۲۴ ساعت

۱۳ عقرب
۲دیدگاه

چې وختونه

تاریخ نشر یکشنبه ۱۳ عقرب  ۱۳۹۷ – چهارم  نوامبر  ۲۰۱۸–  هالند

چې وختونه

محترم سمیع الدین افغانی

چې وختونــه یـو پــــه بل پسې سبا شی

حقایق د زمــــانې بــــه بـــرمــــلا شی

چاچې کړی وی خیانت د قام په حق کې

دا حتمی ده چې عالم کې به رسوا شی

د رښتیا کاروان پــه مخه ځی تیریږی

د خائن به دې کاروان نه لار جلا شی

بې لــــه شکه پــــه قوی تکل او عزم

دا تیارې د ظلمتونــــو بــــه رڼــــا شی

دریابونه هــــاند څپاند شی د بزمـــونو

چې عــــزمونه ارادې یې بې ریا شی

ځو پــــه مخه پــــه سراب نه ایساریږو

خیانت کار به مخ تورن نن یا سباشی

افغانی که ورورګلوی موخدای نصیب کړه

د دې خاورې خائنان به رو سیا شی

———-

سمیع الدین افغانی

 

۲ پاسخ به “چې وختونه”

  1. admin گفت:

    درود به دوست محترم جناب آقای سمیع الدین افغانی ، تشکر از سروده عالی تان . مانند همیشه زیباست. موفق باشید. مهدی بشیر

  2. ممنون شماآقای مهدی بشیر از زحمات تان صحت و سلامتی شما آرزوی ماست . سمیع الدین افغانی

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما