۲۴ ساعت

11 دسامبر
بدون دیدگاه

ښه دولتداری کومه ده؟

تاریخ  نشر یکشنبه  ۲۱   قوس  ۱۳۹۵ – ۱۱   د سامبر  ۲۰۱۶  –  هالند

ښه دولتداری کومه ده؟ 

محترم د. صلاح الدین سعیدی

دشخص او کدر پرځای اول باید سیستم فعال کړای شی.

هغه اداره ښه ده چې سیستم پکې فعال وی او ضرورت نه وی د ادارې لمړۍشخص د ورځې ۱۸ ساعته کار وکړی! 

داچې د میلاد النبی په رسمی ناسته کې : 

دشمنی او عداوت په دشمنی او عدالت تبدیل کړای شی اوددشمنی او عدالت شر وبلل شی دا ستره خطاء او حد اقل د ستړیا نښه ده. الله تعالی دې پر افغان ولس رحم وکړی چې د عالم اسباب امیدونه په ناامیدیو تبدیلیږی. آیا شاوخوا آغا بلې ګان یاست که تریخ حقایق هم رسوئ؟ 

دا هماغه زما اعتراض ثابتوی چې دوامداره ۱۸ ساعته کار در کار کوالیته ټیټوی او د اشتباهاتو موجب ګرځی. دا د منلو وړ نه ده. 

سیستم باید فعال شی او د ادارې اول شخص باید هماغه کار کې حضور ولری چې هغه د اول شخص بې له حضوره نشی کیدای. 

یا لیک نه رسی یا قدرت د جذب ضعیف شوای. دواړه حالته د منلو نه دی!  

د. صلاح الدین سعیدی

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما