۲۴ ساعت

13 جولای
۲دیدگاه

دحیران والې علاج

تاریخ نشر  پنجشنبه ۲۲ سرطان  ۱۳۹۶ –  ۱۳  جولای ۲۰۱۷–  هالند

دحیران والې علاج

لیکوال : دکتور محمد سعید «سعید  افغانی »

ترتیب کونکی : امین الدین سعیدی – سعید افغانی

کله چې سړی په حیاتی مشکلاتو اخته کیـږی او د ژوندانه د پیچلو حقایقو سره مخ په مخ کیږی نو دا وخت په انسان باندې یو قسم حالت طاری کیږی چې هغه ته حیرت وایی.

لکه مثلآیو سړی په اقتصادی مشکلاتو اخته وی او د ژوندانه هلې او زلی ئې دا نشی کولې چې د خپل کور ضروری شیان پوره کړی دا وخت نو دا سړی چورت وهی چې څه وکړی. آه رښتیا په داسې ابتر وخت کې سړی ترهوره شی او ځمکه ځای نه ورکوی او اسباب د کارورته مهیا نه وی.
هو حقیقت دادی چې ډیرخلک کله چې د ژوندانه په مشکلاتو اخته شوی دی نو د دوی افکار دحیرت په طوفانی بحر کې د نجات وسایل نه مونده کوی. همدا وجه ده چې داسې افکار د سړی په روح باندې فشار راولی او د ژوندانه ګړۍ  پرې ترخې تیریږی او خوف ددې په کې شته چې  سړی سخت د مرض او جنون سره مخامخ شی.
ددې  مرض او رنځ د علاج د پاره پوهان داسې فرمایی: « په چا کې چې دحیرت د مرض مبادی پیدا شی هلته نو دا په کار ده چې یو ځلی حقیقت ته متوجه او په دا عقیدې شی چې صرف په فکر کولو څه نه کیږی تر څو د فکر سره کار او عمل ملګری ونه کړی.»
هو کله چې سړی ته د کار د اقدام دلایل متعارض ښکاره شول نو فکر دې وکړی چې ارجح یې کوم طرف ته دی چې په هماغه خوا لاړشی.
کله چې یې په منطقې دلایلو خپله او یا  د یو پوه دوست په مشوره لیارې د نجات پیدا کړه نو په هماغه طرف ته دې د کار او عمل مخه کړی او په یو طرف دې پوره  زور واچوی او په تقدیری پیښو دې هیڅ چورت هم نه خرا بوی او د ځان سره دې ووائی چې زما وظیفه خو کار او عمل دی او دا خو دادی چې د خپلې  وسعې سره سم ئې کوم.
البته چې مثبته نتیجه نه ورکوی په دا کې به د پاک خدای حکمت وی زه به خپله وظیفه، کار اوعمل ته دوام ورکوم او په تقدیری پـیـښو به دومره فکر نه خرابوم، چې آخر د بدن او د وجود عمارت مې خراب او د مرګ او جنون سره مخامخ شم او دا ځکه چې الله پاک رازق او روزی ورکونکی او مشکل خلاصونکی دی، مقدر اجل په خپلې نیټې سره هرو مرو رسیږی چې ورنه د خلاصی مخلص نشته.

هو باید سړی په داسې وخت کې د ځان سره ووایی چې زه باید په خپل لاس ځان د حیرت په زهرو مسموم نه کړم. او خپل کار او عمل جدیت او فعالیت ته به دوام ورکوم.

یاددونه :

دغه لیکنه دخدابخښلی دکتور محمد سعید «سعیدافغانی »«دنجات اوکامیابی لیاره دعلم او فلسفې له پلوه  ! » دکتاب څخه اخستل شوی ده .(کال:۱۳۵۴ هجری شمسی )

ترتیب کونکی : امین الدین سعیدی – سعید افغانی

 

۲ پاسخ به “دحیران والې علاج”

  1. admin گفت:

    روح مرحوم دکتور محمد سعید «سعید افغانی » شاد و جنتها نصیبش ، مقاله زیبا و عالیست. تشکر از دانشمند محترم الحاج امین الدین سعیدی – سعید افغانی. موفق باشید. مهدی بشیر

  2. امین الدین سعیدی گفت:

    برادر محترم جناب مهدی بشیر از خداوند پاک برای شما صحت وسلامتی میخواهم تشکر از تشویق وحسن نظر شما

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما