۲۴ ساعت

04 ژوئن
۱ دیدگاه

د خلاصون لار

تاریخ نشرشنبه ۱۵ جوزا  ۱۳۹۵ – چهارم  جون  ۲۰۱۶ هالند

د خلاصون لار

سمیع الدین افغانی

نن په لر او برکې بیا کومه کیسه ده؟

چې د ورونو په مخ  بنده دروازه ده 

ده ریښتیا اوبه په ډانګ کله  بیلیږی

دا د وخت سالار بې ځایه  تلوسه ده 

نن دونیا او نړیوال پرې ښه پوهیږی

چې دا چا ده خوره هرځای کې فتنه ده؟ 

د دونیا په هرهیواد کې  چې دهشت دی

د دوئ لاس دې  مصیبت کې اغشته ده؟ 

ربه ته د زور واکانو  زور زاوال کړې

چا چې کړې د ولس په حق سلطه ده 

راځۍ ورونو چې یوموټی یو قوت شو

چې خلاصون ته د یووالی لار کره ده

————————

سمیع الدین افغانی

۴۶۲۰۱۶

م ۰کال

 

یک پاسخ به “د خلاصون لار”

  1. admin گفت:

    تشکر از برادر گرامی سمیع الدین جان افغانی ، سروده زیبا و مانند همیشه عالیست . موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما