۲۴ ساعت

22 ژوئن
۱ دیدگاه

د پلار وصیت

تاریخ نشر چهار شنبه  دوم سرطان  ۱۳۹۵ – ۲۲ جون  ۲۰۱۶ – هالند

د پلار وصیت
سمیع الدین افغانی
 
کوم سړی وه ډیر بډای او ښه مـالدار 
وه خیرخـــواه تل د بې وزلو  مدد ګار 
 تل یې کړی د هر چــا سره احسان وه
ښه صادقه لــوی عالم دخپل زمان وه
 
چې زمـــان  شو پـــه عـالم د حده ډیر 
شو بې وسې هــــم زهیر لـــه حده تیر
 
بوډا پوه په خپل ورستۍ  دژوند شیبو شو
مشر زوی ته خپل وصیت په اوریدو شو
 
ویل : چې زویه  زما تا ته دا وصیت دی
د جامو سره مې خښ کړی دا مې نیت دی
 
زوی یې ویل : چې پلاره ستا خبر منمه
ستا وصیت بــه خـــاماخا  پـوره کومه
 
مده پس دغـــه مــالدار سړی وفات شو
مال هستی یې  اولادو ته په میرات شو
 
خپل خپلوان یې جنازې ته شول حاضر
  شیخ ، مـــلا  ښه  عالمان  دین کې ماهر  
 
مشر زوی چې یې د پلار وصیت بیان کړ
په ګفتار یې خپل پردی ځانله حیران کړ
 
ویل: چې پلارمې راته کړی دا وصیت دی
په جامو کې که شم خښ دا مې رغبت دی
 
ملایـان او عالمان ورتـــه حیران شول
مشر زوی داسې وینا ته پریشان شول
 
ویل :چې دا کار پـه اسلام کې ناروا ده
سپین کفن  کی خښول د دین فتوا ده 
 
د علماوو پـــه شریعت باندې  اسرار وه
خو د زوی یې په وصیت د پلار ټینګار وه
 
پدې وخت کې یې د پلار یو نژدې دوست
مشر زوی ته ور تسلیم کړ د پلار پست   
 
 پلار لیکلی زوی ته خپل د ژوند داستان وه
خو  اخر د لیک مطلب یې په دا شان وه
———
چې عزت چا ته نصیب کړی پاک سبحان
مال جـــایداد ورته پیرزو کړی هم ایمان
 
 د دونیا پـــه مال ، جایداد مه غره کیږه
په مشکل کـــې هر نیازمند ته ورسیږه
 
تل ،مدام  د اخـــرت  فکر او سودا  کړه
ته هم  سوچ پـه ختمیدو ددې دونیا کړه
 
 پس له مرګه بل څه نشته  صرف  کفن دی
خپل عمل سره د خدای   لور ته رفتن دی
———-
مشر زوی چې  پلار دې  پند نه  شو اګاه
ویل : چې ښه  ده اسلامی ، شرعې  فتوا
 
په خپل لاس یې پس له غسله په کفن کړ
په اعزاز یې  پلار خپل  دفن په  مدفن کړ
———————
سمیع الدین افغانی
۲۲ – ۶ – ۲۰۱۶
م ۰ کال
 

یک پاسخ به “د پلار وصیت”

  1. admin گفت:

    تشکر از محترم سمیع الدین جان افغانی ، سروده زیبا و مملو از احساس است . خداوند تمام پدران گرامی که در کنار خانواده نیستند بیامرزد و به پدرانی که شکر حیات دارند عمر طولانی عنایت فرماید. موفق باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما