۲۴ ساعت

19 نوامبر
۲دیدگاه

د خیر او شر مجادله

تاریخ  نشر شنبه  ۲۹ عقرب   ۱۳۹۵ – ۱۹  نوامبر   ۲۰۱۶ – هالند

د خیر او شر مجادله

مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی »

ترتیب کوونکی : برهان الدین « سعیدی »

د بشر په  تاریخ  کښی  د خیر او شر مجادله روانه  ده ، په دی مجادله کښی  ډیر بیرحمانه تور  ټکی لیدل  کیږی او د وحشت ، بربریت او د تجاوزونو آثار شته دی ،خو د شکر ځای دا دی  چی هر وخت داسی  سپیڅلی عناصر پیدا شوی دی  چی د خلکو د نجات لپاره ئی  نه هیرونکی هاند ویستلی دی .

هغه او هوغه  ګوری چی  څومره  بی عدالتی ئی وکړی ، څومره د مظلومانو  او بی وسی انسانانو د آهونو موجب  شول ، د یتیمانو  او یسیرانو د اوښکو ډکی  سترګو خو مو ډیری لیدلی دی ، د کونډو د ژوند زړه  سوزونکی  صحنی خو در په یاد دی ، لوږی ، تندی ، برنډوالی ،  بی کاری ، ناجوړی ، بی علمی او بی سوادی خو تر اوسه  د مهم  بحث موضوع  ده .

حقیقت دادی  چی دا ټولی  بی نظمی ، بی عدالتی  او اقتصادی تنګسی د همغه ملاکی  او  فیودالی نظامونو د نا معقولو  حرکاتو محصول  دی  خو  بیا هم د شکر ځای  دادی  چی  په عین همغه ،   د استبداد  ، فرعونیت او خود سری  په  دورو کښی  د پاکو، حساسو او مثالی هڅو او هیلو خاوندانو پوره عاقلانه او عاملانه زیار ایسته  چی  د انسانیت ، بشریت او وطنیت  په خاطر اجتماعی  او په  زړه پوری  بدلون  راولی  نو په دی  مناسبت  وایم :

تا په هغه تورو تاریکو دوروکښی د نور احساس کولو او د نور په خوادی شدیده هڅه وه ، هیله دی درلودله  چی د تاریکی توری  پردی به څیری شی  او  د نور دوره  به راشی .

ته هغه وخت  مایوسه نه وی  بلکه د مایوسی  په شرایطو کښی دی د ځوانانو د امیدواری منابع او د هڅو او هیلو مراکز تخنول او د نظم او تشکل د راوستو لپاره دی نه ستومانیدونکی هاند ویسته .

 هغه وخت  ډیرو د پاکو هڅو او هیلو فکرونه او مغزونه و ټکول شول ، ډیرو په  زندان کښی د مرګ د کاسه په سر واړوله ، ډیرو فکر او تعقل  خاوندان  د مایوسی سره  مواجه  شول  .

ډیرو ښه  د استعداد ځوانان  مرتجع شول  او د ارتجاعی بادارانو او د توری ارتجاع  په خدمت کښی ئی لویی ، لویی  چوکی  واخستلی .

 ډیر د لویو او وړو چوکیو خلک چی د ظلم ، استبداد او د انحراف د حرکت سره یی جوړښت ونه کړو په ډول ،  ډول  ترخو حالاتو مواجه شول ، چور شول ، ترور شول ، له صحنو ووتل ، په دسیسو مبتلا ، پروپاکنډی ورپسی وشوی ، مختلف تورنه ورباندی ولګیدل ، بدنام ، بی حیثته ، په اقتصادی فشار اخته ، په جیلونو کښی  بندیان ، فامیل اولادونه ئی  تباه شول .

هغه وخت به مو په یاد وی چی د علم او پوهی معیار او مقیاس په ارتجاعی  ساز شو نو کښی لیدل کیده .

هغه به موهم په یاد وی چی چالاکانو به سرویس  ته دختلو او ور څخه د ښکته کیدلو په وخت  کښی د خپل  نوبت خیال  نه ساتلو.

هغه وخت  د مرتجعو عناصرو سره مترقی  ‌ذهنیت د خلکو په  زورولو او ړبرولو کښی  وه .

هغه وخت د اخلاقو ستاینه په چاپلوسی او تملق کښی  لیدله کیدله .

هغه وخت ورځی  ته شپه او شپی ته ورځ  ویل د مستبدو بادارانو د وروځو  په اشاره علم ، فضل او کمال حسابیده .

هغه وخت اکثر کاذب شخصیتونه  د صحنو په مخ  لوبیدل  او په ډیری بی شرمی  به یی د خلکو  په مقدراتو طفلانه  لوبی کولی  خو سره د دی ټولو آفرین او شابس په تا چی د خلکو د خدمت  په لیاره کښی  د خپل هوډ او تکل  څخه وانه اوښتی  او په  عاقلانه او عاملانه ډول دی دننه د ارتجاع په سټه کښی  مترقی  زری داخلی  کړی او په  یو نه باورکیدونکی تکتیک  دی د وطن  د دښمنانو  ریشی وویستلی .

 هیر به می نشی هغه وخت هم  چی زه  د خلکو ، وطن ، حقیقت او عدالت د مفکورو د  تامین لپاره مصمم شوم  او د اقبال دا لاندی شعر به می  زیات لوسته :

تیشه ام  را تیز گردانی که من 

  محنتی دارم  فزون از کوه کن « اقبال »

یاره ! هر څه به می هیر شی  .  مګر؛  په دی وطن کښی  می د مستبدو او مغرورو کسانو نخری ، نه هیریږی .

هو : هغه څه  چی  ما په دی وطن  کښی  د بی عقله واک دارانو څخه  لیدلی  دی؛  هغه  د هیریدو نه دی .  خو خوښ یم  چی د خلکو په ضد  می هیڅ  کله،  هیڅ  قدرت  ته د تسلیمیدو سر په رکوع  او سجده  نه دی ایښی .

 خوښ یم  چی د شرایطو په  تناسب می  د ترقی ، نهضت او پر مخ تګ په خوا  هڅه کړی ده .  خوښ یم  چی  یو عمر می  د فرعو نیانو په مقابل  کښی د خپلی وسی مجادله جاری ساتلی ده  او د مرګ تر آخری سلګی  به د خلکو د خدمت  په لیاره کښی  خپل د توان مساعی  جاری و ساتم .

حقیقت دا دی  چی :  د خیر او شر مجادله کښی ، ستر قهرمانان  سرټکوی او د سترو  خدمتونو مصدر  ګرځی .

****
« سعید افغانی »

۱۳۵۷ هجری شمسی ــ کابل

ترتیب کوونکی : برهان الدین « سعیدی »

 

۲ پاسخ به “د خیر او شر مجادله”

  1. admin گفت:

    روح شادروان مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی » شاد و جنتها نصیبش. تشکر از دوست وبرادر دانشمند جناب محترم برهان الدین « سعیدی » . زنده باشید . مهدی بشیر

  2. برهان الدین سعیدی گفت:

    سلام برادر معظم و دانشمند مهدی بشیر صاحب !
    ممنون از لطف و محبت شما ؛ الهی برای شما و فامیل محترم ؛ صحت ، سلامتی و موفقیت مذید عنایت فرماید . سعیدی

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما