۲۴ ساعت

03 ژوئن
۲دیدگاه

حساسی او مثالی هڅی او هیلی

تاریخ نشر جمعه ۱۴ جوزا  ۱۳۹۵ – سوم  جون  ۲۰۱۶ هالند

حساسی او مثالی هڅی او هیلی

د مولانا داکتر محمد سعید  « سعید افغانی » لیکنه

ترتیب کوونکی :  برهان الدین  « سعیدی »

هیر به می نشی چی په خوب ویده وم ، د وطن  او جهان  د هڅو او هیلو سره آشنا نه وم . 

زما سره یوازی د خپل ځان او دیو وړوکی  کور او فامیل  د ژوند سودا وه خو په ورو ورو زما د ذهن او فکر د افق ساحه ارته شوه تر داسی اندازی چی اوس خپل ځان را څخه ورک شو .  

ځان  په جامعی او  جهان  کښی  ګورم  او په هیڅ  شی بی  د عمومی  منفعت  او ښیګنو  د تامین  په مفکوری  او حرکت نشم تسکینیدلی.  باور وکړی چی :  فکر، سودا، خیال او هوس می  د خلقو د ژوند د جوړیدو په پردو کښی  چلیږی.

زه وړوکی یم ؛ خو دنیا می  لویه پوره ارته ده.

زه بیچاره یم  ؛ خو همت می د ټولو بیچاره ګانو ته د چاری د پیدا کولو ټکل لری.

زه د عمر په دی شیبو کښی هم دلته د نوی دنیا د جوړولو په کار کښی د ځوانانو سره اوږه  په  اوږه قدم پورته  کوم ، او زما  د کار تولید د چا څخه لږ نه دی.

زه د راتلونکی  زیاتی  رڼا د راتلو په امید د شور څخه ډکی هڅی او هیلی لرم او په دغو هڅو او هیلو کښی د خپل  موجودیت د ساتنی خیال  ساتم.

زه د مرګ  څخه نه  ډاریږم ؛ او نه  د مرګ  څخه ډار زما  په تصمیم باندی  منفی  تاثیر اچولی شی ! خو د هغه مرګ څخه په ویره  کښی یم ؛ چی  زما د پاکو هیلو او هڅو په مخ  کښی خنډ پیدا کړی   او یا د وطن  د ښمنان ،  موجوده  په زړه  پوری  فرصت  له مینځه  یوسی.

زه د ځان  لپاره څه نه  غواړم .

راځی دا  چی  څه لرم ؛ هغه دی هم  دستا  سووی. 

راځی ماته هیڅ  مه راکوی.

راځی  دا زما  کند او کچکول هم  واخلی !!  خو ما پریږدی چی  په پوره اعتماد او اطمینان  د ستاسو د ښیګنو د تامیندو په لیاره کښی قربان شم .

زه که قربان  شوم  په ما څلی هم  مه دروی اونه می یاد کړی !!  خو چی که زه د حق لپاره کښی ځار شم ،  دا به زما د زړه د تسکین دپاره لوړ مقام او منزلت وی.

هیر به می نشی هغه وخت چی  زه هڅو او هیلو و پارولم. 

زما دغه هڅی او هیلی د وطن د آبادی او آرامی لپاره وی ؛ خو همدا چی  په عمل او اقدام به می لاس پوری کړی ،  پټو او ښکاره معلوم الحال لاسونو به زما په مقابل کی خنډونه پیدا کړل  او داسی  ناروا تعبیرونه به یی  منځ ته راوستل  چی سلیم تعقل  به ورڅخه کرکه  کوله.

هغه وخت تر ډیر وخته به ما د ځان سره ویلی : چی دوی نه  پوهیږی  او یا  نه غواړی !

خو وروسته  د ډیری تجربی دا راته ثابته  شوه ؛ چی  نه غواړی ! او زمونږ واک ؛ که څه هم واک وال ښکاریږی ، زمونږ په واک کښی نه دی  .

بلکه د پردی شاته ؛ څه داسی  لاسونه کار کوی چی  په عاملانه  ډول د تل لپاره مونږ  بدبخت ساتی . دوی  زمونږ بازارونه د خپلو پخو مالونو پلورنځی  ګرځوی او زمونږ خام  مواد په ارزانه بیه لاس ته راولی .

هیر به می نشی  چی :

په اتمی  دوری کښی  زه  د شورا د پارلمان  لپاره  خپلی حوزی څخه  کاندید  شوم .

دیری هلی  ځلی  اوهڅی  می  وکړی.  هلته خلکو را سره ډیره مرسته  وکړه، د رایو له پلوه  پوره موفق  وم  ،  خو دولتی  قدرت پری نښودم  چی  شورأ  ته  لارشم !!!

یوه ورځ  داسی  وشوه چی  په یوه غونډه  کښی  والی صاحب  وویلی:

زه ملامت  نه یم  ؛  ماته  له پاسه خوا هدایت  شوی دی  چی  ته په دی  دوری کښی موفق نشی . ځکه  ته ښکاره  تنقید او پارونه  کوی او د دولت د نقشو په مخ  کښی  خنډونه پیداکوی !!!

 ما ورته  وویلی : 

د ستا له دی صراحت  څخه  تشکر !   خو افسوس  چی  دولت  ولی  د خلکو  د فریب له پاره  داسی  ښکاره کړی  ده  چی  شورأ  ته د  خلکو  نمایندګان  ورځی  او ورڅخه ملی  شورأ  او  ملی  پارلمان  جوریږی .

***

سعید افغانی

۳۰. ۱۳۵۷.۱۰ هجری شمسی

 

 

۲ پاسخ به “حساسی او مثالی هڅی او هیلی”

  1. admin گفت:

    روح مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی » شاد و جنتها نصیبش، تشکر از دوست دانشمند و گرامی محترم برهان الدین « سعیدی » از فرستادن مطلب زیبا. موفق باشید مهدی بشیر

  2. برهان الدین سعیدی گفت:

    سلام دوست معظم و بزرگوار بشیر صاحب ! یک جهان سپاس از لطف و محبت دایمی شما . الهی شما را با فامیل محترم همیشه صحت ، خوش ، خوشخال و کامیاب داشته باشد . سعیدی

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما