۲۴ ساعت

۲۱ سنبله
۲دیدگاه

څو په خپله

تاریخ نشر چهار شنبه  ۲۱ سنبله  ۱۳۹۷ –  ۱۲ سپتامبر  ۲۰۱۸–  هالند

څو په خپله

محترم سمیع الدین افغانی

څو په خپله سره یو نه شو ورکیږو

لاترڅو به په سرو وینو کې لمبیږو

هره ورځ دلته د غم په ټغر ناست یو

د غزنی ،کابل،ننګرهار په ویر ژړیږو

نن په یو سبا په بل کور کې ماتم دی

  د پردو تحریک او لمسه  وژل کیږو

هرکنډر په هره خوا مرګی مرګی شو

په نفاق کې مونږ له غمه نه خلاصیږو

ورنو سوله، همغږۍ ته ضرورت دی

په یووالی خپل مطلب ته مونږ رسیږو

تربګنی او په نفاق باندې څه نه شی

ځو د سولې د کاروان سره یو کیږو

افغانی، حب الوطن جز د ایمان دی

خپل وطن په خپل ایمان باندې نازیږو

———

سمیع الدین افغانی

۱۲۹۲۰۱۸

م ۰ کال

 

۲ پاسخ به “څو په خپله”

  1. admin گفت:

    درود به جناب محترم آقای سمیع الدین افغانی ، تشکر از سروده زیبا و مملو از احساس پاک وطنپرستانه تان. موفق باشید. مهدی بشیر

  2. از زحمات شما اظهار سپاس شما زنده و کامګار باشید
    سمیع الدین افغانی

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما