۲۴ ساعت

۳۱ سنبله
۲دیدگاه

مونږ تر څو به ؟

تاریخ نشر شنبه ۳۱ سنبله  ۱۳۹۷ –  ۲۲ سپتامبر  ۲۰۱۸–  هالند

مونږ تر څو به ؟

محترم سمیع الدین افغانی

 مدې تیرې شوې کلونه انتظار یو

  پـه خیالونو، تصورکې د روزګار یو

دهر پوه او مبتکرپـــه تمه  ناست یو

لا یې ضعم ، کار نامو ته امیدوار یو

پدې هیله چې به سوله ، امن را شی

په هر لوری به اخته په کار او زیار یو

ځوان کهول به خپل وطن کې آسوده وی

نور به خلاص د بل محنت او د ازار یو

د کوکنار او بنګ د بوټو کر په ځای به

  کروندګر به د زعفران، غنم او جوار یو

په نیشو روږدی علاج به هر بیمار وی

ټول په  فکر، جوړیدو د خپل دیار یو

لا تر څو به د غفلت په خوب بیده یو؟

غلط شوی د هر چا په تش ګفتار یو

افغانی وطن کې هره ورځ  مرګی دی

   دې غمجن، غمجن  حالاتو نه بیزار یو

————

سمیع الدین افغانی

۱۹ – ۸ – ۲۰۱۸

م ۰ کال

 

۲ پاسخ به “مونږ تر څو به ؟”

  1. admin گفت:

    درود به دوست گرامی محترم سمیع الدین افغانی ، بازهم سروده عالیست. موفق باشید. مهدی بشیر

  2. برادربزگوار آقای مهدی بشیر احترامات قلبی مرا بپذیرید جهان سپاس از نشر و دیزاین سروده ام صحت و طول عمر شما را از خداوند متعال آرزومندم کامگار باشید
    سمیع الدین افغانی

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما