۲۴ ساعت

24 آوریل
۲دیدگاه

باید مغرض خلک وپیژنو

تاریخ نشر  دوشنبه چهارم  ثور ۱۳۹۶ –  ۲۴  اپریل  ۲۰۱۷  –  هالند

باید مغرض خلک وپیژنو

د مولانا داکتر محمد سعید  « سعید افغانی » لیکنه

په اجتماعی  ژوند کښی  دخلکو  پیژندنه نهایت ضروری ده او دا ځکه چه په خلک کښی  داسی خلک شته ، چه خلک غولوی او په دغه لیاره کی  پوره مهارت لری .

هغه جوامع چه په خلکو کښی ئئ د ښو او بدو خلکو د پیژندنی ذهنیت زهیر او ضعیف دی، حتمٲ هلته  اجنبی لاسونه په مختلفو هیلو سره کار کوی او د عمومی  تباهی وسایل زیاتوی .

هغه اقوام او ملل چه ترننه پوری د استعمار او استثمار  په لوبه کی  گیر پراته دی،  د هغو ی یوازنی علت هم دادی  چه د خپل او  پردی د توپیر کولو قواوی ئی  زهیری دی او بل  داچه  که  څه هم چال ، فریب او غولول گناه او اځلاقی جرم دی. مگر؛ شته دی داسی عناصر چه د خپلو شومو مطالبو د پاره د دی ډول  گناه او اخلاقی  جرم ،  هیڅ کوم خیال نه ساتی .

حضرت محمد ( ص)  فرمائئ :  د قیامت په لوی ورځ  کښی  به خائینان او غداران په غټ شرم  مبتلای او خلک به دوی په دیر سخت وضعیت او رسوائی کښی وینی .

دوی به  د دغی رسوائی  په واسطی  سره ، خلک پیژنی  چه په  دنیا کی ئی  په ډیر عاملیت  سره  د غولولو ، فریب ورکولو او خیانت کارونه کول .

هو : دوی به خپل تورکارونه سپین معرفی کول او دخلکو په افکارو او عقیدو به ئی د ناوڔو مقاصدو ترلاسه کولو دپار، سلطه پیدا کوله .

واقعٲ هغه کسان چه  خلک غولوی او د خپلو ناوړو مقاصدو او اخلاقی او اجتماعی  تباهیو دپاره ئی  استعمالوی ،  د اجتماع  دپاره بد او مخرب عناصر دی ؛ کوم  چه د ډیرو بدبختیو او پسمانیو  موجب کیږی. دارنگه عناصر یاید خلک وپیژی اودوی ته دا موقع  ورنه کړی چه څوک د دوی په سرنوشت  طفلانه لوبی  وکړی . 

متاسفانه چه  د بشر په تاریځ  کښی داسی عناصر څه د پردیو د استعمال په وجه او څه د خلکو د ساده ټوب له امله دیری وران کاری کړی او خلک ئی  د ډیرو بدبختو سره مواجه  گرځولی  دی .

دا هغه خلک دی چه متاسفانه په خلکو کی ئی  ځان  پوه او عالم معرفی کړی وی او خلک ورته د پرهیزگاری عقیده  لری ، مگر؛  دوی دننه بل رنگه وی .                                              

دوی ته  خلک د دینداره ښه سڔی ټوب عقیده لری ؛  خو دارنگه خلک  کله کله  د لباس او جامو په اسطه حقایق سرچپه کوی  او دیو څو غلط  مقصد په وجه د خلکو دقت او توجه ځان ته اڔوی.

زه  دانه وایم  چه په دغه  قواره ټول خلک  مغرضان  دی .  زما  دا مقصد نه  دی  چه هر چا  چه عبا، قبا ، لباده ، عمامه ، چلتار ، لویه  شنه امسآ ، او اوږدی تسبی ئی  در لودی هغه  به مغرض وی.  نه خیر!!  داسی وینا هم په کلی طور سره غلطه ده . بلکه  ښه سڔی ټوب  د زڔه کار دی او د دښو احسن اعمالو په کولو سری مینځ  ته  راځی .

ښه سړی ټوب یوازی په  گیری کښی  نه دی ، اونه هم په سپینه پکړی او اوږدو جامو کی دی !! بلکه ښه سړی ټوب د ځان  په اصلاح  کښی  او د خدای ( ج ) او د خلکو د حقوقو د پیژندلو  او د خیر غوښتلو محصول دی  چه په ښه نیت ، اراده او اخلاص  د بشر د سعادت ، ترقی او تعالی  په لیاره کښی، اوسی .

ښه خلک د خلکو سره په روان چال او چلند کښی معلومیږی نه دا چه هیڅ نه کوی او نه د خلکو د کارونو طرفدار وی.

ښه خلک هغه دی چه خلک ئی دلاس او ژبی د ضرر څخه په امن کښی وی او د چا مالونوته ئی سترگی نه وی پټی کڔی .

هغه خلک واقعٱ ښه خلک دی چه د خلکو سره مینه او محبت لری او د جامعی او د وطن د خدمت په لیاره کښی  د حیات تر آخره رمقه پوری سعیه او کوشش کوی .

هغه کسان واقعٲ ښه خلک دی چه وسعه ئی رسیږی مگر؛ چاته ضرر نه رسوی او سره له قدرته د چا مال نه خوری اونه په چا ظلم کوی .

هغه خلک رښتیا ښه خلک دی چه د خلکو په تکلیفونو او مشکلاتو  ځوریږی او تر څوئی  قدرت رسیږی د خلکو سره په لاس ، ژبه  او مال کی  فقط  او فقط خدائی ،  مرسته او معاونت کوی .

نو په دی  اساس که چیری دارنگه خلک ، که خلک دوست وگڼی او د دوی په خبر و عمل وکڔی  او یا دوی ته د خدمت په لیاره کښی وسایل برابر کړی ؛ حق او لیاقت لری. 

خلک باید ښه متوجه اوسی چه د ښو او بدو خلکو په پیږندلو کښی خطا نشی  او کوښښ  وکڔی چه د هرچا په خبرو ونه غولیږی .

زه پدی لیاره کښی یو سلسله  تجربه لرم، ځکه ډیر داسی خلک می لیدلی چه دوی په غوڔو خبرو او چالونو سره، خلک تباه کوی او له دغی لیاری څخه د دښمنانو په گټه کارونه کوی .

ما ډیر داسی خلک لیدلی چه د خپلی غلطی خبری د تائید  د پاره له ځانه د حضرت حق جل جلاله او د ده د مقرب رسول په وینا  دلیل نیسی  او یا  د نورو پیغمبرانو او اصحابو  اقوال  د خپل تائید  د پاره راوڔی.  خو حقیقت هغه نه وی او دوی په دروغو سره د ناپوهانو افکار خرابوی او په ډیر سپین سترګی ؛ حتی په پاک الله او دهغه پیغمبرانو باندی هم دروغ وائی .

ما ډیری داسی  ویناوی په  مجالسو کښی اوریدلی دی  چه په خدای (ج)  او پیغمبرانو  د دروغو  حواله ورکڔل شوی ده . که څه هم ما اکثرٲ صرفه نه ده کڔی او په همغه مجلس کی می  پری رد کړی  ده ، مگر ؛  ځینی داسی هم شوی ده  چه د فتنی او فساد په وجهی غلی  شوی یم او څه می ندی ویلی  او داځکه چی  بله چاره می نه  وه ، مگر؛ په زڔه کښی  ډیر خفه شوی یم  او  د داسی تباه کارانو په حال می تاسف کڔی او د ځان سره می وایلی :

کاش : د انسان  زړه لکه دهغه  قهواره غوندی ، ښکاره وی ؛  ترڅو مغرض  خلک چه  د فتنی ، فساد  او د بشر د تباهی  موجب ګرځی ، وپیژندل شی .

سعید افغانی

د جدی ۲۲ مه ، د ۱۳۴۴ هجری شمسی کال ــ  ننگرهار

ترتیب کوونکی :  برهان الدین « سعیدی »

 

۲ پاسخ به “باید مغرض خلک وپیژنو”

  1. admin گفت:

    خداوند روح مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی » را شاد گرداند . تشکر از دوست گرامی آقای برهان الدین « سعیدی » مهدی بشیر

  2. برهان الدین سعیدی گفت:

    سلام دوست معظم و دانشمند بشیر صاحب !
    الله تعالی شما را با فامیل محترم خیر و برکت بیشتر نصیب فرماید .
    از محبت و لطف دایمی شما یک جهان تشکر مینمایم. سعیدی

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما