۲۴ ساعت

30 مارس
۲دیدگاه

معلوماتی مطلب

تاریخ نشرچهار شنبه  ۱۱   حمل ۱۳۹۵ – ۳۰ مارچ  ۲۰۱۶ هالند

شنګـن تړون په شتون بیاهمدکډالوستونزې!

معلوماتی مطلب،ترتیب کوونکی ظفرخان «اهتمام»

د شنګن تړون د اروپایی ټولنې داخلی پولې له منځه یوړې، او په زیاترو غړو هېوادو کې یې د خلکو آزاد تګ راتګ ته لاره پرانیستهخو په پاریس کې د “اسلامی دولت” ډلې له خوا د نومبرد ۱۳ نیټې برید چې ۱۳۰ کسان یې ووژل د دې سبب شو چې د شنګن تړون په اړه په سملاسی توګه له سره فکر وشی.

کومو هېوادونو داخلی پولې له منځه وړی؟

شنګن د لکسمبورګ یو ښار دی چې هلته په ۱۹۸۵کې دا تړون لاسلیک شو او په ۱۹۹۵کې یې عملی بڼه غوره کړه، لومړنی غړی ېې: بلجیم، جرمنی، لکسمبورګ، هالینډ، پرتګال او اسپانیا وه.

اوس د شنګن په تړون کې ۲۶ هېوادونه شامل دی- ۲۲ یې د اروپایی ټولنې غړی دی د لومړنیو ۷ غړو وروسته ایټالیا او اتریش په ۱۹۹۷ کې، یونان په ۲۰۰۰ کې، سکاندیناوی هېوادونه په ۲۰۰۱ کې د شنګن په تړون کې ورګډ شول.

په ۲۰۰۴ کې ختیځ لور ته د اروپایی ټولنې د پراخېدو نه وروسته، په ۲۰۰۷کې ۹ نور هېوادونه هم په کې ګډ شول: د چک جمهوریت، ایستونیا، هنګری، لیتوانیا، لتوییا، مالټا، پولنډ، سلواکیا او سلوانیا.د اروپایی ټولنې د ۲۸ غړو هېوادونو څخه یواځې ۶ یې د شنګن په تړون کې شامل نه دی: بلغاریا، کروییشیا، قبرس، آیرلینډ، رومانیا او بریتانیا.

آیا نورهېوادونه به هم سرحدی کنټرول له منځه وړی که څنګه؟

انډورا او سان مارینو د شنګن د تړون غړی نه دی، خو په خپلو پولو کې سرحدی کنټرول نه لری.

قبرص چې په ۲۰۰۴ کې اروپایی ټولنې سره یوځای شوی، یا بلغاریا او رومانیا چې په ۲۰۰۷ کې او کروییشیا چې په ۲۰۱۳ کې اروپایی ټولنې سره یو ځای شوی، تراوسه د پولو کنټرول د له منځه وړو په اړه کومه نېټه نه ده ټاکلې.

د اروپایی ټولنې کوم غړی هېوادونه د شنګن په تړون کې شامل نه دی؟

بریتانیا او د آیرلینډ جمهوریت ویلی نه غواړی چې د شنګن په تړون کې برخه واخلی. بریتانیا غواړی خپلې پولې ټینګې وساتی،او ډبلین هم په شنګن کې برخه نه اخلی خو غواړی چې بریتانیا سره د خلکو آزاد تګ راتګ وساتی، چې د سفر د ګډې سیمې په نامه یادېږی.

د کډوالوکړکېچ څرنګه پر شنګن فشار راوړی چی ځینېپولی وتړی؟

هنګری- د شنګن دننه- ډېری کډوال د همدې لارې هڅه کوی جرمنی ته ځان ورسوی وروسته له دې نه چې له هنګری څخه د اتریش له لارې د جرمنی جنوبی برخو ته بېساری شمېر کډوال راغلل، جرمنی، اتریش سره خپلو پولو کې بیا د پولو کنټرولونه رامنځته کړل.

د کډوالو ډله ییز راتګ اتریش هم دې ته اړ کړ چې هنګری سره خپلو پولو کې د سړکونو او اورګاډی ټرافیک محدود کړی.

کډوال د شنګن له ویزې پرته په غېرقانونی توګه اروپایی ټولنې ته ننوتل. هنګری د شنګن سیمې ته د کډوالو د تلو پر لارې بدله شوه نو ځکه ېې سربیا سره خپلې پولې په اوږدو کې حصارونه جوړ کړلخو “په ځانګړو حالاتو کې” د شنګن د سرحدی قانون ۲۶مه ماده اجازه ورکوی چې په اعظمی ډول تر ۲ کلونو پورې کنټرولونه وغزول شی.

د شنګن تړون په سیمه کې اوس شپږ دولتونه سرحدی کنټرلونه لری: اتریش، ډنمارک، فرانسه، جرمنی، ناروې او سویډند هنګری د پولو کنټرولونه پر دوو هېوادونوباندې چې د شنګن غړی نه دی اغېز کوی: کروییشیا او سربیا. په تېر اکتوبر کې هنګری د سلوانیا پر پوله هم چې د شنګن غړی دی په لنډمهاله ډول د پولو کنټرولونه رامنځته کړللکه د فیفا او نړیوال جام په خاطر سرحدی کنټرولونه رامنځته کړی ؤ

د شنګن په تړون کې نور کوم شیان شته؟

د شنګن اصلی ځانګړتیا د واحدې بهرنۍ پولې، او د پولې د څارنې لپاره د واحدو مقرراتو جوړول دی.

د شنګن د نورو مقرراتو په کتار کې دا هم شامل دی:

د پناه ورکولو په اړه ګډ مقررات،د جنایتکارانو تعقیبول- پولیس حق لری چې د شکمنو جنایتکارانو د تعقیبولو لپاره تر پولو تېر شی.

اوس اروپایی ټولنه غواړی چې د “د سرچینې خوندی هېوادونو” یو لست جوړکړی، لکه لویدیځ بالکان او ترکیه. دا کار به مرسته وکړی چې د پناه غوښتنلیکونو د سمبالولو کار ګړندی اوقانونِ شی

 

۲ پاسخ به “معلوماتی مطلب”

  1. admin گفت:

    تشکر جناب ظفر خان اهتام از معلومات تان ، خوسبختانه کسانیکی در اروپا زندگی مینمایند همه در این باره معلومات کافی دارند . منهم به واسطه زحمت تان نشر کردم. موفق باشید. مهدی بشیر

  2. محترم محمد مهدی بشیر صاحب ازلطف تان ممنون! یکتعداد افغانها درین آوخر ازین راه ها توسط قاچاقبران میرود واز مشکلات راه ها وګزر از چند کشور خبر ندارد وبرای اگاهی ازین خطرات وراه ها پیاده درکوها وبندش راه ها درسرحدات فعلی حبرنیست اګر ازین معلومات استفاده کرد،تصمیم رفتن ونرفتن را خودش خواهندگرفت سفراش خوش وبیخطر!

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما