۲۴ ساعت

۰۷ جوزا
۱ دیدگاه

په هر لوری افغانان مری

تاریخ نشر جمعه هفتم جوزا  ۱۳۹۵ –  ۲۷  می  ۲۰۱۶ هالند

په هر لوری افغانان مری

سمیع الدین افغانی

د انسان په مرګ خوښی لویه ګــناه ده

که دا مرګ مود دښمن یا کوم بدخواه ده

 

  انسانان د خدای  او بنده گان دی

څوک په غیرو لار سرڅوک مؤمنان دی

 

پس له مرګه بنده خدای ته په ورتلو دی

د خپل نیک  او بد اعمالو  جوابګو دی

 

 چې صادق دی د الله په لاره کې سم دی

پاک انسان د خدای په در کې مقدم دی

 

دا چې څوک دی بې ګناه څوک ګناه کاردی؟

صرف په دې  باندې اګاه  پروردګار دی

 

څوک دخدای لارکې شهید شی جنتی شی؟

څوک په خپلو بد اعمالو دوزخی شی؟

 

  چی د چا مقام شهید د چا کمتر دی 

بنده نه  صرف پاک الله پدې خبر دی

 

ربه ستا دا لوی دربار ته مو دوعا ده

ته رحیم  یې ستا رضا زمونږ رضا ده

 

افغانان سره یو موټی یو قوت کړې

نور په امن کې بسیا زمونږ ملت کړې

 

افغانی وطن که سوله شی وروری شی

   په هر سیمه هرې  خواه به خوشالی شی

—————————–

سمیع الدین افغانی

۲۷۵۲۰۱۶

م ۰کال

 

یک پاسخ به “په هر لوری افغانان مری”

  1. admin گفت:

    تشکر آقای سمیع الدین افغانی از سروده زیبا و عالی تان . موفق باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما