۲۴ ساعت

22 آوریل
۲دیدگاه

د عبرت یوه ښکلې کیسه

تاریخ نشر دوشنبه دوم ثور ۱۳۹۸ –  ۲۲ اپریل ۲۰۱۹ هالند 

د عبرت یوه ښکلې کیسه 

شاعر : محترم سمیع الدین افغانی 

د نثر لیکونکی : خسرو یوسفزی

د موسی په زمانه کې پیغلې ، ځوان

خپل واده ته کړ دعوت دا عالی الشان 

موسی هم ددوئ بلنه کــــړه قبوله

شو روښانه دا محفل موسی له نوره 

دې ښادی کې خوشالی وه په هر خوا

ناوې ، ځوان هم وه خوشاله خوله خندا 

شپه آخــــر شوه موسی ولید عزرائیل

د بام سر کــــې په لیدو یې شو دلګیر 

ویل: چې څه دې دی مطلب دلته راتلو ته

زه پریشانه شوم پدې شپه ستا لیدو ته 

ویل: راغــــلی یــــم د رب ده دا رضا

ناوی ،شاه نــــه نن شپه اخلمه زه ساه 

هغه داسې دوئ بــــه و چیچی تور مار

دوئ بــــه مړه کاندی دمار مرګنی زهر 

دې حالت کې به روح اخلم دې جوړې نه

نشته وخت دوئ لره ډیر لدې مدې نه 

موسی فکر او په هوش د پیغلې، ځوان شو

سرنوشت ددې جوړې ته ډیرپریشان شو 

سبا وخته موسی راغی دوئ لیدو تــه

ځوان او ناوې جنازې او خښیدو تــــه 

موسی ولید ناوې،شاه دواړه ژوندی دی

بس اخته پــــه خپل خوشاله زندګی دی 

هم یې ولید یو تور مار ددوئ تر څنګ

چې مړشوی، اوږد پروت دی په بد رنګ 

بیا موسی و کړه پوښتنه جبرائیل نه

ددوئ عمر اوږدیــــدو علت، دلیل نه 

عزرائیل  ویلې مــــوسی ته پــــه دا شان

لاړ شه وکړه ناوی ،ځوم نه دا پرسان 

موسی لاړه دې جوړې نه په پرسان شو

موسی ځوان ته په همدې ژبه ګویان شو 

کوم یو نیک عمل مو کړی چې سبحان

عمر ډیر درتــــه نصیب کــــړه هم زمان 

ځوان ویلې چــــې محفل کله تمام شو

خلک لاړل د واده رســــم انجــــام شو 

پخه شپه کــــې د کــــور ور وټکید لو

د ور شاتــــه یــــو فقیر مــــې ولیدلو 

ما ویل: څه دی بابا څنګه یې راغلی؟

پدې شپه کــــې دلته چا یې را لیږلی؟ 

ویلې: ځوانه شوم خبر ستاسو ښادی وه

ستاسو کور کې په ماړه نس خوشالی وه 

د څــــو ورځو زه یمه وږی او نهــار یم

بس د ولــــږې بې اختیاره یــــم بیمار یم

اوس راغلی یم چې وږی نس مې موړ کړې

پدې کارباندې بیمار حالت مــــې جوړ کړې

زه حیران شوم چې فقیر ته به څه داد کړم

څنګه وږی نس یې موړ او زړه یې ښاد کوم 

کور کې نوره ډوډۍ نه وه صرف دناوی

چې اخته وه سمول یــــې د کــــور چارې 

په کوم وخت چې سوالګر ډوډۍ غوښتله

د سوالګــــر خبر دې نــــاوې واوریدله 

ناوی خپله ډوډۍ راوړلــــه سوالګر ته

کوم چې وږی وه راغلــی ددوئ در ته 

سوالګر هــــم ورته د عمر دعــــا وکړه

په خوراک یې د خپل نس تسلا وکــــړه 

مونږچې کله شوواپس خونې تر څنګ

سرنه دیګ په کټ ګذارشوکلک تر سنګ 

ناوی دیګ له دې تاخچې ښکته کولو

دیګ شیوه شو پــــدې مــــار ولګیدلو 

مار شو مړ په هغه دم په دغه ځای

تر سبا مونږ عبادت وکــــړه د خدای 

 عزرائیل ویــــلې : موسی ای پیغمبره

صدقــــه رد دبــــلا ده ای ســــروره 

صدقه باندې حاصل د رب رضا شی

شی د اوږد عمر خاوند، ورکه بلا شی

————-

۱۰ – ۴ – ۲۰۱۹

م ۰ کال

 

۲ پاسخ به “د عبرت یوه ښکلې کیسه”

  1. admin گفت:

    برادر محترم آقای سمیع الدین افغانی تشکر از سروده عالی تان مانند همیشه زیباست. از اینکه تروریستان و دشمنان فرهنگ ، ادب و هنر مردم افغانستان به سایت ۲۴ ساعت حمله نموده بودند نتوانستم به موقع نشر کنم معذرت میخواهم . موفق و سلامت باشید . مهدی بشیر

  2. معزز ورور مهدی بشیر زما نیکې هیلې او احترامات ومنی په اوله کې زما دمطب د نشرولو نه یوه نړی مننه کورمو ودان ستاسو او ستاسو د سایت ۲۴ ساعت دښمنان دې خدای تباه او برباد لری امین یا رت العالمین سمیع الدین افغانی

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما