۲۴ ساعت

10 مارس
۱ دیدگاه

نشته

تاریخ نشر پنجشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۴ – دهم  مارچ  ۲۰۱۶ هالند
نشته 
الحاج نجم الدین « سعیدی »
*******
 دومره غمونه مې په زړه دې چې حساب کې نشته .
 نه د قلم  د  زړه  توان ،  هم  په کتاب  کې  نشته . 
 وا ړه  ما حول  مې   د  دنیاء   په  زوا  هرو  ککړ . 
نه مې د ورځې آرامیش هم مى په خواب کې نشته .
  نه  د  طبیب  ورته چاره  نه  هم  ملا  په  تعویض .
نه په خندا کې مې  اثر  نه  هم  رباب  کې نشته . 
 نه  د وطن  په  ور شو  ګانو  کې  د مینې یا ران .
 نه د هجران اود هجرت  په وران ګرداب کې نشته .
 چیر ته زه لاړشم  چا ته وسپړم  د  زړه  زخمونه .
 نه هه  د مینې  یا رانه ، نه زړه په تاب کې نشته .
 سعیده هرې  خوا چې  ګورم  ما یوسی  په وطن .
  نه کوم  زعیم  نه هم در دو نو ته جواب کې نشته .
**************
  ۲۰۱۵  /   ۹   /    ۲۲   /    برول جرمنې
 

یک پاسخ به “نشته”

  1. admin گفت:

    درود به جناب الحاج نجم الدین سعیدی ، سروده زیبا و مانند همیشه عالیست. موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما