۲۴ ساعت

۱۹ عقرب
۲دیدگاه

ورورګلوۍ

تاریخ نشر شنبه  ۱۹ عقرب  ۱۳۹۷ –  دهم  نوامبر  ۲۰۱۸–  هالند

ورورګلوۍ

محترم سمیع الدین افغانی

ځینې ، ځینې په نامه باندې افغان دی

په باطن کې ددې خاورې دښمنان دی

په هویت د افغانیت باندې شرمیږی

ځینې اوس لا په قدرت کې حاکمان دی

د تعصب اود نفاق اوریې بل کړی

ډیر بې رحمه پردی پاله ظالمان دی

ترحم  یاڅه انصاف په دوئ کې نشته

د پردو پټ اوښکاره جیره خواران دی

نه د سر نه د چا مال امن خوندی دی

  بې احساسه ډیر بی رحمه انسانان دی

 اوس افغان ولس یو شوی  بیدار شوی

  شی رسوا  به کوم هغه چې خاینان دی

د حساب ورځ ده راتلونکې لرې نده

په کوم چاچې زورولی افغانان دی

افغانی په ورورګلوۍ کې مو بریا ده

هریوخیل مود یوې باغچې ګلان دی

———-

سمیع الدین افغانی

۱۰ – ۱۱ – ۲۰۱۸

م ۰ کال

 

۲ پاسخ به “ورورګلوۍ”

  1. admin گفت:

    تشکر از برادر محترم سمیع الدین افغانی ، ممنون احساس پاک وطنپرستانه تان. بازهم مانند همیشه سروده عالیست. موفق باشید. مهدی بشیر

  2. تشکر اقای مهدی بشیر شما همیشه لطف ومهربانی نموده اید زنده وسلامت باشید سمیع الدین افغانی

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما