۲۴ ساعت

25 دسامبر
۱ دیدگاه

زمونږ کلی او بانډې کتاب د چاپه راووت

تاریخ  نشر یکشنبه پنجم چدی  ۱۳۹۵ –  ۲۵   د سامبر  ۲۰۱۶  –  هالند

زمونږ کلی او بانډې کتاب د چاپه راووت

زمونږ کلی او بانډې کتاب چې د هیواد د ښه  شاعر او لیکوال ښاغلی سمیع الدین افعانی نوی اثردی دمومند خپرندوی ټولنې په مټ په ښکلی صقافت او ډیزآین د چاپه راووت ۰

دغه کتاب چې په ۹۷ مخونو کې دچاپ چارې بشپړاو د ۱۰۰۰ټوکوپه شاو خوا د چاپه راووت دلیکوال دخپلو خبرو برسیره دهیواد دمشرقی سیمو میشتو ولسونو اوپرګنوکلیوالی کلتور او سیمه ایزو دودونو او رواجونوته پکې خاصه پاملرنه شویده۰

همدارنګه په دغه اثر کې دلغمان تاریخی قدامت اوجغرافیوی موقعیت په اړه د معاصرو اومعتبره لیکولانو څیړنیزو کره لیکونو ته هم ځای ورکړل شویدی۰

پدغه کتاب کې لیکوال دخپلو دخاپوړو دکلیو اوبانډو ترڅنګ په کلیو کې د ودونو رواجونه، د درس اوتعلیم معاشره، ودونه اوعنعنې ، اشریا د خپلې خوښې کارونه اودمحلی ژوند هراړخیزه برخو ته لنډه کتنه کړې  چې دغه سلسله د انتر نیتی پاڼو له طریقه په ۱۶ برخو کې هم نشر او د هیواد والو د توجه وړ ګرځیدلې ده ۰

مینه وال کولای شی زمونږ کلی او بانډې تر سرلیک د افغانی صیب دا  نوی کتاب  په ننګرهارکې دمومند خپرنرندوی ټولنې څخه په لاندې پته ترلاسه کړی۰

چاپځاى: د مومند خپرندویې ټولنې تخنیکی څانګه۰

عبدالمجید مومند کتاب پلورنځى مخابراتو څلورلارى ننګرهار۰

 اړیکې :

١۶١١٢۶٢۵٢۵

په ډیره مینه

د حق د لارې کلتوری مرکز – جرمنی 

دیسامبر ۲۰۱۶

م ۰ کال

 

یک پاسخ به “زمونږ کلی او بانډې کتاب د چاپه راووت”

  1. admin گفت:

    دوست عزیز ، اعلان کتاب تان را نشر نموده ام ، موفق باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما