۲۴ ساعت

22 اکتبر
۱ دیدگاه

لورنه

تاریخ  نشر  شنبه اول عقرب   ۱۳۹۵ –  ۲۲  اکتوبر  ۲۰۱۶ – هالند

لورنه

مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی »

 ترتیب کوونکی : برهان الدین « سعیدی »

وائی  :  زما لورنه د دی  موجب  شوه  چی  د ځوانانو او مترقی  قشرونه  لورنه می  جذبه  کړه ،  د اعتماد مورد وګرځیدم ،  یو تربله ارتباطات قوی شول ، د افکارو تبادله پیدا شوه، په مشترکو وجوهو و غږیدلو ، تصمیم مو ونیوه چی د ګډ دښمن  د لری کولو لپاره لازم  اقدامات  وکړو .

وائی  :  زما لورنه  د ایثار او قربانی درجی  ته ورسیدله ، حاضر شوم  چی د عمومی ښیګڼو د تامین په لیاره کښی  په سرښندنی  هم ډیل نشم ، هر څه د لاسه ورکوم خو صادق او مخلص اشنا او ملګری د لاسه  ونه  باسم ، په ظاهر او باطن  کښی  د مخلص اشنا  لپاره په یوه  رنګ او رسم  اوسم ، دهغه منفعت خپل  منفعت  و ګڼم  او دهغه  ضرر خپل  ضرر حساب  کړم ، د هغه  په  موجودیت  کښی  خپل موجودیت  او دهغه په فنا کښی  خپله فنا  وګورم .

وائی :  زما لورنه  د دی موجب  شوه چی  اوس دهغه  د زړه په پټو رازونو پوه شوم ، هغه زما سره د زړه راز وایی ، هغه زه  په هغه  څه پوه  کړم  کوم چی  زما  او یا د دواړو او یا د ټولو لپاره  تاوان او منفعت لری ، هغه  زما لپاره  زما د نیمګړټیا و د ښودنی آینه او روښانه هنداره  شوه  او زه د هغه د زړه  ستن او د اعتماد او اطمینان  موجب  وګرځیدم  همدا وجه ده  چی زه او هغه  په  ګډه کوی شو د خپلی مخی  څخه د ژوند  خنډونه  لری کړو او دواړه په  یو اتفاق مخ  په وړاندی د راتلونکی  دنیا د جوړولو  لپاره حساسی او مثالی هڅی او هیلی  ترسره کړو .

وائی :  زما لورنه د دی سبب شوه چی  زمونږ د فعالیت ساحه ارته کړی ، د تشکل  وسایل  برابر او د مخلصو ملګرو تعداد او شمار زیات شو .

حقیقت  دادی  چی  لورنه  د اجتماعی  ژوند  د جوړولو  لپاره مهم اساس  دی ، نوی  ژوند  دا حقیقت پوره  کشف  کړی دی چی  اجتماعی ژوند  جوړول  مخلص لورنی  ته ضرورت  لری ، ګډ  ژوند  ګډی لورنی ته احتیاج  حسوی او ګډ لورنه  د ارمانونو د پوره کیدو لپاره بهترینه وسیله ده .

داهم  واقعیت دی چی  خلک  اوس هم بی  له کرامت څخه  په چانه ټولیګی او د دی عصر مهم کرامت دا دی  چی که  څوک غواړی د یا دونی څه وکړی باید اول  په خپله ځان کښی د واقعی لورنی استعداد ته  په زړه پوری وده او تبارز ورکړی

 په یاد ولری چی د لورنی  پورته  مقام  دا دی چی :

ــ  لورنه د بدلی اخستلو په طمعی کښی  بی تاثیره نشی .

ــ  لورنه باید پی ګیره وی او دیر اختیار زمینه ئی  برابرشی .

ــ  لورنه  باید په بل  باندی د احسان اچولو له رنګ څخه پاکه شی .

ــ  لورنه باید د خپل ځان د ښودنی  او جاه طلبی له مفکوری او عمل  څخه سوچه شی .

په یاد و لری چی:

ــ  لورنه باید  د اجتماعی  منفعت  د تامین  په اساس  وی ، د حقوقو  د پیژندنی  راز ولری او د توان  او طاقت  له اندازی څخه  پورته او  ښکته سرایت و نه کړی .

د مخلص لورنی  مهم شرط  دادی  چی  که  د ملګری له خوا  لږ احسان  در سره وشی  په ډیر به ئی حسابوی او د خپل  ډیر احسان حساب به له  ځانه سره  نه نیسی .

لورنه باید د اجتماعاتو د اهمو او مهمو مشکلاتو او لانجو په لری کولو کښی اساسی او بنیادی خدمت وکړی .

اوس  په دی شرایطو کښی  زمونږه  لورنه  باید د مترقی  پروګرامونو د  تطبیق په هڅه خپل  تاریخی مسوولیت  ته پوره پام  ولری او په ګرندی معقول او متین قدم  د وطن  د پر مخ تګ او اعتلا په  لیاره کښی  په زړه پوری  وظایف او لازم  خدمات ښه انجام او تر سره کړی .

واقعی  لورنه وائی  چی فرد  باید خپل منافع  د اجتماع د منافعو په ترڅ  کښی لاس ته راولی او قومی او ملی او اجتماعی اصلاحات د پوره پاملرنی لاندی و نیسی .

****

سعید افغانی

۱۳۵۶هجری شمسی ـ کابل

 

یک پاسخ به “لورنه”

  1. admin گفت:

    درود به دوست و برادر دانشمند و گرامی آقای برهان الدین سعیدی ، روح مولانا سعید افغانی شاد و جنتها نصیبش . انتخاب زیبا و عالیست. موفق باشید.
    مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما