۲۴ ساعت

13 آوریل
۱ دیدگاه

زور واکی

تاریخ نشر چهار شنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۵ – ۱۳  اپریل  ۲۰۱۶ هالند

زور واکی

سمیع الدین افغانی

 عجیبه شـــانـــته حـــالت دی

څوک بری څوک ملامت دی؟ 

سړی سر پـــرې نه خلاصیږی

څوک حاکم  کوم یو رعیت دی؟ 

که مظبوط ناست په چوکۍ وی

هر څه جوړ خیر او خیریت دی 

که بیا لـــرې د قـــدرت  شی

بس کرځی پـــرې مــلامت دی 

ها غټ سترګـــی بـــې حیا خو

دعـــوه ګیـــره  د  قـــدرت دی 

که څوک لږ ورته غصه شې

 بیا  پردو ته یې شکایت دی 

دا چې ملک کې څه تیریږی

 ددې  خپل  ستایل او رغبت دی

صرف په جنګ کې یې هستی ده

ورورګلوی  نه یې  نفرت دی 

څوک جهاد لار کې شهید شو؟

چا پـــرې کـــړی تجارت دی؟ 

په خوله یو چې زړه کې بل وی

 لوی شیطان دی پرې لعنت دی

———————-

سمیع الدین افغانی

 

یک پاسخ به “زور واکی”

  1. admin گفت:

    درود به سمیع جان افغانی ، تشکر از سروده عالی و مانند همیه زیباست. موفق باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما