دلته

مونږ ته بادرده پوه زمام پکار دی 

نور په دوکو تشو وعدو څه نشی

پردی صفتو تــه لږ پــام پکار دی 

چې مو نورخلاص لدې ظلمت کاندی

یــوبــا تدبیره انسجام پــکار دی

نــور بــه یــو کیږو د بــقــا لپاره

پوهه اخلاص رښتینی ګام پکار دی 

افغانی هیلو ارمــانو پــه خــاطر

دغه نا خوالو ته فرجام پکار دی

———-

شاعر : سمیع الدین افغانی

 

 

۲ پاسخ به “د غرض لاسونه”

  1. admin گفت:

    درود به دوست محترم آقای سمیع الدین افغانی ، تشکر از نوشته و سرودۀ که مملو از احساس پاک وطنپرستانه تان است . موفق و سلامت باشید مهدی بشیر

  2. سلام و احترامات بنده را بپذیرید آقای مهدی بشیر
    جهان سپاس در مورد تاید ، طرحه و دیزاین مقبول که زحمت کشیده اید و نوشته مرا در سایت وزین تان به نشر سپرده اید خداوند شما را در حفظ و امان خود داشته باشد ممنون شما

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما