۲۴ ساعت

22 آگوست
۲دیدگاه

پام

تاریخ  نشر سه شنبه ۳۱ اسد  ۱۳۹۶ – ۲۲ آگست ۲۰۱۷–  هالند

پام

مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی »

ترتیب کوونکی : محترم  برهان الدین « سعیدی »

****************

هرڅه ته په دقت ګوره .

هواس دی بیداره ساته .

اسباب ، عوامل او مناشی په پام کښی نیسه .

پل دی غلط  لیاره مه ږده .

پوره خوښیار او بیداره اوسه ،  بد بینی بده  ده .

خوښبینی هم اندازه لری .

نو پام کوه چی د بدبینی او خوشبینی مفیده اندازه پیدا کړی .

خطائی  بده ده  او تکرارئی  شنیع دی، نو اول کوښښ کوه چی خطا نه شی او که خطا شی  باید  د شناعت  سره  مواجه نشی .

پام  کوه چه ونه ښوئیږی ؛  او که د ښوئیدو احتمال  وی،  نو امسا  د ځان  سره  ملګری  ساته .

بیا هم وایم :

پام کوه چی  خطا نشی ؛ او که خطا  شوی ، د خپلی  خطائی  څخه باید  عبرت  واخلی  تر څو بیا  خطا نشی  ځکه چی  دغه شان  عادت د انسان  منزلت ټیټوی.

خلک ډیر هوسیږی چی د خپلو شخصی منافعو د لاس ته  راوړلو لپاره خلک تیر باسی ، که څه هم د شخصی  منافعو لپاره تیرویستل  ګناه ده .

تیرویستل  کمزوری  ده !   تیرویستل اخلاقی  ضعف دی  او دا دهغو کسانو کار دی کوم چی په میړانی  نشی کولی مطلب لاس ته راولی .

تیرویستل اعتماد او اطمینان له  مینځه وړی ، او په جامعه کښی تیرویستونکی  کسان  آخر د رسوائی سره مخامخ  کیږی .

تیروتل سادګی او تیرویستل  نا ځوان مردی ده،  نو پام کوه چی نه ساده او نه نا ځوان مرد اوسی .

ننی  عصر ډیر ایجابات لری ؛  او په ننی عصر کښی  زرنګی  زیاته  شـوی  ده .

نو پام کـوه چی  تـل  د شرایطو، ایجاباتو او د زرنګیــو خیـال د ځـان سره قـوی وساتی.

احتیاط  ښـه دی؛ خو چی د احتیاط  څخه مضر احتیاط  جـوړ نشی  او د جمود او خمود موجب  و نه  ګرځی .

شکاکی  بده  ده ؛ هغه  دا چی هر څه ته  په شک وکتل شی  او په  شک  کښی بیاهم  شک پیدا  شی،  او که نه  ډیر  کرته شک  د تصفیی ،  یقـین  او باور موجب  ګرځی .

نو پام  کـوه چی څو مره  شک څخه  باید کار واخستل  شی؛ همدا  وجه  ده چی  شک د علمــاو او اهــل دل  خاونـدانو  په نزد ،  د علم او معرفت  لپاره  یو ضروری  پړاو  ګڼل  کیږی.

اعتـدال ښه شی دی ؛ خو د اعتـدال  پیژندل ګران  کار دی او د اعتدال  مدعیان  ډیر  دی ، مګر ؛  په عملی صحنه  کښی د اعتدال پیدا کـول  اکثر د خبطونو سره  مواجه  کیږی او د عامه منافعو  د تامین  د اټکل په اساس زیات غور او دقت ایجا بوی.

نو پدی اساس د اعتدال معلومول باید د ټکولو  پوهانو یوه پیاوړی کمیټه او یا کمیټی  تخمینی  کړی.

مونږ ټول غواړو چی په سمه لیاره روان اوسوو، او دلیاری د پاسه خڼد او خار نوی . خو دا چی سمه لیاره کومه او ورڅخه څنګه خنډونه  او خار لری شی ،  دا مطلب موندل ګران کار دی چی  پوره بحث او پا ملرنی  ته ضرورت لری .

ژوند سراسر لوبه ، یا حرکت ، فعالیت ، هڅه ، کار او عمل دی ؛ خو دا چی دا  لوبه  او یا دا  حرکت، فعالیت ، هڅه ، کار او عمل د ښی  نتیجی  موجب شی . پوره پام  لرنی ته  ضرورت  لری .

راتلونکی حالات مرموز دی ؛ خو د علائمو او قرائنو په حساب او تخیل کښی کیدی شی چی ورته ښه پلان او نقشه ترتیب کړی شی  . نو باید مونږ را تلونکی حساب هم پوره په پام او نظر کښی ونیسوو.

د خیر  مفکوره  د خیر  او  خیرونو  مولــد ګرځی  او زیات دوام  او حسن عاقبت به پیدا کوی ،  د شر مفکوره که څه د شر او شرونو  مولد ګرځی ؛ خو زیات دوام  او حسن  عاقبت نه لری.

نو په دی اساس :

باید په جوامعو کښی  په عاملانه  ډول د خیر احساس  قوی وساتل شی ، او پام  و ساتو چی د شر په مقابل کښی عالمانه مجادلی ته  دوام  ورکړی شی .

***

سعید افغانی

د سنبله  میاشت ، د  ۱۳۶۱ هجری شمسی کال ــ  کاب

ترتیب کوونکی :  برهان الدین « سعیدی »

 

۲ پاسخ به “پام”

  1. admin گفت:

    روح مرحوم مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی » شاد و جنتها نصیبش ، مقاله عالیست . تشکر از دوست دانشمندم جناب برهان الدین « سعیدی » موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

  2. برهان الدین سعیدی گفت:

    برادر بزرگوار ودانشمند بشیر صاحب !
    یک عالم ممنون از لطف و محبت دایمی شما ، الله تعالی شما را با فامیل محترم همیشه خوش ، خوشحال ، صحت و کامیاب داشته و خیر و برکت نصیب شما نماید .
    برادر کوچک شما
    برهان الدین « سعیدی »

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما