۲۴ ساعت

06 جولای
۲دیدگاه

مرگ د داکتر محمد سعید«سعیدافغانی» له نظره

تاریخ نشر شنبه  ۱۵  سرطان  ۱۳۹۸ –  ششم  جولای   ۲۰۱۹ هالند

مرگ د داکتر محمد سعید « سعیدافغانی » له نظره .

ټولونکی او ترتیبونکی : نجم الدین « سعیدی »
*********************************
له ابن عمر رضی اللَّه عنهماڅخه روایت دی چی رسول الله صلی اله علیه وسلم زما اوږه ونیوله « بِمَنْکِبِی »او ویی فرمایل «  کُنْ فی الدُّنْیا کأَنَّکَ غریبٌ، أَوْ عَابِرُ سبیلٍ.» 

(په دنیا کی داسی اوسه لکه ته چی مسافر یی اویا په لاره تیریدونکی یی
او همدغسی  ابنُ عمرَ رضی اللَّه به فرمایل «إِذَا أَمْسَیْتَ فَلا تَنْتَظِرِ الصَّباحَ، وإِذَا أَصْبَحْتَ فَلا تَنْتَظِرِ المَساءَ، وخُذْ مِنْ صِحَّتِکَ لمَرَضِکَ، ومِنْ حیاتِک لِمَوتِکَ»( رواه البخاری.)
کله دی چی ما ښام  وکړه نو دسهار انتظار مه کوه او کله چی دسهار کړونو ماښام اتظار مه کوه او صحت څخه دی دمرض لپاره برخه واخله ( یعنی دصحت په حال کی دومره عبادت وکړه چی بیا دمرض په حال کی دعبادت دکموالی تشه ډکه کړای شی ) او له ژونده دی دمرګ لپاره ګټه واخله ( یعنی دژوندانه شپی اورځی دهغو کارونو په تر سر کوله غنیمت وګڼه کوم چی تر مرګ ورسته ګټه درته رسوی ) !!
یعنی په دنیوی ژوندانه باور مه کوه بلکی یوازی دضرورت په اندازه دومره تعلق ورسره ساته څومره چی مسافر دپردی وطن سره ساتی .
مرگ د هر انسان لار ده او په هر انسان به یوه ورځ  آخری ورځی ته رسېږی. 
گرانو لوستونکو!
په یاد ولری چی په مرگ سره د آخرت سفر شروع کېږی ، ولی په تاسف سره باید ووایم چی مونږ انسانانو په دُنیا کی دومره غفلت کوو چی کله ناکله داسی مرحلی ته رسیږو چی حتی دغه واقعی حقیقت مو له یاده وځی .
مرگ داسی حقیقت دی چی د هر اورېدونکی په غوږ کی یې دا اعلان شوی چی مرگ به راځی .
خدایبښلی مولانا دکتور محمد سعید سعید افغانی د مولوی عبدالمجید صافی ځوی د لغمان ولایت عمرزایو دخیر ابات دکلی اوسیدونکی دمرګ په هکله لیکی :
« د جسم او روح جدائی ته مرگ وائی په دی معنی چی جسم مری او روح د خپل اصل یا پیدا کونکی در بارته ځی . »
همدغسی واائی « چی ! مرگ د نوی ژوند اغاز یا شروع ده .»«اویاهم د دنیاء د در دونو او رنځونو انجام ته مرگ وائی. »
خدای بښلی سعید افغانی دمرګ دتعریف په هکله فرمایی « مرگ یو الاهی امر دی او هیڅوک تری د خلاصون لیار نلری لکه چی قرآن عظیم الشان پدی هکله فرمایی :« کل نفس ذایقه الموت وانما توفون …»( ال عمران ) ( ۱۸۵) اویا « کل نفس ذایقه الموت ونبلوکم ….» ( نساء ) ( ۳۵) اویا « کل نفس ذایقه الموت ثم الینا ترجعون » ( عنکبوت ) ( ۵۷ )
ددغه مبارک آیاتو کلی هدف دادی چی : 
– په مجموع کی چی هر ساکښ به د مرگ مزه څکی او د خپل پیدا کونکی په لور به د سوال او جواب یا دخپل اعمالو د عمل نتیجه اخستو لپاره پر ور د گار در بارته ودریږی . 
همدغسی قرآن عظیم الشان فرمائی : « ان الذی خلق الموت والحیوه لیبلوکم ایکم احسن عملا و هوا العزیز اغفور » ( الملک ) ( ۲ ) ( هغه پر ور دگار چی پیدا کړی دی مرگ او ژوند لپاره ددی چی وازموئی تاسو د عمل له مخی . )
سعید افغانی په خپله مشهور کتاب د نجات لیار کی دمرګ په هکله اضافه کوی : 
– اکثرا خلق د مرگ څخه بیریږی مگر زه اکثرا د ژوند څخه بیریزم .
– ځکه ؟
– بیریږم چی خطا نشم !
– بیریږم چی بی ځایه قدم کی ندم !
– بیریږم چی د چا د بی مو جبه تکلیف موجب ونه گرځم !
– بیریږم چی د ژوند رسالت را څخه خطا نشی !
– بیریږم چی دبی عدالتی او بی اتفاقی موجب او سبب ونه گرځم ! چی په دی صورت کی به د کوم څه لپاره چی پرور دگار خلق کړی وم هغه می ونه کړی شوه . او د پورته اعمالو په کولو به د اخروی عذاب چی در د ونکی او سخت وی گرفتارشم .
– نو ځکه د مرگ څخه می ویره نشته ځکه هغه حکم دی . ویره می د ژوند څخه ده چی وبه نکړی شم کوم هغه شی چی لازمه او واجبه ده انجام کړم . 
سعید افغانی لیکی :
– هو مرگ او ژوند د الله پاک داد دی نه څوک ژوند ور کولی شی اونه هم مرگ څوک در څخه بچولی شی او نه هم څوک د مرگ څخه فرار کولی شی. ځکه ! الله تعالی صریح او زیبا حکم دی چی فرمایی : « کل من علیها فا ن ) ( الرحمن سوره ) ( ۲۶ ) ( ټول هغه څوک چی پدی ځمکه کی دی فانی کیدونکی دی په جز د لوی ذات پر ور د گاره څخه . »
ټولونکی او ترتیبونکی : نجم الدین « سعیدی »
 

۲ پاسخ به “مرگ د داکتر محمد سعید«سعیدافغانی» له نظره”

  1. admin گفت:

    روح زنده یاد داکتر محمد سعید « سعیدافغانی » شاد . مقاله زیباست ، تشکر از محترم نجم الدین « سعیدی » مهدی بشیر

  2. نجم الدين سعيدي گفت:

    مننه مهدی بشیره وروره عزتمند اوسی الله دی همیشه کامیاب او خوشحاله لره .

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما