۲۴ ساعت

04 نوامبر
۲دیدگاه

د پیښور مهاجر !

تاریخ  نشر جمعه ۱۴  عقرب   ۱۳۹۵ – چهارم  نوامبر   ۲۰۱۶ – هالند

!د پېښور مهاجر

محترم د۰ ص۰ سعیدی

د ولس نه دې تل ځار یو پېښوره

له حکامو دې بېزار یــو پېښوره

په کابل او پېښور کې افغان یو دی

په هر لور دی سرګردانه  پېښوره

لږ دمه شه پېښوره هېر به نشی

له آمـو نـــه تر بولانه پیښوره

خپل وطن کې مهاجر راته خطاب کړی

له پنجابه شوې  ستومانه پېښوره

چا اوبه کله په ډانک ندی بیل کړی

لر او بـــر د زړو درمـــانه پیښوره

ولسونه بېدار شوی پرې پوهیږی

 ویاړ تاریخ د لوی افغانه پېښوره

  پښتنو  دتاریخونـــو ښه بیلګه یې 

تاکې میشت دی له پخوانه پیسوره

لرې نه ده چې به بیا یو لوی قوت شې

د کـــلو کـــلو ارمـــانـــه پیښـــوره

—————-

د۰ ص۰ سعیدی

نومبر ۲۰۱۶

م ۰ کال

 

۲ پاسخ به “د پیښور مهاجر !”

  1. admin گفت:

    جناب آقای دکتور صلاح الدین سعیدی ، تشکر از سروده عالی تان . موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

  2. تشکر سلام و احترامات تقدیم است جناب مهدی بشیر. رسالت و پیامهای مشترک اند!

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما