۲۴ ساعت

01 فوریه
۲دیدگاه

انسانی جوهر

تاریخ نشر  شنبه  ۱۲  دلو  ۱۳۹۸ – اول فبروری ۲۰۲۰ هالند

د نثر لیکونې  : اغلې څپه پګاهی

 شاعر : سمیع الدین افغانی 

انسانی جوهر

یـوه ورځ پاچا، وزیر سره خـلوت کې

پلار خبر یې کړه رایاد غمجن حالت کې

 ویل : زلمی وم پلار بــه تل راتـه ویل

چې ته نــه بــه شې سړی ، تل وه رټل

اوس خو دا دی پاچا  شوی یم نامداریم

کاشکې پلار مې وای ژوندی په اقتداریم

که پلارجان مې وای ژوندی په دا جهان

اوس بــه وای پــه خپل خبرې پښیمان

اوس پاچا یم اقتدار مې شته شهرت هم

هم می زر شته هم جایداد لرم عزت هم

په جواب کــې وزیـر وویل : علی شانه

دا ارمان  بــه دې پــوره شی  مهربانه

پلار دې اوس هم لا په  کلی کې اوسیږی

 دې زوړ شوی د راتلو وس یې نه کیږی

 درباریانو سره  لاړ شه پلار تــر کلی

وزیران ځان سره بــوزه نور ښاغلی

پلار چې وګوری دا تاج د ستا په سر

درباریان هم پــه  تعظیم  یې د پسر

چی بیا وګوری دا ستا شان او شوکت

شی به پوه چې اوس پاچا دی با عزت

شې پیښمانه بیا بــه  واخلی خپل خبر

بیا بــه ووایی سړی شوې اوس  پسر

شوه پاچا تــه د وزیــر خبره غوره

شو راضی د خپل وزیــر پدې خبره

  درباریان یې خپل دربار کې کړل حاضر

پلار تر کلی د تلو امر یې کړ صادر

پاچا سپور په قوی اسپ شو معلومدار

زین د زرو نعــل د زرو ښــه بیدار

دی شو مخکی لښکریان راتله تر شا

ټــول ولس یې  اقتدار   پــه تماشا

کوم ګړۍ  چې پاچا کلی ته نژدې شو

کلی څنګ ته قرارګاه په جوړیدو شو

امر یې وکړلو سپاهیانو ته پاچاه

لاړ شئ راولئ  یې پلار تر قرارګاه

سپاهیان په منډه لاړل پلار تر کوره

په زحمت یې زوړ پلار راوسته کمزوره

پلار چې ولیده خپل زوی په اسپ دی سپور

دی په مخ کې دی ولاړ ورته بې زور

بیا پاچا وویل  پلارته په دا شان

زمان  تا ویل : سړی به نشم هیڅ

دادی زور لرم هم زر شته، اقتدار

ها خبر دې بیرته واخله ګرانه پلار

تا به تل راته ویل نه سړی کیږې

اوس پاچا یم حقیقت دی که پوهیږې

پلار ویل چې مبارک دې پاچاهی شه

دا شوکت دې مقتدرهم د شاهی شه

کوم خبره چې پرې زه لرم اسرار

 چې ته نه به شې سړی وایم تکرار

که سړی واې ته راغلی به وې کور ته

د زوړ پلار او د ځوانی د وختو لور ته

ته د اسپ په سر یې سپور درته ولاړ یم

اوس لا هم ځانله سړی وایی نامدار یم

پاچا کوز شو د خپل اس نه هغه ان

د خپل پلار پښو ته پریوت علیشان

ویل: چې پلاره تا رښتا کړی وینا ده  

انسانیت  نه په کوم تخت نه په دونیا ده

 ویل : بښنه درنه غواړم ګرانه پلاره

اوس دې پوه کړم سړیتوب په اصلی لاره

پلار یې ونیو پاچاه  محکم تر لاس

د پلار کور ته شو داخل ډیر په اخلاص

انسانیت د سړی زیب دی هم جوهر دی

انسانیت نه په پیسو دی نه په زر دی

—————–

۲۷ ۱ ۲۰۲۰

م ۰ کال

 

۲ پاسخ به “انسانی جوهر”

  1. admin گفت:

    درود به دوست محترم آقای سمیع الدین افغانی و تشکر از سروده عالی تان. زنده و سلامت باشید مهدی بشیر

  2. سلام دوست نهایت ګرامی اقای مهدی بشیر
    تشکر واقعا زحمت کشیده اید و سروده مرا خوب دیزاین و به نشر سپرده اید ممنون شما در حفظ و امان خداوند یکتا باشید

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما