۲۴ ساعت

17 فوریه
۱ دیدگاه

د لارې ملګری ته

تاریخ نشر چهار شنبه  ۲۸ دلو ۱۳۹۴ –  ۱۷ فبروری ۲۰۱۶ هالند

د لارې ملګری ته

نورمحمد غفوری

مـــا خــبـر کــړې چې پــه لاره کې ســخــتی ده

ډیـر پیـچــومی شـــته پـاڼـونـــه کړنګی ده

لـه ځـنـــګلـونـو، لــوړو غــرونــو تــیـره شـوی

هــــر یـو ډک لـه درنـده وو نـه وحشی ده

خــپـل هـدف مې هــم واضـح درتــه اعـلان کـړ

ویــل مې ســخـته ده جـــګړه د تــرقــی ده

پــرمـخــــتګ او پـــــه شــاتـګ مـــــبارزه کــې

بس بـــریـا د پـرمخــتګ پــرې تـاریخی ده

دغــــه پــــوهــه او عــالی مــــهارت غــــواړی

پــــه مـعـیـن اصـــــل او نـظـم مـــــتکی ده

دا د څــــــو ورځـــــو مـنـزل نــه ده مـلګـــریــه

لار اوږده ده او اغــــــزنـــه صـحـرائی ده

پـه دې سـخــته او اوږده لاره ســــفــر تـــــــــــه

ضــرورت د ډیـــر قــــوت او انــــرژی ده

چې په دی لاره تـیرشـــوی کــــوم ځــوانان دی

یــا قــربان یا ئې صورت زخمی زخمی ده

د ســخـتـیـو قـــــربــانـیـو پـــــــــــه قــیمـت ده

ســـتـر سـفـر د انسانیـت او خـــوشبـختی ده

مــــوږ کـــفن په ســر تـــړلـــی دی روان یــو

یــا بــه مــرو یــا به نصیب مو پیروزی ده

لار کــــــه ډکـه لــــه سـخـتـیــو ده بـــاک نـشـته

مــقدسـه ده د ژوند خـــواســتـه  عــــیـنی ده

د کارګــــــرو او دهـــــقـان د ارمــــانـــــونــــــو

بـلـــــه لار نـشــــــتــه هـمـــدا د کامـیابی ده

څــوک چـې مـــوږ ســره پــه لار مخالفت کړی

پــه جـــــریـان کې د تـــاریـخ ئی بـربادی ده

اوس که ځې راســـــره کلــک لاســــونه راکـړه

پښــیـمـانی او پـــه شــا تګ بــیا بی ننګی ده

پـــه جــرئت او مــــتانت چې څــوک قـــدم ږدی

پـه ســـنجش چې وړاندی ځی قــــهرمانی ده

که ځــــان بـایــلو، نــــــو به ځان یـــوازې بایلو

کامــــیـابـی مـــو جــامــعې تــه ســوکالی ده

۱۰.۱۱.۸۱

 

یک پاسخ به “د لارې ملګری ته”

  1. admin گفت:

    درود به آقای نورمحمد غفوری ، سروده زیبا و عالیست. موفق و وسلامت باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما