۲۴ ساعت

16 ژوئن
۲دیدگاه

څه وکړو !

تاریخ نشر جمعه  ۲۶ جوزا ۱۳۹۶ –  ۱۶ جون ۲۰۱۷–  هالند

څه وکړو !

مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی » 

ترتیب کوونکی : محترم  برهان الدین « سعیدی »

زما  په نظر لازمه ده چه د تعلیم و تربیی  پروګرامونو سره ، د اخلاقی  پانګه ته باید  ډیره اساسی  توجه وشی ؛ ځکه  دلته لاڅه  چه په ټوله  دنیا  کښی  اخلاقی  پانګی  خرابیږی، او څومره  چه  په تخنیکی ، صنعتی ، زراعتی  او نور بخشونو کښی  پرمختګ  شوی دی ، هغومره  د  اخلاقی  مهمی  پانګی  سره بی اعتنائی  کیږی.

نو راځی  چه مخکی  دهغه نه چه زمونږ  د اخلاقی  پانګی دارائی  ټوله برباده  او دلاسه و لاړه شی ؛ یوتربله سره په صادقانه ډول کینو او یوتربله په سلیم عقل او منطق ، خبری ته غوږ و نیسو،  تعمیق وکړو چه زمونږ د خلکو د خیر او فلاح  د پاره څه وکړو.

بل اساسی ټکی دا دی چه :

په یو قوم  او جمعیت کښی  بی اعتنائی  او  بی اعتمادی  دواړه  مزمن  او تباه کونکی  امراض  دی ؛ نو د پوه  او خیرخواه  شخصیتونو ایمانی  ډنده  دا ده  ترڅو  د تفاهم ، اعتماد  او اخلاصمندی  ریښی قوی وساتی او د بی اعتنائی مرض سره چه د تباهی موجب ګرځی ،  په معقوله  او د ښه سالم  منطق پربنیاد ؛ د خپلو د خیر او سلم اخلاقی  مجادلو ته  په  دوامداره ډول ، قوت او شدت  ورکړی.

 سعید افغانی

د سرطان میاشت ، د ۱۳۳۷ هجری شمسی کال ــ  ننګرهار

 

۲ پاسخ به “څه وکړو !”

  1. admin گفت:

    روح مرحوم مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی » شاد . مطلب عالیست . تشکر از دوست محترم جناب برهان الدین سعیدی. مهدی بشیر

  2. برهان الدین سعیدی گفت:

    سلام برادر معظم و دانشمند بشیر صاحب !
    روزه و عبادات شما به درگاه رب العزت قبول گردد و با فامیل و خانواده در حفظ و پناه رحمت و برکت الله تعالی باشید .
    الله تعالی این خدمت فرهنگی شما را در حسنات شما بیافزاید و خیر و برکت بیشتر نصیب فرمایند .
    دوست شما : برهان الدین « سعیدی»

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما