۲۴ ساعت

31 مارس
۲دیدگاه

د بسیطه جهل علاج !

تاریخ  نشر جمعه  ۱۱ حمل  ۱۳۹۶ –  ۳۱ مارچ  ۲۰۱۷  –  هالند

د بسیطه جهل علاج !

دکتور محمد سعید « سعید افغانی »

یعنې د هغې نا پوهی علاج کوم چې انسان په کې په خپل علم او پوهې هم معتقد نوی دا مرض د ناپوهی مرض دی، چې په زده کړې  سره محوه کیږی  او د تحصیل په دوایی علاج کیدلی شی.

دا رنګ نا پوهی په ابتدا د عمر کې بده  نده او هر سړی اول نه پوهیږی او بیا وروسته د سعیه او کوشش په اثر عالم او پوه شی.
هوکه سړی ابتدا پوه وی نو په  ښوونځی، مکتب او مدرسی، تعلیم او تعلم ته څه حاجت پاتې شی؟  نو معلومه شوه چې هر سړی اول عالم نوی ،لکن وروسته د تحصیل ځنې په یو څه پوه شی نو د ناپوهی مرض په ابتدا د عمر کې قبیح نه دی په زده کړې سره یې علاج کیدلی شی، او د پوهانو د پاره په کاردی چې د ناپوهانو د پاره به همیش د علم صفت او جهل مذمت کوی او د جهل د اضرارو دپاره به امثال اوشواهد او هغه ناکاری پیښی چې د جهل په اثر راځی خلکو ته بیانوی.

دادی چې په دې لاندې ډول سره به زه هم یو څه د علم او پوهی په صفت او دجهل په مذمت کې د گرانو لوستونکو په حضور تقدیم کړم :
انسان باید فکر وکړی او په حال د انسان او دنورو حیواناتو کې عمیق شی چې دا څه وجه ده چه انسان د نورو حیواناتو ځنې  ممتاز او په قباء « ولقدکرمنابنی آدم»  ملبس دی.
دا وخت به انسان ته داعقیده حاصله شی چه فضلیت د انسان په نورو حیواناتو باندې په علم سره دی ، او په علم او پوهې سره انسان د عزت او اکرام منزلت حاصل کړی دی. له بلې خوا باید انسان د جاهل او ناپوه حقیقت ته متوجه شی کوم چه هغه د علم په صفت سره متجلی او ښایسته نه وی نو دا وخت به دا ورته واضح شی چه جاهل په شمار د بې خولې حیواناتو کښې حسابیـږی او د حیواناتو په شمار کښې دی.
همدا وجه ده چه جاهل او نا پوه کله چه د عقلاو،  فضلاو او پوهانو مجلس ته حاضریږی او هغوی په علمی مسائلو کښې بحث کوی او اجتماعی، اخلاقی، سیاسی، ادبی او مذهبی تحقیقات او توضیحات کوی، هلته جاهل په یو عالم سکوت مبتلا او په زړه کښې ئې د غم غوبل وی.
هو خبرې به نشی کولی او د بل په خبرو به نه پوهیـږی او دجهالو او نا پوهانو مجلس به نوی چه د چټیاتو او ناپړیتو به وینا کښې جاهل هم څه فعالیت ښکاره کړی نوځکه جاهل د پوهانو په مجلس کښې زیات خفه او ملول وی.  
حقیقت دا دی چه دا رنګه نا پوهان چه خپل قیمتی وخت یې عبث کړی وی او د مکتب او د مدرسې ځنې یې استفاده نه وی کړی او همیش په لهوه او لعب کښې یې خوند اخستی او د حیات په مرموزه اسرارو نه وی خبر نو  د حیواناتو ځنې هم مبتر دی ځکه حیوانات خپل طبعی او خلقی قوت او طاقت کوم چه هغه د بل په واک او اختیار کښې دی دبل په ارادې په کار اچوی، په خلاف د ناپوه انسان ځنې ناپوه انسان خو خپل هغه استعداد چه دعلم او زده کړې د پاره  آماده وو په کار وانچول او ده دا ونه کړه چې په زیار او زحمت سره د علم په صفت موصوف او د جامعې او ټولنې  د پاره د کار غړی شوی وی.
 نو ځکه نا پوه انسان د حیوان لایعقل ځنې مبتردی، بلکه نا پوه انسان د جماداتونه هم ښکته دی ځکه جمادات تیږه لوټه او داسې نور غیر نامی او نه لویدونکی اجسام په خپل طبعی استعداد سره د انسان په اختیار کښې دی او ناپوه انسان خو خپل اختیار د بل په اختیار ورکړی او خپل په خپله یې خپل موجودیت لکه د جماد په شانې کرځولی.
همداوجه ده چه خدای پاک فرمائی: « أُوْلَـئِکَ کَالْأَنْعامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُوْلَـئِکَ هُمُ الْغافِلُونَ » (د اعراف سوره،  ۱۷۹ آیت).

د یونان ستر عالم او فیلسوف ارسطاطالیس ویلی که کوم لیدونکی (بینا) د یونابینا لاس ونیسی او دواړه په څاکې ولویږی ، نو په شقاوت او بدبختی کښې خو دواړه شریک شول ، لکن نا بینا ددی له امله چه عاجز وو او استعداد د لیدلو ئې نه در لوده معذور اومرحوم شمیرلی شی،  او بینا ملامت او مقصر دی.
هو ده ته خدای پاک سترګې ورکړی وی عقل یې در لوده نو ځکه خپل عقل اولیدلو ته مقصر او ملامت دی.

 یو عربی شاعر وایی:

ولم ار فی عیوب الناس عیـباً + کنقص القادرین علی التمام

وائی زه نه وینم په عیبو د خلکو کښې داسې عـیـب په شانی لکه چه نقص او عیب د قادرینو دی په تمام والی د کار باندې هو په رښتیا چه په اتفاق د صاحبانو د عقل او نقل هیڅ کوم فضیلت بې د علم نه حاصلیږی. همدا وجه ده چه پاک الله خپل حبیب محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم ته فرمایی (قل رب زدنی علماً) وائی: ووایه چې ای مربی زما په علم کښې مې زیاتوالی وکړئ.
کله چه حضرت عایشه رضی الله تعالی عنها رسول صلی الله علیه وسلم ځنې پوښتنه وکړه چه په څه شی سره فضلیت د خلکو په خلکو سره پیدا کیـږی حضرت محمد  صلی الله علیه وسلم ورته په ځواب کې وویلې چه په عقل سره.
یو ورځې انحضرت صلی الله علیه وسلم علی کرم الله وجهه ته فرمایل: « یا علی اذا تقرب الناس الی خالقهم بانواع البرفتقرب بعقلک تسبقهم با لدرجات و لزلفی».
د ترجمې حاصل: ( ای علی کله چه د ستا او د نورو خلکومسابقه راغله په زیات نږدې والې او تقرب سره دربار د خالق جل جلالله ته اوخلکوغـوښتـل چه ځان نږدې کړی په اقسامو د نیکیو سره، نو ته ځان نږدې کړه په عقل سره، نو پدې مسابقه کې به ته  په دوی باندې په ډیرو درجو او قُرب سره په هغې باندې مخکښی شې.)

په یو حدیث شریف کښې راغلی:‎« الناس اما عالم او متعلم و الباقی همج» خلک په دوه قسم دی یو قسم عالم دی او بل متعلم باقی نور خلک لکه واړه واړه مچانو په شانې دی.
یو صحابی د آنحضرت محمد صلی الله علیه وسلم ځنې سوال وکړو چی ګوم عمل بهتر دی .

رسول صلی الله علیه وسلم جواب کې ورته وویلې (علم) په درې کرته صحابی همدا سوال وکړو او رسول صلی الله علیه وسلم همدا ځواب وویلې. اخرصحابی وویلې، چه زه د عمل  ځنې سوال کوم  او تاسې په علم سره ځواب راکوئ.
 رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویلې چې لـږ عمل سره دعلم ځنې دا بهتر دی د ډیرعمل ځنې چه د جهل ناپوهی سره وی.

د مرکب جهل علاج

یعنې د هغې ناپوهی علاج کوم چه ناپوه په کښې په خپل ناپوهی باندې  د پوهې، علم یقین او عقیده لری.

د مرکب جهل په حقیقت باندې د ښه پوهېدو لپاره لاندې شعر ډېر ښه بیانونکی دی:

آن کس که بداند و بداند که بداند + اسب خرد از گنبد گردون بجهاند
آن کس که بداند و نداند که بداند + آگاه نمایید که بس خفته نماند
آن کس که نداند و بداند که نداند +  لنگان خرک خویش به منزل برساند
آن کس که نداند و نداند که نداند + در جهل مرکب ابدالدهر بماند
  (۱)

لکه چه اطباء او ډاکتران د ځینې مزمنو امراضواو رنځونو د علاج عاجز دی همدا رنګه د نفسی او روحی امراضو اطباء او ډاکتران د مرکب جهل د علاج نه عاجز دی او دا ځکه چه دا رنګ خلک سره د ناپوهی ځنې د پوهې دعوا هم کوی او دیته نه حاضریږی چه ځان په خپلې نا پوهی خبر کړی.
حضرت عیسی نبینا وعلیه الصلواه والسلام به ویلې:
چه زه  د مورنی وړوند او د ابرص د مرض له علاجه عاجز نه یم لکن زه د احمق  له علاجه عاجز یم.
دومره ده چه یو څه سړی ته لـږ قدرې اطمینان ورکوی چه ګوندې د دې مرض مصیبت رسیدلو خلکو به علاج پرې وشی هغه دا دی چه په دا رنګ خلکو دی د ریاضی او ساینس علوم  وویل شی لکه حساب او هندسه او داسې نور ځکه چه په علومو کښې حقایق په سترکو مشاهده کیږی او مطالب بداهت ته رسیـږی. ځکه چه د دې علومو په ویلو کښې به ورته یو لذت حاصل شی او په حقایقو باندې به یوڅـه پوه او عادی شی ګوندې په ورو ورو سره دا مرکب جاهل یو وخت په خپلو خطاوو پوه او ددی دعوا ونکړی چه زه پوه یم او په دې وسیله دده د جهل بسیطه شی او بیا دیته حاضر شی چه خپل خطاوې دعلم په برکت سره محوی  کړی او د بسیطه جهل ځنې هم نجات ومومی.
محترم لوستونکی !
به خدای خبر چه د څنکه ناپوهانو سره مخامخ شوی وی او زه نه پوهیږم چې دوی به کوم جاهل مرکب لیدلی وی اوکه نه او یا دوی به داسې نا پوه چه د سړی زړه خوری او آسمانی تندر به وی چیرته لیدلی وی او که نه لیکن ما په خپله خوزښت ډیر داسې ناپوهانو سره خپل زړه خوړلی او ځینی داسې مرکب جاهلانو سره مخامخ شوی یم چې تر ننه پورې په دې عقیده یم چه دا سړی به هیڅ د ساینس او ریاضی په علومو او د افلاطون او بوعلی سینا او د نابغه پوهانو په تعلیم به پوه او انسان نه شی.
هـو چه په لوح محفوظ ښکلی لیونی وی +  به تعلیم د معلم به هوښیارنه شی
لیکن زمونږ وظیفه دا ده چه اول د پوهې د پاره سعیه لرو او په آخر کښې به دوعاء ورته کوو.

یاددونه :
(۱) دغه شعر چی خدابخښلی داکتر صاحب  «سعید افغانی»په خپل کتاب کی ترینه یادونه کړی ،د « ابن یمین فریومدی یا سبزواری»  د امیر تیمور د وخت دشاعرانو دجمله ځنی  دی .دغه نامدار شاعر په اتم پیړی کی تیر شوی .اودخرسان قدیم له مشهور  شاعرانو ځنی شمیرل کیږی .او ددغه شعر ټول بندونه دادی .

آن کس که بداند و بداند که بداند + اسب خرد از گنبد گردون بجهاند
آن کس که بداند و نداند که بداند + آگاه نمایید که بس خفته نماند
آن کس که نداند و بداند که نداند +  لنگان خرک خویش به منزل برساند
آن کس که نداند و نداند که نداند + در جهل مرکب ابدالدهر بماند   

آنکس که نداند و نخواهد که بداند+حیف است چنین جانوری زنده بماند

دغه لیکنه دخدابخښلی دکتور محمد سعید «سعیدافغانی » «دنجات اوکامیابی لیاره دعلم او فلسفې له پلوه  ! » دکتاب څخه اخستل شوی ده .  (کال:۱۳۵۴ هجری شمسی )

 

۲ پاسخ به “د بسیطه جهل علاج !”

  1. admin گفت:

    خداوند روح مرحوم دکتور محمد سعید « سعید افغانی » راشاد گرداند . تشکر آز دانشمند محترم جناب محترم الحاج امین الدین سعیدی . موفق باشید.
    مهدی بشیر

  2. امین الدین سعیدی گفت:

    استاد محترم مهدی بشیر از حسن نیت وبزرگواری شما جهان سپاس خداوند شما را در فعالیت فرهنگی وزندگی شخصی موافق وصحتمند داشته باشد .

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما