۲۴ ساعت

24 فوریه
۱ دیدگاه

عجبو رواجونو

تاریخ  نشر جمعه ششم  حوت  ۱۳۹۵ –  ۲۴  فبروری  ۲۰۱۷  –  هالند

عجبو رواجونو

محترم مصطفی پسرلی

دا د عجبو رواجونو په تصویر کې ورک شوم

زه د پردیو روایاتو په تفسیر کې ورک شوم

دا ستا یادونه مې مل شوی پرې زړګی صبروم

ستا د وصال په طمعه داسې یو بهیر کې ورک شوم

زه یې د اوښکو په څیر سترګو نه ګوزار غوندې کړم

د ژوندانه په خوند پوه نه شومه شوګیر کې ورک شوم

د غلامۍ د ژوند خندا زه بې ننګۍ ګڼمه

زه د غلام د غلامۍ په تور ځنځیر کې ورک شوم

راز مې په سترګو کې ځلیږی ، حال ویلی نشم

زه مې په خپل لیدلی خوب او خپل تعبیرکې ورک شوم

ما به څپو د درویابونو سره لوبې کړلې

اوس د پردو د سوچ او فکر په تدبیر کې ورک شوم

تیرو چړو د پسرلی ګوګل پرهر پرهر کړ

زه د دردنو د جهان پدې جاګیر کې ورک شوم

مصطفی پسرلی
۲۰/۰۲/۲۰۱۷

غزل

 

یک پاسخ به “عجبو رواجونو”

  1. admin گفت:

    تشکر از جناب محترم مصطفی پسرلی ، بازهم سروده عالیست. موفق باشید . مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما