۲۴ ساعت

16 جولای
۱ دیدگاه

د کرکټ ملی لوبډلوخپلوهیوادوالوته خوشحالی

تاریخ نشر  شنبه  ۲۶ سرطان  ۱۳۹۵ – ۱۶ جولای  ۲۰۱۶ – هالند

د کرکټ ملی لوبډلوخپلوهیوادوالوته خوشحالی راوړه

شیرمحمد امینی (ستانکزی)

دافغانستان دکرکټ ملی لوبډلودسکاتلیند، هانکانګ اوزیمبابوې هیوادونوپروړاندې  دشل آوریزونړیوالو لوبوکې  دوی ته ماته ورکړه او لومړۍ ګروپ  ته یې لارپیداکړه.

چې په دې ګروپ کې جنوبی افریقا، انګلیستان، سرلینکا او ویست انډیزوهیوادونوسره مخامخ شول، چې  دری یادشووهیوادونو  ته یې لوبه وبایلله او دنړۍ معتبرې لوبډولو؛ ویست انډیز هیوادته د ۷ منډوپه توپیرسره سخته ماته ورکړه نو دې بریاسره په دننه هیواد کې لکونوافغان میړنی میشته قومونوته خوښی اوخوشحالی په نصیب کړه، البته  نه یوازې داخوشحالی د افغانانوپه برخه بلکې د ویست انډیزهیوادونوهغو سرسختو رقیبانوته هم په برخه کړه، کوم چې  ددې  هیواد لوبډلوڅخه یې ماته  خوړلې وه.

دهیواد په زیاتروولایتونوکې دبریا وروسته  ځوانانوخپله خوښی اوخوشحالی په ملی اټنونو، ملی لوبو او په جشنونو ولمانځل، چې   دوی  دښار سړکونو، جادو اوڅلورلاروته راوتلی ؤ، له ځانونوسره  یې دافغانستان ملی بیرغ رپانده لیږدول او دافغانستان  په ملی لوبډولوباندې  دژوندی د وی زمونږمیړنی اوغیرتی اتلان، تل بریا دې وی  دافغان ملی لوبډلوپه برخه او په هیوادکې دتلپاتې سولې غوښتنه او شعارونه  ورکول. 

دغه خوښی اوزمونږ داتلولوبډولوبریا؛  ددې څرګندوی کوی، چې افغان  ولس په هیوادمین او په وطن سرورکوونکی کسان دی، چې نور نه غواړی، په هیوادکې دجګړو  کرغیړن   ټغر وغوړیږی او کومه ناامنۍ چې دهیواد په ځینو سیموکې  بریښی له ورایه دافغانانو دکړنو څرګندونه؛  نه بلکې  دغه ناوړې کړنې دبهرنیو هیوادونو عمل دی، چې زمونږ په خاوره یې ترسره کوی، خو زمونږد  دښمن ټغرهم انشاالله چې ژرترژره ددې پاکې خاورې څخه دټولیدو په حال کې ده، ځکه دافغان دخاورې   دښمنانواوس  میړنیو اوپرهیواد مین  قومونواو ولسونوته  یې سرونه ټیټ شوی او دولس یوالې او داتحاد  بیلګه   دهیواد دښمنانوته په ښکاره ډول  څرګنده شوه، چې  افغانان په خپلوکې که هرڅومره دیوبل بدلیدونکی او دښمن وی، خو پردیو لپاره یوسترقوت  اوپروړاندې یې د زمری په شان  غاښ ماتوونکی ځواب ویونکی دی اوهمدارنګه ملی غږاوتکبیرته سره  ټول یوخوله  دی، چې نه غواړی، خپل شخصی شته په ملی شتمنیو ښې وګڼی.

 میړانتیا  دخلکو ملی اراده ده . بس  دیوې ملی لوبډلې بریا دهیواد په سولې اوامنیت  باندې مستقیماٌ اغیزه کوی او دخلکو ملی احساسات  دخپل هیواد پروړاندې  دستروقربانیو شاهدان  دی، چې زمونږ دغه اتل لوبډلې وکولی شول خلکولپاره خوښی اوهیواد ته دسولې پیغام راوړی،چې نن ټول هیوادوال  د دوی دغه  ستریون ته درناوی  اوتل نوروبریاوو لپاره لاس په لپه پردعا دی او دغه بریا؛  افغانان دهیوادلپاره دسولې، ملی یوالې اوورورګلوۍ فضا په رامنځته کیدوکې نیک فال ګڼی، انشاالله، داسې خوشحالی  چې داتلانو دګټلولپاره  مو وکړه، نو  یو ورځ به دهیواد په سراسر سیموکې دسولې اوبشپړامنیت  دټینګښت لپاره ترسره شی. ددغې ورځې په هیله.

شیرمحمد امینی (ستانکزی)

 

یک پاسخ به “د کرکټ ملی لوبډلوخپلوهیوادوالوته خوشحالی”

  1. admin گفت:

    تشکر از دوست عزیز شیرمحمد امینی (ستانکزی) گزارش عالیست . امیدوارم هموطنان ما همیشه خوشحال باشند و جوانان ما در مسابقات ورزشی پیروز شوند . موفق باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما