۲۴ ساعت

19 فوریه
۱ دیدگاه

د پرګنو ژبې

تاریخ نشر جمعه  ۳۰ دلو   ۱۳۹۴ –  ۱۹ فبروری ۲۰۱۶ هالند

د پرګنو ژبې

سمیع الدین افغانی

پښتو خوږه ده معیاری ژبه ده

دری هم ستره درباری ژبه ده

زمونږد اوزبکو ملیتونو ورونو

 د دوئ روانه اوزبکی ژبه ده

د ترکمن قام مو د وطن ګلان دی

دوئ کې  رایجه ترکمنی ژبه ده

بلوچ  زمونږه غیرتی ورونه دی

د دوئ هم خپله  بلوچی ژبه ده

د پشه ئی قام چې اوسیږی دلته

چې پرې غږیږی  پشه ئی ژبه ده

هندوان هم زمونږه پرګنې جوړوی

د دوئ اردو ، هندوستانی ژبه ده

 د نورستان لوړو ښایسته درو کې

د دوئ وینا نورستانی ژبه ده

ایماق هم  دلته کې هستوګنه لری

ددوئ بیا خپله  ایماقی ژبه ده

ګجرهم ښکلی  کلالی ولس  دی

دوئ کې روانه ګجراتی ژبه ده

د هزاره قوم چې ساکن دی دلته

د دوئ دری ، هزارګی ژبه ده

قزاقان دلته له  پخوا میشته دی

د دوئ هم خپله قزاقی ژبه ده

عرب ویاړلی  تاریخی ټبر دی

د دوئ سپیڅلې عربی ژبه ده

د قره لق په نوم هم قام شته دلته

ددغه قوم هم  خپل قومی ژبه ده

زموږ هیواد په توکمنو بسیا دی

هرچا ته ګرانه ولسی  ژبه ده

 زمونږ ویاړلی  تاریخی هیواد کې

پښتو، دری زمونږ ملی ژبه ده
——–
سمیع الدین افغانی
 ۱۹ – ۲ – ۲۰۱۶
م ۰ کال

 

یک پاسخ به “د پرګنو ژبې”

  1. admin گفت:

    درود به جناب سمیع الدین افغانی و تشکر از سروده زیبا و احساس پاکت نسبت به مردم افغانستان . موفق وسلامت باشید . مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما