۲۴ ساعت

24 نوامبر
۳دیدگاه

د کابل ښارد ۱۳۹۵ کال د پوهنې ستوری

تاریخ  نشر پنجشنبه  چهارم  قوس   ۱۳۹۵ –  ۲۴ نوامبر   ۲۰۱۶ – هالند

د کابل ښارد ۱۳۹۵ کال د پوهنې ستوری وټاکل شو

ترتیب اواولېږونکی: ظفرخان « اهتـمام »

د کابل ښار د دولتی او خصوصی ښوونځیو د ۵۳ زره زده کوونکو ترمنځ تر سختو رقابتی سیالیو وروسته د کابل ښار د پوهنې ستوری وټاکل شو. ددې سیالیو په وروستی پړاو کې د کابل ښار د غازی عبدالله لیسې د یولسم ټولګی زده کوونکی عامر د محمد ایوب زوی د ۱۳۹۵ کال د پوهنې ستوری لقب خپل کړ. 

په دې تړاو د پوهنې وزارت د ساینس مرکز تالار کې د پوهنې د وزیر ، د وزارت د مرستیالانو او مرکزی رییسانو، ښوونکو، زده کوونکو او د زده کوونکو د والدینو په ګډون لویه غونډه جوړه شوې وه.

د پوهنې وزیر د زده کوونکو د ذهنی ودې او پیاوړتیا په موخه د پوهنې ستوری د ټاکل کېدو پروګرام، چې هر کال د کابل ښار د پوهنې ریاست په نوښت د دولتی او خصوصی ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ جوړېږی، یو ګټور او مهم ګام وباله او هیله یې وښوده، چې په نورو ولایتونو کې هم د زده کوونکو د استعدادونو د غوړېدو په موخه ورته علمی سیالۍ جوړې شی

د کابل ښار د پوهنې رییس  د پوهنې ستوری د ټاکل کېدو په تړاو وویل، چې د ۱۳۹۵ ښوونیز کال له پیل راهیسې د دولتی او خصوصی ښوونځیو د یولسم ټولګی د ۵۳ زره زده کوونکو ترمنځ علمی سیالۍ پیل شوې، چې تر ۱۶ پړاونو وروسته ۱۰۰ تنه زده کوونکی وټاکل شول. د نوموړی په وینا، چې وروستی پړاو ته درې تنو زده کوونکو لاره پیدا کړې او ترمنځ به یې د پوهنې ستوری د ټاکل کېدو په موخه سیالی وشی.

 د پوهنې رییس زیاته کړه، چې د زده کوونکو د هڅونې او تشویق په موخه د لومړی مقام ګټونکی ته یو عراده موټر او لپ ټاپ کمپیوټر، دویم مقام ګټونکی ته یو لپ ټاپ کمپیوټر او نغدی جایزه او د درېیم مقام ګټونکی ته هم نغدی جایزې په پام کې نیول شوی دی

وروسته د آزموینې د منتخب پلاوی تر نظر لاندې د پوهنې ستوری د ټاکل کېدو وروستی پړاو سیالی پیل شوه چې دغه خپرونه دملی ټلوېزیون څخه ددوشنبې شپه دلړم په دیرشمه نشرشوه په پاییله کې:

د غازی عبدالله لېسې زده کوونکی عامردلغمان ولایت اصلی اوسېدونکی لومړی،

د عبدالاحمد جاوېد د لېسې زده کوونکې فریحې دلوګر ولایت اصلی اوسېدونکې  دویم

 د لامعه شهید لېسې زده کوونکې نېکبخت درېیم مقام خپل کړ.

د پروګرام په پای کې د پوهنې د وزیر  او یو شمېر نورو چارواکو لخوا د سیالیو ګټونکو ته ټاکل شوې جایزې ورکړل شوې.

ترتیب اواولېږونکی: ظفرخان « اهتـمام »

 

۳ پاسخ به “د کابل ښارد ۱۳۹۵ کال د پوهنې ستوری”

  1. admin گفت:

    تشکر از اهتمام عزیز ، خبر و گزارش عالیست من این موفقیت برای این عزیزان و خانواده هایشان تبریک عرض میکنم و موفقیت بیشتر شانرا خواهانم . یک موضوع را باید اضافه کنم که در وزارت ها بخصوص وزارت معارف فساد اداری به اوج خود رسید و خدا کند که حق به حقدار رسیده باشد . موفق وسلامت باشید.
    مهدی بشیر

  2. محترم محمد مهدی بشیر صیب از نشر مطلب که علم ومعار ف را تشویق میکند خیلی ممنون ام جناب عالی هیبات ازجمله ما بیچاره واری معلمین بوده که اتنشاء الله حق تلفی نشده است با احترام

  3. محترم محمد مهدی بشیر صیب از نشر مطلب که علم ومعار ف را تشویق میکند خیلی ممنون ! جناب عالی ستاره سوم که ازمروم کوششی ولایت بامیان بوده وهم درمورد نام پدرش ان وقت معلوماتم ناتکمیل بوده دوستانم انتقادنمود درین حاشیه ان را اضافه نموده واگر به آدمین محترم سایت تزئِن شده ، رنگه و واقعاً زیبا زحمت نباشددر اصل متن اضافه خواهتد نمود
    ۱- عامر ولد محمد ایوب دلغمان ولایت اصلی اوسېدونکی د غازی عبدالله لېسې زده کوونکی لومړی مقام ،
    ۲- فریحې ولدعبدالغفور دلوګر ولایت اصلی اوسېدونکې د عبدالاحمد جاوېد د لېسې زده کوونکې دویم مقام
    ۳- نېکبخت ولذ عبداللطیف دبامیان ولایت اصلی اوسیدونکی د لامعه شهید لېسې زده کوونکې درېیم مقام وگـڼه.
    د پروګرام په پای کې د پوهنې د وزیر او یو شمېر نورو چارواکو لخوا د سیالیو ګټونکو اویوشمېرمسؤلینـوته ټاکل شوې جایزې ورکړل شوې.
    ترتیب اولېږونکی: ظفرخان « اهتـمام »

    با احترام

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما