۲۴ ساعت

10 نوامبر
۲دیدگاه

نابللى میلمه

تاریخ  نشر پنجشنبه  ۲۰ عقرب   ۱۳۹۵ –  دهم  نوامبر   ۲۰۱۶ – هالند

نابللى میلمه 
محترم الحاج نجم الدین « سعیدی »٬
********
هو ! په رښتیاهم نابللى  دی. 
ځکه هر د قیقه او هره ثانیه دې ترڅنګ ولاړ وی. 
شپه او ورځ خوښی او خوشحالی ته نه ګوری. 
په غم او ښادې کې درته ناست وی. 
د هیچا څخه ویره نلری. 
صله، عاطفه  او رحم ئې عادت ندی . 
خپلوی او دوستی نلری. 
کله چې حکم او امر ورته وشی نو بې لهد ځنډه امر سر ته رسوی .   (  ١  )
کاستی او کمی د امر په اجراء کې نه کوی او در څخه ئې اخلی. 
د ژړا او واویلا هیڅ پر وا نه کوی . 
هو ! هغه ورو ورو او په کراره راځی ولې په وړو کې تلوار او عجله لری. ډیر بې کبره دی د زوړ او ځوان په دستر خوان کېناستلای شی.
او همدا تکراروی چې .« کل نفس ذا یقه  الموت …»
هر نفس د مرګ مزه څکونې ده .              
هو : مرګې نا بللى میلمه دی، چې هر آن دې تپوس کولای شی . 
================
نجم الدین « سعیدی »    (   ٢٠١۶   /    ۵   /   ٣٠   )
 (  ١  )  سوره الا نعام  آیات   (  ۶٠   )
 

۲ پاسخ به “نابللى میلمه”

  1. admin گفت:

    تشکر از جناب حاجی صاحب نجم الدین « سعیدی » ، عالیست. موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

  2. نجم الدين سعيدي گفت:

    گران او محترم ورور مهدی بشیره الله دی صحت مند لره خوسی او خوشحالی دی په نصیب او سه .

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما