۲۴ ساعت

07 مارس
۱ دیدگاه

زړه سوانده زرګر

تاریخ نشر دوشنبه ۱۷  حوت ۱۳۹۴ – هفتم  مارچ  ۲۰۱۶ هالند

زړه سوانده زرګر

سمیع الدین افغانی

په کوم کار کې چې اخلاص اوصداقت شته

هغه کار کې د خدای  فضل او حکمت شته

چې په پوهه او  تدبیر د بل خیر خواه شی

په پاک نیت  باندې حاصل د رب رضا شی

*********

په کوم ځای کې وه دوه ورونه زرګران

خپل ماحول کې  مشهور  وه  با  ایمان

په خصلت  کې یې  تقوا وه ورورګلوی وه

په هر  کار کــې به د  دواړو  همغږی وه

مده پس د زرګر   مشر ورور وفــات شو

مسولیت د کور یې زوی ته په میرات شو

زوی د پلار په مرګ کې ډیر شو پریشان

مراسم یې د پلار تیر کـړل پــه ښه شان

د پلار  مرګ نه یې  لا نه وه  مده تیره

لاس یې بند شو، شو محتاج له حده ډیره

زوی خپل مور ته د محتاج حالت بیان  کړ

  د روزګار ټــول مشکلات یې   ور عیان کړ

مور یې پوه وه د خپل زوی لدې حالت

ورتــه وویــل  د زړه راز هــغه ســات

زوی ته یې وویــل هغه دم  هغه زمان

پــروا مکــوه  لوی خــدای دی مهربان

زمــا ښکلې ښه  د زرو غــاړکــۍ  ده

قیمتی ده  بــا ارزشه پخــوانــۍ  ده

لاړ شه  ویسه غــاړکۍ  زرګر اکا ته

په پیسو یې هر څه راوړه نن بیګا ته

زوی یې ویوړه غاړکۍ د تره  دوکان ته

ویل: چې نه لرو توان مونږ نور ګذران ته

مور مې راکړ خپل امیل وخرڅیدو ته

چې پری وکړو ګذاره څو ورځو شپو ته

تره چې ولیده  امیل ډیر په سودا شو

خپل وراره ته په همدې ژبه ګویا شو

ویل :چې ویسه غاړکۍ بازار ناسم دی

طــلا دیــره راولیدلې قیمت کــم  دی

چې بیا کله زر  قیمت شول بیا  یې پلورو

اوس یې بیرته کور ته ویسه بیا به ګورو

تره یو څو پیسې د جیب ځینې بهر کړې

کور سودا لپاره یې خپل وراره ته ور کړې

ورته وویل :  ته په کار کې مقرر شوې

له سبا نــه تــه زمــا سره نــوکر شوې

راشه زده کــړه کار اوزیــار د زرګری

مناسب دې شــوه تنــخواه  د نــوکری

په تنخوا  به ګذاره د ستا د کور شی

شې بلدبه پدې کار خلاص به دې پورشی

هلک لاړه کــورپه لور هغه زمان

حقیقت یې و خپل مور ته کړه بیان

مورېې ډیره شوه خوشاله د لیوره نه

د پیسو د زوی دکار، زحمت هر څه نه

هر سهار به یې زوی کار ته ورلیږلو

دې مسلک ته یې خپل زوی تل هڅولو

ډیر وختونه یې په زوی باندې شول تیر

ښه زرګــر شو مسلکی لــه حــده  ډیر

پدې کار کې ډیر مشهوره او نام دارشو

د زرګر اکا  ریښتینی مدد ګار شو

چې اکا یې باوری  وراره په کار شو

یوه ورځ ور ته پداسې شان  ګفتار شو

د طلا قیمت لوړ شوی بازار ښه دی

چې پخوا هسې ارزان وه هسې نه دی

لاړ شه کورته  اوس  د زرو امیل راوړ

د وریندار هغه خوښ شوی  اکلیل راوړه

چې یې خرڅ کړوهمدا اوس یې ښه موقعه ده

ښه فرصت دی د خــرڅــلاو همدا  شیبه ده

هلک لاړه د خپل کور په لور روان شو

د خپل مور نــه د هغې امیل پــرسان شو

مــورې راوړه غــاړ کــۍ هغه زمان

چې قیمت یې کړی معلوم په هغه ان

زوی چــې ولیده امیل  پــه ډیر دقت

ور معلوم شو چــې هیڅ نــلری قیمت

غاړکــۍ د زرو نه وه جــوړ نقلی وه

د مور ، زوی ورته بې ځایه خوشالې وه

هغه دم شولو روان د تــره دوکان ته

غاړکـۍ اصلیت یې وویل  اکا ګران  ته

اکا وویل: زه پرې پوه وم له پخوانه

دغه راز مې وه ساتلی  پټ له تا نه

هغه ورځ چې تا امیل راوړلو ماته

زه پر پوه شوم حال مې ونه وویل تاته

په دې فکرچې خدای مکړه ته خفه شې

تنګدستی کــې به زمـا نه ازرده شې

درنه جوړ مــې کــړ ماهر د خپل د کار

اصلیت درتــه معلوم شو ددې هــار

په تدبیر مې مسولیت د خپل پوره کړ

پلارنی کسب او کمال مې درته زده کړه

مطمین شوم اوس ستا پوهې دکماله

شوم فارغ د ورور د فرض  اود ملاله

—————–

سمیع الدین افغانی

 ۲۶ – ۲ – ۲۰۱۶

م ۰ کال

 

 

یک پاسخ به “زړه سوانده زرګر”

  1. admin گفت:

    درود به جناب آقای سمیع جان افغانی ، تشکر از پیام عالی تان در مورد مریضی ام . سروده تان مانند همیشه زیبا و عالیست . موفق وسلامت باشید مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما