۲۴ ساعت

28 سپتامبر
۱ دیدگاه

د زړه خوږه خاطره

تاریخ نشر چهار شنبه هفتم میزان   ۱۳۹۵ – ۲۸سپتامبر ۲۰۱۶ – هالند

د زړه خوږه خاطره

مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی »

د دنیا  په تاریخ  کښی داسی کسان  تیر شوی ، شته او پیدا کیږی  چی په  یوه صحبت د کار انسانان جوړوی او د لویو کارنو لپاره ئی ، اماده کوی .

د داسی انسانانو صحبت د ډیرو لوستلو څخه مفید او د ډیرو پوهنتونو د پروګرام  د تعقیب څخه زیات ارزښت  لری . نو په دی اساس باید کوښښ وشی  چی د لویو نابغه کسانو د صحبت ، لیارښونو او د دساتیرو څخه زیاته استفاده وشی .

زه په دغه مناسبت  دا لاندی  پارجه وړاندی کوم  :

هغه  ورځ  چی  د اول  ځل دپاره می هلته په هغه  مقام  کښی  ولیدلی او د پیژندنی  څخه مو وروسته لنډه ، پخه او خوږه مرکه  وکړه  ،  زما نه  هیریږی ….

تا په هغه مرکه  کښی په  ډیرو حقایقو او واقعیتونو پوه کړم ….

زه تر ننه  د همغو حقایقو او واقعیتونو په پلټنه کښی یم …

یقین  وکړه چی  ته  له همغه وخته زما نه هیریږی حتی کلمه په خوب کښی هم هغه  خوږه  خاطره را یادیږی …

هغه وخت ما او تا په پاک  ضمیر  د مینی ، محبت او انسانی جذبی په فضا  کښی  حقائق او واقعیتونه په پوره اخلاص ترسیم کړل ، هغه رسم  زه اوس هم په همغه ځای کښی خیالی ګورم خو نور خلک ئی نشی لیدلی ….

زه کله وایم آّه  ؛  لکه چی خوب ، خیال او تصور وه ….

 کاشکی : چی می نوی لیدلی او یا کاشکی  چی تل له تا څخه نوی جدا شوی ….

او یا کاشکی  چی  ډیر له وخته می هغه فرصت په لاس کښی وی کوم  چی د ستا د لیارښونو څخه د ډیرو استفادو موجب ګرځیدلی وی ….

تا په ډیر و تاثیر اچولی دی  او تا ډیر زړونه منفصل کړی دی .  خو ځینی د کافی تاثیر ، انفعال او  استفادی په ارمان  کښی دی .

هغه وائی :  کاشکی  په تا کښی دومره زړه  وړونکی تاثیر نه وی  او یا کاشکی زما  زړه نه  وی منفصل  شوی .

کاشکی : ته په هغه  وخت کښی  په چپه خوله پاتی  وی او یا د خبرو په  ترڅ کښی دی  زما عاطفوی مراکز نه وی تخنولی  او یا کاشکی هغومره په لیدو ، مرکو او صحبت موړ شوی وی  چی پوره تنده او تلوسه می  ماته شوی وی ….

باور وکړه !  کوم  الهام  چی ماله تا څخه واخسته هغه را ته ثابته کړه چی  ته په هغه  سویه پاک  او سپیڅلی انسان ئی ، کوم چی په دی عصر او قرن  کښی  دی بل مثال نشی  لیدل کیدلی ….

او یا شاید  کوم عالی او برجسته مخلوق اوسی  خو ماته  د انسان په  بڼه و ځلیدلی او قدرتآ  زما  د مشاعرو او احساساتو د پاریدو سبب و ګرځیدی ….

ته د هیریدو نه ئی ، او نه به زما په شانی د ډیرو څخه هیر شی .

هو : ستا دا مخلصانه او انسانی  مفکوره ، پاک نیت اوعمل  به  د وطن  او وطنوالو د زړونو مرحم شی  او خلکو ته  به د حق او حقانیت په رڼا  کښی ، انسانی  ژوند او شرایط  برابری  کړی .

سعید افغانی

کابل ــ افغانستان

۱۳۵۲هجری شمسی

 

یک پاسخ به “د زړه خوږه خاطره”

  1. admin گفت:

    تشکر از برادر دانشمند و گرامی آقای برهان الدین سعیدی ، روح مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی » شاد و جنتها نصیبش ، خاطره عالی و جالب بود . موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما