۲۴ ساعت

02 جولای
۲دیدگاه

د « نړیدلې جونګړې»

تاریخ نشر شنبه  ۱۲ سرطان  ۱۳۹۵ – دوم  جولای  ۲۰۱۶ – هالند

ترسرلیک نوې شعری ټولګه دچاپه راووتله۰

د «نړیدلې جونګړې» تر سرلیک  زمونږ د هیواد تکړه شاعر اولیکوال ښاغلی سمیع الدین افغانی څلورمه شعری ټولګه  د چاپه راووتله۰

په دغه شعری ټولګه کې شاعر د «خپلې خبرې» تر سرلیک یوه ښکلې سریزه راښکلې ده چې د هیواد د حالاتو اود خپلې نوې شعری ټولګې په اړه یې  لوستونکو  سره د زړه خواله او د حالاتو ریښتینی انځور شریک کړی دی۰

همدارنګه په دغه شعری ټولګه کې د هیواد ښه شاعر ښاغلی مصطفی ارین هم د افغانی صیب د شعر او شاعرۍ په اړه خپل لیدلوری او نظر څرګند کړی دی ۰

دغه شعری ټولګه چې ۲۸۸ مخونه لری په ښکلی ثقافت او ډیزان په کابل کې د دانش کتاب جوړولو موسسې په مټ او زیار د چاپه راووتله ۰

ښاغلی سمیع الدین افغانی ته د «نړیدلې جونګړې» تر سرلیک د څلورمې شعری ټولګې د چاپ مبارکی وایو او هغه ته د شعر او ادب په برخه کې د نورو لاسته راوړنو تر څنګ روغتیا، سوکاله ژوند او د لا بریاوو هیله کوو۰

و من الله التوفیق

(  دحق دلارې  فرهنګی ټولنه )

د ۲۰۱۶ م ۰ کال

 د جون میاشت

یادونه : مینه وال کولی شی دغه نوې شعری ټولګه په کابل کې د دانش کتاب پلورنځۍ څخه په لاندې پته ترلاسه کړی .

چاپنځی : اسد دانش مطبعه – کابل / ۰۷۰۰۴۴۹۲۹۸

 

۲ پاسخ به “د « نړیدلې جونګړې»”

  1. admin گفت:

    جناب آقای سمیع الدین افغانی چاپ مجموعه چهارم شعری تانرا از ضمیم قلب تبریک عرض میکنم و برایتان موفقیت های بیشتر آرزو مینمایم. موفق باشید. مهدی بشیر

  2. jahan spas akay mhdi bashir shoma zanda wa salamat bashed

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما