۲۴ ساعت

26 فوریه
۱ دیدگاه

غزل

تاریخ  نشر یکشنبه هشتم   حوت  ۱۳۹۵ –  ۲۶  فبروری  ۲۰۱۷  –  هالند

غزل

مصطفی پسرلی

اوس په دې کلی کې هر څوک د ځان خبرې کوی

ځان ترې نه هیر وی او د لوړ اسمان خبرې کوی

مخ ته مې ګوری خو مې سترګو ته کتلى نه شی

داسې سرکوزی بیا د دین ، ایمان خبرې کوی

زه ځپل شوى یم په دې چې ما ترې مینه غوښته

زخمی ګوګل مې د هغه دوران خبرې کوی

نور په خوږو خوږو کیسو د هغه نه غولیږم

اغیار په مکر د وصال ، هجران خبرې کوی

د پسرلی خوار قسمته ته به کله ویښ شې ؟

د شر لاسونه بیا د ګران ، ارزان خبرې کوی

مصطفی پسرلی
۱۸/۰۲/۲۰۱۷

 

یک پاسخ به “غزل”

  1. admin گفت:

    تشکر از آقای پسرلی ، سروده عالیست. موفق باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما