۲۴ ساعت

02 آوریل
۲دیدگاه

د سولې خوب !

تاریخ نشرسه شنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۸ – دوم  اپریل ۲۰۱۹ هالند

د سولې خوب ! 

محترم دکتور صلاح  الدین سعیدی 

 خوب مې لیده وطن کې سوله راغله

نور د پردو ټوپک مو وغورځاوه

ورور ته مو غیږه ورکړه

 مینه کامیابه شوه د کرکې په ځای  

چې په اړخ واوښتمه

 ګورم چې دا یو ښکلی خوب وه زما

 زما خوب څه چې دافغان ملت دا سوچ وه زما

 ځان سره غلی شوم، خپه شومه زه

 بیامې قلم واخیست په فکر شومه

چې زما  خوب، د ملت سوچ به

 حقیقت شی کله ؟

 نو سمد لاسه مې په جګ آواز

ناره کړه پورته: ۰

د بسم الله او توکل  په بازو

د خپل ملت د ستر تکل په بازو

 چې دا تقدیر به  بدلوو

  ، د هوډ  لاسونه به یو بل ته ورکوو

 دا لر او  بربه یو کوو

 چې مو خوبونه او خیالات

 په حقیقت بدل شی

 وطن کې سوله راشی

دا ملت عزم ، اراده شی سره

افغانان ټول جرکه جرکه شی سره

————

دکتور صلاح  الدین سعیدی

٢٠١٧ کال د مارچ میاشت

م ۰ کال

 

۲ پاسخ به “د سولې خوب !”

  1. admin گفت:

    درود به دوست محترم جناب آقای دکتور صلاح الدین سعیدی – سعید افغانی ، تشکر از سروده تان . به آرزوی یک صلح واقعی ودوامدار بدون جنگ وخونریزی در کشور . مهدی بشیر

    • سلام برادر ګرامی از دیزاین و نشر شعر برادرم داکتر صلاح الدین سعیدی من از دیزاین و نشر شعر در سایت وزینج ۲۴ساعت برایش خبر میدهم شما همیشه لطف و مهرابان هستید ممنون شما

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما