۲۴ ساعت

23 فوریه
۱ دیدگاه

د سولی او تفاهـم دلیارې مبلغ دوکتور

تاریخ نشر سه شنبه  چهارم  حوت  ۱۳۹۴ –  ۲۳  فبروری ۲۰۱۶ هالند

محترم څیړندوی

عبدالله بختانی « خدمتګار»

دوکتور محمد سعید «  سعید افغانی »  زمــونږ د هیــواد مشهور عــالم ، لیکوال ،  مــولف،  استاد  او اجتماعـی  شخصیت و چـه  تل یی د سولی ، تـرقی ،  وروری ، برابری او تفـاهم  لپـاره مبارزه کـوله، د دی  نومیالـی  پوه دروند  نــوم هم  په وطــن کښی او هــم د نړی  په  نورو  هیوادونــو کښی  خپور او مشهور دی .

په دوکتور سعید افغانی  باندی، د هغه  د ژوندانه کلونه ، په  لوستلو ، تدریس کولو ، لیکلو ، تالیف ،  موعظو او خطابو  تیر شو،  هغه به  دسولی ، امنیت ، تفاهم، دوستی ، وروری ، برابری ، اجتماعی  عدالت او انسانی کرامت لپاره په  دم ، قدم او قلم مبارزه کوله .

دی پسی و چه د هیواد ملایان ، د علم طالبان او نورو خلک د نوی  ژوندانه  په  مترقی  لارو چــارو پوه او منور ځوانان  او روښانفکره زلمیان د دیـن له  مبادیو سره آشنا شی  او د ملی فرهنګ او دینی اخلاقو رعایت وکړی .

هغه یو ملی  ، مترقی ، مذهبی شخصیت و چه تل د خلکو او اولس د ضرورت غوښتنو د ملاتړ  په لیکو کښی دریدلی دی . په زلمیتوب کښی یی د ویښ زلمیانو له هدفونو څخه روحیه اخستی او دهغو ننګه یی  کړی ده .  په سفر کښی یی  د خپل  هیواد  تاریخی  او فرهنګی  ویاړنی  نورو اولسونو ته معرفی  کړی دی . 

د ژوندانه  د پو خوالې  په عمر یی  د هیواد د خلکو د ملی  دموکراتیک  غور زنګ  ملاتړ کړی دی او د دین د حقیقتونو د ځرګندولو په  ذریعه یی هغه  ارتجاعی دسیسی افشا ء  او  شنډی کړی چه زمونږ د خلکو ، وطن او نهضت په ضد وی . 

د ژوند د پای په کلونو کښی یی  د سراسری سولی او امنیت او ملی  روغی  جوړی دتامین لپاره یی  هڅه کوله ، په هیـواد او نړی  کښی یی سوله او تفاهم غوښت او  کاریی  ورته کاوه .

دغه قطعه ما لیکی ده  او د دوکتور سعید افغانی  د شناختی د مرمرو په ډبره کنیدل شوی ده :

په لــوستلو  ، لــو لـو لــو او لیکـــلـو 

د پـوهنــی د  ډ یــو ی  لانــدی کـــارونــه

فضــیلت او شــرافــته  سره تـــیر شــول

په( دوکتورسعید افغانی ) دری شپیته کلونه

« دوکتور سعید افغانی »  د ابجد په حساب « ۱۹۲۲»  کیږی ، چه دا د نوموړی د تولد  میلادی  کال  دی . هغه « دری  شپیته کلونه  »  ژوند تیر کړی  دی  چه د اسلام د پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و سلم  د ژوندانه له  کلونو  سره برابر دی . 

 چه پر « ۱۹۲۲ »  باندی « ۶۳ »  واچوو بیا نو  « ۱۹۸۵ » تری  جوړیږی  او دایې  د وفات  میلادی کال  دی .

خدای  دی یی  وبخښی

عبدالله بختانی « خدمتګار »

 

یک پاسخ به “د سولی او تفاهـم دلیارې مبلغ دوکتور”

  1. admin گفت:

    محترم پروفیسور عبدالله بختانی « خدمتګار» تشکر از مقاله زیبا تان . روح زنده یاد مولانا « دوکتور سعید افغانی » شاد و خداوند مغفرت کند. شما زنده باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما