۲۴ ساعت

۱۰ سنبله
۱ دیدگاه

شر پسند

تاریخ نشر  چهار شنبه دهم   سنبله  ۱۳۹۵ – ۳۱  آگست  ۲۰۱۶ – هالند

شر پسند

سمیع الدین افغانی

چې دوه زړونـه بدوی دابـد انسان دی

داسې خلکوپـه ایــمان کلـه ګمان دی

چې دبــل کــور اوبنیاد تباهی غــواړی

داسې خلکوهــم برباد دین اوایمان دی

چې د دین په نـوم دوکه ،چال اوفریب کا

څومره زشت څومره ذلیل داسې انسان دی

چې هم ستا ، ستا د اولاد تباهی غواړی

پدې خلکو تـل غصب دپاک سبحان دی

ستا په زړه کې به اخلاص او ارادت وی

دې به تل مدام خوشال ستا په تاوان دی

عمر یې تیر پښه یــې قبر ته نژدې شوه

خولا اوس هم فتنه ګــر دخپل زمان دی

چې الله چــا سره مــل شی هراس نشته

د پاک زړنو تل مـدام خـدای نګهبان دی

څوک چې ورنومینځ کې شراونفاق غواړی

همدې خلکو نـن وران کـړی دا جهان دی

په ظاهـر ګیره اوږده لاس کـې تسبخ دی

په باطن کـې سکنی ورور د شیطان دی

————–

سمیع الدین افغانی

۳۱ – ۸ – ۲۰۱۶

م ۰ کال

 

یک پاسخ به “شر پسند”

  1. admin گفت:

    دوست عزیز آقای سمیع الدین افغانی ، تشکر از سروده عالی تان. موفق باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما