۲۴ ساعت

09 مارس
۱ دیدگاه

بد مرغه حریص

تاریخ نشر چهار شنبه ۱۹حوت ۱۳۹۴ – نهم مارچ  ۲۰۱۶ هالند

بد مرغه حریص

سمیع الدین افغانی

 په کوم ځای کې کوم حریص ډیرپیسه دارشو

د ارګاه ، بارګاه  خاوند شو ښه  مالدار شو

  تل مدام به یې خوراک، پـــوښاک نا  سم وه

په مصرف دهر درهم  بـــه ناست په غم وه

یوه ورځ  خپل  ذخیرې ځینې پـــه ډار شو

د پیسو  خـــوندی کیدو تـــه یې  تلوار شو

په دې فکر چې خدای مکړه غل به را شی

مال ، پیسې او دارایی بـــه یــې  تالا شی

سوچ یې  وکـــړ چې چاره ورته پکار ده

د پیسو خـــوندی کـــول یې  سمه  لار ده

پس له ډیره فکر ، هوش  پدې نظر شو

د پیسو د خښیدو خیال  یې پـــه سر شو

په کوم ځای کې سړی خښې خپل پیسې کړې

 خښې څنګ ته یې  ډبرې هم دوه درې کړې

هره ورځ  به دغه ځای ته تلو ، راتللو

د خپل زیرمې حال ، احوال  یې اخستلو

یوه ورځ  په سړی لوی غل  برابر شو

په سړی او په دې ځای باندې شګبر شو

غل په پټه باندې راغی دغه ځای ته

په دقت یې نظر وکړه  سر ا پای  ته

 د دې ځای په را سپړلو باندې سر شو

د پیسو  په هغه زیرمه برابر شو

چې یې ولیدې پیسې ډیره شو خوشاله

په څادر کې یې کړې تاوې بې مجاله

ټول پیسې ، دولت یې  واخسته روان شو

د روزګار له چانسه خوښ هغه زمان شو

بله ورځ چې حریص راغی ځای لیدو ته

خپل د ګنج  حال او احوال معلومیدو ته

چې ښه ځیر شو سړی لاړه وارخطا شو

خپل پیسو او دارائی ته په سودا شو

په ژړا  په فغان سر شو  په نارو  شو

په دې کار شو پښیمانه  په سلګو شو

په دې وخت کې یو ملنګ تیر شو په لار

چې یې ولید سړی ډیر دی نا قرار

ورته وویل : چې په  څه ته  ازرده یې؟

پـــه ژړا په نارو سر داسې  غصه یې؟

سړی وویل: چې تباه شومه برباد یم

ټول هستې یې رانه وړې زه ناښاد یم

پدې ځای کې ما  پیسې وې خښی کړې

ما د غلو د ویرې دې ځای کې ساتلې

کوم  ظالم پرې برابر دی ټول یې وړی

نه حبه نه کوم دینار ترې  پاتې شوی

دا زما د پوره ژوندون ټوله هستې وه

چې پیدا مې په زحمت او ډیر سختی وه

اوس برباد شومه هستی مې ټول تباه شوه

 په ما جوړ دی  بد حالت دا مې سزا شوه

ملنګ وویل : چی پدې مه خفه کیږه

مشوره زما نه واوره غصه پریـــږده

لاړ شه ډکه بوجۍ تیګې کړه تر پایه

دلته یې خښې کـــړه له ځانه سره وایه

چې زما پیسې هیڅ ندی چا غلا کړی

بس همدلته ما په دې ځای کې ساتلی

هره ورځ دلته راځه زړه دې پخلا کړه

خپل زړګې  په همدې تیګو تسلا کړه

تا خو ټول عمر پیسې دی ټولې کړی

له سختی  دې پدې ځای کې خښې کړې

ښه به دا وای چې تا ښه ژوند  تیرولای

 خپل پیسې  دې  په ښه لار مصرفولای

دا ژوندون  همدا  موقعه  ده چې تیریږی

خدای خبر دی چې سبا ته به څه  کیږی؟

دا چې ژوند کې جواز نشته د اسراف

حریص هم ګڼه  بد مرغه ، بې انصاف

———————–

سمیع الدین افغانی

۷۳۲۰۱۶

 

یک پاسخ به “بد مرغه حریص”

  1. admin گفت:

    درود به سمیع جان افغانی ، تشکر از سروده زیبا و مملو از احساس پاک تان . مانند همیشه عالیست. موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما