۲۴ ساعت

14 آگوست
۱ دیدگاه

د پوهنې په چارو کې مرسته

تاریخ نشر  یکشنبه   ۲۴  اسد ۱۳۹۵ – ۱۴  آگست  ۲۰۱۶ – هالند

د پوهنې په چارو کې مرسته د هیواد د پرمختګ اصلی محور دی

شیرمحمدامینی «ستانکزی»

لوګرولایت د علم په ډګرکې یوځلانده ولایت دی چې ځایی اوسیدونکو او سیمه ئیزو سوداګرو ورته ځانګړې پام اړولې دی. تیرکال په لوګرولایت کې ولسی وګړو پرزیاته اندازه خپلې شخصی ځمکې دښوونځیو د ودانولولپاره وقف کړې چې دغه لړۍ سږکال هم دوام لری.

خلکو په ډیر شوق ددې له پاره چې لوڼې اوزامن یې دسواد نعمت څخه برخمن شی، نو دخپل توان په اندازه ځمکې یې دښوونځیو  د ودانیو د جوړولو لپاره ورکړې. په دې توګه د لوګر ولایت اوسیدونکی زیات هڅیدلی دی چې دپوهنې ډګرته راووځی او څه اندازه مرستې هم د پوهنې له مرکزونو سره وکړی. په دغو مرستو به دپوهنې ریاست د انجنیری ټیم دڅارکمیټې په کتنې سره دښوونځیو د لومړیتوبونو د اړتیا وو له په پام کې نیولو سره د ښوونځیو داحاطې دیوالونه ورغویی اویا به په ښوونځیوکې ماتې کړکۍ، دروازې، ښیښې اوهم د اوبو رایستلوسیسټم پرې جوړ کړی. خوبیا د تدریس په برخه کې  یوتن سیمه ئیز سوداګر دلوړو ټولګیو زده کوونکو لپاره دکانکوردچمتوالې وړیا کورسونه جوړکړی، چې پایله یې ډیره مثبته او د زده کوونکولپاره دمنلو وړدی. که چیرته فکر وشی، دکورسونو مدیریت اوجوړونه عادی کار نه، بلکې ددې په جوړلو اورهبری اخیستو کې زیات لګښت کیږی، خو بیاهم زمونږ دعلم مینه وال له خپل شخصی لګښت نه تیرشوی اوهیوادوالوته یې زحمت ګالی ترڅو زده کوونکی ته چانس ورکړی او دخپلې خوښې وړ  پوهنځیوته بریالی شی.

سربیره په دې، دمرستو ورکولو لړۍ اوس  مهال له هیواد څخه بهر چې کوم افغانان  میشت دی، هغوی هم  دښوونځیو سره مرستې کړی  اویا دمرستوکولو ژمنې شویدی، چې یادې مرستې به  دپوهنې په برخه کې د هیواد په دپرمختګ کې ښه رول لوبولای شی او دپوهې کاروان  دبریا لورې ته بوولای شی.

دښوونیزو مرکزونو سره مرسته  او همکاری دترسره کولو له  دې ډلې څخه یوتن الحاج محمدسلیم عابد پیمان دی، چې په سویډن کې اوسیږی او افغان کډوالوته  دښوونې په برخه کې داستادی دنده پرمخ  وړی. نه تنها ددې دمرستو یادونه باید وشی، بلکې دګران افغانستان دخدمت د ترسره کولو په موخه څو خبری سایټونه هم چلوی، چې دولس هیلې اوغوښتنو ته یې ځانګړې برخه ورکړې، ترڅو خلک وکولی شی،  دخپلو زړونو دردونه  دولت ته ورسوی اود ستونزودحل لپاره  دولت ورته لارې چارې ولټوی. د محمدسلیم عابدپیمان  مرسته  چې دپوهنې له ریاست سره یې ترسره کړې، نوی زره نغدې افغانۍ دی، چې دلوګرولایت دکمال خیلو اومغل خیلو د انجونو ښوونځیولپاره به داوبو د رایستلوسیټمونه فعال  کړی.

په پای کې  دلوګرمیړنی ولس ؛ ټولو خیررسوونکو شخصیتونو ته  دلوی خدای تعالی له دربار نه  دزیات عمر غوښتنه کوی او  همدارنګه په نورو ملی  سوداګرو، دزیاتو جایدادونو څښتنانو  او د شتمنو لوګریانو څخه هیله کوی، چې دخپل هیواد آبادۍ په لارکې  خپلې مرستې ونه سپموی  او په خپل توان  سره جوماتونه، دینی مدارس، ښوونځی، روغتیایی مرکزونه، لارې ، پلونه اوسړکونه  جوړ او خلکوته لازمې آسانتیاوې برابرې کړی.  

شیرمحمد امینی «ستانکزی»

 

یک پاسخ به “د پوهنې په چارو کې مرسته”

  1. admin گفت:

    دوست عزیز آقای شیرمحمد امینی «ستانکزی» ، تشکر از گزارش تان . باید اضافه کنم که کاش اعضای دولت فاسد کرزی و غنی و عبدالله و دیگر چپاولگر های تفنگسالار که زمین های شیر پور ودیگر نقاط کشور را غضب نمودند کمی از زمین های اضافی خود را مانند مردم شریف لوگر به اختیار وزارت های معارف و مهاجرین بگذارند تا آنها مکاتب و خانه های رهایشی برای مردم بی سر پناه بسازند . لعنت به دزد ها و رحمت به اهدا کننده گان. موفق باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما