۲۴ ساعت

01 می
۲دیدگاه

د لارې مل

تاریخ نشر یکشنبه ۱۲ ثور  ۱۳۹۵ – اول می  ۲۰۱۶ هالند

د لارې مل

سمیع الدین افغانی

په خوښی کې به هرڅوک درسره یارشی

دوست هغه دی چې په سخته کې پکارشی

 د ښه دوست او لارې مــل په انتخاب کې

د اخلاص اصل ضــرور ګڼه حساب کې

 

  په کوم ځای کې درې ملګری هم نظرشول

  دا درې واړه پــه تکل د اوږد سفــر شول

 

دې سفر لار کـې وه غرونه، دریابونه

پرتې واورې، لوې دښتې او ځنګلونه

 

 چې د کلی نه روان دوئ په سفر  شول

مده پس دوئ یو ځنګل ته برابر شول

 

 سپینې  واورې اوریدې ډیره یخنی وه

دې ځنګل نه تیریدل دوئ ته حتمی وه

 

دوئ چې کله  د ځنګله ځینې بهر شول

لویه لار کې په وحشی خرس برابر شول

 

 خرس چې کله دوئ ته لرې نه نظر شو

دوئ په لورې په  تلوار په منډو سرشو

 

پدې وخت کې دا ملګری وارخطا شول

لویې ونې پــه لور تیښتې ته تابیا شول

 

د دوئ دوه تنه پــه منډو کــې چالاک

ځان یې ورسو ځنګله ته هیبت ناک

 

ډیر په بیړه ونې سر تــه پــه ختو شول

ونې سرکې خرس راتګ په اندیښنو شول

 

دا دریم  دوئ کې  ډنګر او کم قوت وه

تردوه نورو وروسته پاتې کم طاقت وه

 

په سختۍ په منډو سر ددوئ په لور وه

ډیرستومانه بې شیمې حالت یې نور وه

 

په مشکل  شو را نژدې ونې تر څنګ

پریوت ونې ډډ تــه اوږد لکه  ملنګ

 

هغه دم خرس چې سړی ته رانژدې شو

ښکته پورته ترې راتاو په بوڼیدو شو

 

غوږ او سر یې ورته بوی کړ لنډ زمان

پس له څو شیبو واپس شو ترې روان 

 

 خرس په منډ شو روان مخ پــه ځنګل

سړی  وویل : شکر  نــه مې وه اجل

 

دوه ملګری چې وه ناست ونه کې غلی

دغه خــرس وه دوئ بــې حــده بیرولی

 

چې یې ولید خرس روان مخ په ځنګل شو

شول را ښکته په پرسان دخپل د مل شو

 

هغه  دواړو تــرینه داسې  و پــوښتل

ویل :چې خرس په غوږ کې څه درته ویل؟

 

دې دریــم  پــه ډیر غصه او اضطراب

په سختۍ یــې ورکــړو دارنګه  ځواب

 

خرس ویل : په تاسو ونــه کړم حساب

بد حالت کــې  درنــه  ولاړل پــه شتاب

 

ویل : نا مــردو  سره مه ځه نورپه لار

په مشکل کې به دې نه شی دوئ په کار

 

په سختی چې  مددګار شی څوک د چا

 بد ساعت کــې به  ځان  نــه ګڼی  تنها

 

په اول کې  خپل دوستان  کړه امتحان

بیا یــې شه د لارې  مــل هغه زمــان

—————————

سمیع الدین افغانی

۱۵۲۰۱۶

م ۰کال

 

۲ پاسخ به “د لارې مل”

  1. admin گفت:

    تشکر از دوست عزیز و گرامی سمیع جان افغانی ، بازهم مانند همیشه سروده عالیست. موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

  2. mamnon shoma akay mhdi bshir dar hfz wa aman kodawand motal bashed

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما